
له دې وروسته محلي چارواکي رسنیو ته د نښتو راپورونه نه شي ورکولای
نن ټکی اسیا(چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): په ارګ کې د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د امنیه قومندانیو مطبوعاتي مسئولین نه شي کولای چې په اړوندو ولایتونو کې له وسله والو مخالفینو سره د نښتو او بریاوو او تلفاتو راپورونه له رسنیو سره شریک کړي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند، حشمت ستانکزي پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې له دې وروسته د پولیسو هېڅ قومندان او مطبوعاتي مسئولی یې نه شي کولای له رسنیو سره مرکې وکړي. ستانکزي لیکلي: «له دې وروسته د کورنیو چارو وزارت د محترم مقام او د ملي امنیت شورا له پرېکړې سره سم، یوازې د کورنیو چارو زوارت د ویاند دفتر رسنیو ته د پولیسو د ټولو لاسته راوړنو او د امنیتي پېښو په اړه راپورونه رسنیو ته ورکول کېږي او هېڅ امنیه قومندان او د قومندانیو مطبوعاتي مسئولین نه شي کولای چې له رسنیو سره مرکې وکړي».
پخوا دا تېروتنه ډېره کېده چې د طالبانو پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې به د محلي پولیسو د خپلو تلفاتو په اړه یوه خبره کوله او مرکز سره به یې د معلومات متضاد و.
ازادو خبریالانو د ملي امنیت شورا او کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه غندلې او په یو ډول یې د خبر سانسور ګڼلی. په کابل کې د نی په نامه د خبریالانو یوې انجیو هم له دې پرېکړې سره مخالفت کړی.
خبریالان زیاتوي چې هره ورځ په هېواد کې په لسګونو پېښې کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مطبوعاتي دفتر نه شي کولای د ټولو پېښو په اړه رسنیو ته کره، موثق او پر وخت معلومات ورکړي.