افغانستان

د «اسلامي پوهنتون» جوړېدل بېرته په ننګرهار کې منظور شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د «اسلامي پوهنتون» د جوړېدو ژمنه د ۲۰۱۳ میلادي کال د اسلامي هېوادونو په ګډ کنفرانس کې وشوه، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې د دې پوهنتون د جوړېدو فرمان ورکړ.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د بېلابېلو دلیلونو پر اساس د ننګرهار پر ځای په مرکز کابل کې دغه اسلامي پوهنتون جوړېږي.

ننګرهار مېشتو مدني فعالانو او د پوهنتونونو استادانو د کب په یوولسمه په یوه ناسته کې دغه پرېکړه ناقونونه او تعصبي وبلله او په ننګرهار کې د دې پوهنتون د جوړېدو غوښتنه يې وکړه.

د تازه راپورونو له مخې د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو بېرته د دې پوهنتون جوړېدل په ننګرهار کې منظور کړي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرها د خلکو استازې فرشتې انورې پخپله فیسبوک پاڼه د هغه مکتوب انځور خپور کړی، چې په ننګرهار کې يې د دې پوهنتون د جوړېدو امر ورکړی دی .

دغه مکتوب نن په لوړو زده کړو وزارت کې له یوې ناستې وروسته د ننګرهار د خلکو استازو ته ورکړل شوی دی او په ننګرهار کې يې د دې پوهنتون د جوړېدو ملاتړ او تایید کړی دی.

په دې مکتوب کې له ننګرهار څخه کابل ته د دې پوهنتون د لېږد پرېکړه ناسم پوهاوی ګڼل شوی و، چې اوس يې د لوړو زده کړو مسوولینو بېرته په دې ولایت کې د جوړېدو ژمنه کړې ده.

تر دې وړاندې ننګرهار مېشتو مدني فعالانو پتېیلې وه چې که غږ وانه ورېدل شي، نو راتلونکې پنجشنبه به د سوله ییز لاریون پر مټ د خپل حق غوښتنه وکړي.

د غه پوهنتون د اسلامي نړیوال انکشافي بانک د ۷۰ میلیونو ډالرو په لګښت جوړېږي، چې د سیمې په کچه په علمي برخه کې ښه ګام ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلامت خان

دا پو هنتون به د هغه (منځلاري اسلام ) پر روحيه چلېږي چې امريکا او د مصر د سيکولر پوهنتون(ازهر) لخوا دحقيقي اسلام د تحريف په مقصد جوړ شوی او د خليج د هېوادونو له پټرو ډالرو څخه ورته بوديجه برابريږي، او په افغانستان کې يې هدف د جهادي فکر په خلاف مقابله ده. او دا ځکه چې امريکا دې نتېجې ته رسېدلې چې:Islam is the problem and the moderate Islam is the solution)) يعنې پخپله اسلام ستونزه ده، او معتدل اسلام ددې ستونزې حل دی). تر دې مخکې جان بټ انګرېز هم په جلال آباد کې د همدغه ډول… نور لوستل »

رفيق الله

پدي هڅو اسلام ته هڅ زيان نشی رسيدلي، ان شا الله د دوي مکرونه به الله د دوی په خلاف کاروي، همدا سلامی پوهنتون به د دوی د ارادو په خلاف مونږ ته غوره اسلامی او ملی شخصيتونه روزي خو که مونږ دغفلت څادر په سر راکش نکړو. ان شا الله.

سوله اور بند

حضرت صاحب سلامونه ،د افغان ګوته ،سر،پښی هر څه پریکول سلامت خان صاحب،پوهنتون راتګ ته موږ د زړه له کومی ښه راغلاست وایو.زموږ بچیان د تعلیم حق لری،تا خو خپل بچیان په لندن کی نرسان کړل،ایا زموږ ماشومان په لاس کی قلم کتاب ښه نه ښکاری؟ګوره په دا هم نیت بد شوی ،سوسیال ته پروت او د مصر په الازهر نیوکی کوی حالانکه د الازهر د فقط نوم اوریدلی نه د لیدلی نه د کتلی او نه د نصاب لوستلی. د تعلیم .مکتب پوهنتون په ضد تبلیغ دټول د پنجاب ایی ایس ایی کار دی،خو اوس زموږ خلک هوښیار شوی… نور لوستل »

سوله اور بند

سلامت خان صاحب،پوهنتون راتګ ته موږ د زړه له کومی ښه راغلاست وایو.زموږ بچیان د تعلیم حق لری،تا خو خپل بچیان په لندن کی نرسان کړل،ایا زموږ ماشومان په لاس کی قلم کتاب ښه نه ښکاری؟ګوره په دا هم نیت بد شوی ،سوسیال ته پروت او د مصر په الازهر نیوکی کوی حالانکه د الازهر د فقط نوم اوریدلی نه د لیدلی نه د کتلی او نه د نصاب لوستلی. د تعلیم .مکتب پوهنتون په ضد تبلیغ دټول د پنجاب ایی ایس ایی کار دی،خو اوس زموږ خلک هوښیار شوی تعلیم ته یی مخه کړی ده،انشالله ډیر زربه موږ د… نور لوستل »

جميل

پدی پوهنتون کي به هغه مظامين تدريس شي چي د يهود، نصارا او سيکلوريزم سره ټکر ونلري. هلته به د الله(ج) د کليمي دلوړوالي، دجهاد او د اسلام دشعائرو د دفاع درس نوي،که دا ټوله له قرانکريم نه نسخ شي څه به پکي پاته شي.دلته به د قرانکريم په تفسيرکي ډير د هغو رواياتو کار واخستل شي چي زمونږ ځينو علماوو د تورات او انجيل نه را نقل کړيدي. لدی پوهنتون نه ديني عالم نشي فارغه کيدای، پدي چي مونږ خپل ديني علماء د امام،ملا،مولوي،مولانا او مفتي په نومو پيژنو نه د پروفيسور، ماسټر او ډاکټر په نومونو. پدي پوهنتون… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x