اورګاډي په امتحاني توګه د حيرتان او مزارشريف تر منځ سفر وکړ

نن ټکی آسیا: د افغانستان په شمال کې د لومړی ځل لپاره اورګاډی په امتحاني توګه د حیرتان بندر او مزار شریف تر منځ وچلیده.

د افغانستان د فواید عامې د وزارت مرستیال نورګل منګل رسنیو ته په دې اړه وویل چي نن د ازبکستان په پوله د پروت سرحدي ښارګوټي څخه د بلخ تر مرکز مزار شریف پوري اورګاډي امتحاني سفر وکړ.

د نومړي په وینا د اورګاډي دغه پټلۍ ۷۵ کیلومتره اوږدوالي لري، او ډیر ژر به د ولسمشر حامد کرزي لخوا پرانیستل شی.

منګل وویل چي د پټلۍ د جوړېدلو دوهم پړاو به د مزار شریف او فاریاب د انخوی د ښارګوټي او ترکمانستان سره پر پوله عقینه د بندر تر منځ وي، او بیا به دغه پټلۍ تر هراته وغځیږي.

افغانستان د تیري پیړۍ په لومړیو کې د کابل په ښار کې د اورګاډي لنډه پتلۍ درلوده، او د هغې وروسته دا لومړی ځل دی چي افغانستان کي اور ګاډی چلیږي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: د افغانستان په شمال کې د لومړی ځل لپاره اورګاډی په امتحاني توګه د حیرتان بندر او مزار شریف تر منځ وچلیده.

د افغانستان د فواید عامې د وزارت مرستیال نورګل منګل رسنیو ته په دې اړه وویل چي نن د ازبکستان په پوله د پروت سرحدي ښارګوټي څخه د بلخ تر مرکز مزار شریف پوري اورګاډي امتحاني سفر وکړ.

د نومړي په وینا د اورګاډي دغه پټلۍ ۷۵ کیلومتره اوږدوالي لري، او ډیر ژر به د ولسمشر حامد کرزي لخوا پرانیستل شی.

منګل وویل چي د پټلۍ د جوړېدلو دوهم پړاو به د مزار شریف او فاریاب د انخوی د ښارګوټي او ترکمانستان سره پر پوله عقینه د بندر تر منځ وي، او بیا به دغه پټلۍ تر هراته وغځیږي.

افغانستان د تیري پیړۍ په لومړیو کې د کابل په ښار کې د اورګاډي لنډه پتلۍ درلوده، او د هغې وروسته دا لومړی ځل دی چي افغانستان کي اور ګاډی چلیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د