fbpx

محمد ظاهر اغبر د عبدالله عبدالله امنیتي سلاکار شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): ډګر جنرال محمد ظاهر اغبر د ګډ حکومت د اجرایو ریاست امنيتي سلاکار وټاکل شو.

له اجرايوي ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د محمد ظاهر اغبر د سلاکارۍ منظوري پرون شوې وه او نن يې په رسمي په توګه په کار پیل وکړ.

په اجرايوي ریاست کې د سلاکارانو د ټاکلو لړۍ روانه ده، چې د کب په لسمه يې پخوانی جنګسالار جنرال عبدالمالک هم په دې ریاست کې په سلاکارۍ وګماره.

د اجرايوي ریاست خبرپاڼه وايي چې محمد ظاهر اغبر به په امنیتي مسائلو کې د عبدالله عبدالله سلاکار وي.

اغبر تر دې وړاندې د المپیک د ملي کمېټې مشري په غاړه لرله.

یاده دې وي په ارګ کې د اجرايوي ریاست د لومړي مرستیال د یوولسو سلاکارانو په ګډون نهه پنځوس سلاکاران دندې لري، چې له پنځوس زره افغانیو تر دوو لکو افغانیو پورې معاشونه ورکول کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د