افغانستان

سرپل: طالبانو د مخابراتي شبکې دوه انتنونه له منځه وړي

cell_tower_burnedنن ټکی آسیا: د طالبانو د سرپل په ولایت کې د مخابراتي شبکې دوه انتنونه له منځه یو وړل.

په دې اړه د سرپل ولایت د والي ویاند سید کریم جاوید رسینو ته ویلي چي تیر ماسختن په سیمه ایز وخت د اوو بجو په شاوخوا کې وسلوالو مخالفینو د سرپل د ښار څخه په شل کیلو متری کې د سرتخته په سیمه کې د اتصالات مخابراتي شبکې پر یوه انتن برید وکړ، او له منځه يې یوړ.

نومړي وویل چي په پيښه کې کوم ډول مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

خو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د رسینو سره په تماس کي ویلي چي طالبانو په یاده سیمه کې دوه انتنونه له منځه یوړل، یو د اتصالات د شرکت، او بل د روشن، او دا ځکه چي هغوی د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د ورکړل شوي لایحې څخه سرغړونه کوله.

باید وویل شي چي په یاد ولایت کې ددې تر مخه هم په څو څو ځله طالبانو د مخابراتي شبکو انتنونه له منځه وړي دي، چي هر ځل يې هم دا علت ښودل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x