
استرالیا له افغانستان په سترو منډو لوبه وګټله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۳مه ۱۳۹۳ل): افغانستان نن پچه وګټله، لومړی یې ناسمه پریکړه وکړه، توپ اچونه يې پيل کړه، د نړیوال جام په تاریخ کې یې تر ټولو زیاتې منډې استرالیا ته ورکړې، ټول لوبغاړي يې په ۱۴۲ منډو وسوځېدل او په ۲۷۵ منډو یې ماتې وخوړله چې دا هم د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو بده ماتې ده.
په ډګرساتنه کې هم افغانستان کامیاب نه و، استرالیا په لنډ ځایونو کې ترې په اسانه ۱ او ۲ منډې اخېستلې، دوی ښه چانس درلود چې ۱ او ۲منډې بچ کړي، توپوهونکي تر فشار لاندې راولي. لنډه دا چې افغانستان د هر څه سره سره په ننۍ لوبه کې په ټولو ډګرونو کې ناکام و.

نبي ددې پر ځای چې هغه توپ اچوونکو ته بال ورکړي چې کمې منډې ورکړي، خپله یې توپ اچونه کوله. جاوید احمدي تر ټولو ښه بال کړی و، خو نبي یوازې ۴ اورونه کړي وو. هغه ددې هر څه سربېره ډير ژر تر اغیز لاندې راځي. ډګرساتنه کې استرالیا ډير په اسانۍ نن زښت زیات ځل ۳ -۳ منډې کولې. ۱ او ۲ يې په ډیرې اسانۍ سره کولې. یو بالر یې تر هغه چلولو چې کابو مټ يې نور وتلو.
دا خبره چې افغانستان نوی دی، یا له سترو لوبډلو سره د سیالۍ تجربه نه لري، اوس د منلو وړ نه ده. د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی کبیرخان وايي چې افغانستان باید د آیرلینډ په څېر لوبه وړاندې کړي، داسې چې سترو سترو لوبډلو ته وښايي چې دوی څوک دي. هغوی د ویسټ انډيز څخه لوبه وګټله، رسنیو وویل چې ویسټ انډیز یې خواشینی کړ، خو آیر لینډ ویل چې دوی له سترو لوبډلو د لوبې ګټلو توان لري.
لنډه دا چې افغانستان پچه ګټلې وه، باید لومړی یې توپوهنه کړې وه، ځکه لومړی توپوهنې سره به لوبډله تر تاثیر لاندې نه راتلله، هر څومره منډې یې چې جوړې کړې هومره به استرالیا ورپوره کولې. افغانستان څه جنوبي افریقا یا هند یا بل قوي لوبډله نه ده چې تر ۳۰۰ پورته هدف پوره کړي، له افغانستان څوک ګټه نه غواړي له افغانستان خلک لوبه غواړي ښه لوبه او داسې لوبه چې کرکټ مینهوال يې ومني چې دوی د سیالیو جوګه دي.
چا څو منډې کړي
د استرالیا د لوري ډيویډ وارنر ۱۷۸، سمیت ۹۵ او میکسیول ۸۸ سترې منډې جوړې کړې.
افغانستان له لوري نوروز منګل ۳۳ او نجیب الله ځدران ۲۴ زیاتې منډې جوړې کړې. نور ټول لوبغاړي تر دې کمو منډو سوځېدلي.
په توپ اچونه کې دولت ځدران او شاپور ځدران ۲-۲ ویکټې، نوروز منګل او حمید حسن ۱- ۱ ویکټ واخېستلې.
د استرالیا د لوري مچل جانس ۴، سټارک او هازلیووډ ۲-۲ او کلارک او میکسیول ۱- ۱ ویکټ واخېستله.
د لوبې ښه لوبغاړی ډیویډ وارنر شو.
افغانستان بله سیالي د مارچ پر اتمه د نیوزیلینډ سره لري.