دیني، سیرت او تاریخ

ما ولي اسلام قبول کړ؟(۱)

ژباړه او غورچاڼ: عبدالغفارجُبیر

يهوديت مي پرېښوداواسلام مي اختياره کړ!

ما  یوه میاشت مخکي اسلام قبول کړ، یعنی پر ۱۵/ ۱۱/ ۲۰۱۴ میلادي کي کله چي فاطمې خوري! تاسی دا لیکنه ژباړی نو د هغه وخت نیټه ور سره ولیکئ.

زه د یوې سختي متعصبې یهودي کورنۍ غړې یم، زه په ۱۱/ ۱۱/ ۱۹۹۰ میلادي کي په بیت المقدس کي پیدا شوې یم، زما پلار یو سخت مذهبي یهودي عالم وو، په کور او علاقه کي سخت انسان وو، د مسلمانانو سره يې دومره سخته دښمني وه چي زه يې په قلم نشم لیکلای، او نه يې هم په ژبه سره بیانولای شم، په هغه ورځ چي به معصوم فلسطینیان په وینو کي ولمبیدل ده به له ډېري خوښۍ څخه ژړل، زه به ورته حیرانه وم، او ویل به مي چي څنګه یو انسان د بل انسان په مرګ خوښ شي، په زړه کي چي مي هر څه راتلل خو په خوله مي د څه ویلو جرأت نه درلودی، وموږ ته به يې تل ویل په نړۍ کي اسلام او یهودیت نشی سره زغملای، یا به اسلام وي او یا به یهودیت وي؛ ما به کله په خندا و پلارته وویل چي پلاره! ایاموږ ته اجازه ده چي د اسلام په هکله معلومات ترلاسه کړو؟ ده به راته ویل دا محمد صلی الله علیه وسلم پخپل لاس جوړ کړیدی دا کوم الهي دین نه دی هغه بې سواده کس ؤ دا دین څه کوې؟ نعوذبالله، نو کله چي به ما ټنګار وکړ نو وماته به يې هغه کتابونه راکړل چي د اسلام په هکله به عیسایي، یهودي علماء او مستشرقینو لیکلي وه، په هغو ټولو کتابونو کي به د اسلام پر ضد هر څه لیکلی وه، پر اسلام نیوکې، په اسلام کي ټکرونه، او داسی نور….

زما عقل دا نشوای منلای، چي دومری کسان دي د یوه داسی کس دین اختیارکړي چي هغه هم بې سواده وي او هم دي وحی نه وي ورته شوي، ډېر کوښښ مي وکړ چي قرآن کریم پیدا کړم خوبریالۍ نشوم، پر ازاد نیټ مي هم بندیز ؤ کله به یو ایات د قرآن کریم ولوستی هغه به ډېر د فلسفې او حکمت څخه ډک ؤ، په هرصورت.

پلار مي د ۷۰ کلونو په عمر په ۱۰/ ۱۲/ ۲۰۱۰ کي وفات شو، د پلار مرګ که د یوې خوا راته ستونزمن ؤ و بل لور ته می روحی استقلال پیداکړ، مشر ورور، خور او مور مي بیا داسی متعصب نه وه، دا چي زه د یوه یهودي عالم لور وم نو ما هم خپله رشته الهیات وټاکل او په الهیاتو کي ماسټری واخیسته، و ماته دا اړینه وه چي زه باید د نړۍ ټول مذهبونه مطالعه کړم او بیا يې پرتله کړم، د خپلې پوهې په ترازو کي يې وتلم، تر ټولو مخکي مي په یهودیت ، عیسائیت او اسلام کي د ښځې پرمقام باندی مطالعه پیل کړه، په دې مطالعه کي زه اوس د یهودیت په هکله د یهودي علماء اثار او مقدس کتاب ګورم، په عیسائیت کي د عیسایی علماء اثار او مقدس بایبل ګورم، په اسلام کي د مشهورو علماء کتابونو نه او قرآن کریم مطالعه کوم، په یهودیت کي وماته معلومه وه چي په مذهبي مراسمو کي حتی وموږ ته اجازه نه وه چي د نارینه وځای ته ورشو، په ځینو مذهبي مراسمو کي وښځو ته اجازه نه وه چي ګډون وکړي، یوه ورځ په ښارکي چيغی پیل شوې زه هم وبازار ته تللې وم، چي ګورم تر۲۰۰- ۳۰۰ پوری مذهبي راهبان په بازار کي ګرځي لښتي ورسره دي هر ښځه چي لوڅ سر وي هغه د حیواناتو په شان وهی، نو ځکه د ښځو نارې شروع دي، دا چي زه راهبه وم نو ځکه موږ یو خاص کالي کول، او داؤدی نښان به ورباندی نقش شوی ؤ، په هغه ورځ باندی ټولو ازادو یهودي ټولنو ورباندی بد وویل خو مذهبي خلکو ګواښ وکړ که چا د تورات او یا تالمود څخه سرغړونه وکړه هغه به قتل شي که څه هم وزیراعظم وي.

ښځه په يهوديت کي:

یهود عهد نامه قدیم، تالمود او د خپلو علماء اثار منی د هغو ویناوي د ښځې په هکله داسی دي:

ډاکټر(Dr. Menachem) چي د بایبل یو پروفیسر دی او د یشوا په پوهنتون (Yeshiva University) کي ښوونکي دی، دی پخپل کتاب (یهودې ښځه دیهودوپه ادبیاتوکي) (The Jewish Woman in Rabbinic Literature) کي داسی لیکي:

پخوانيو يهودو علماوو اصول داسی وو او داسی یې ويل:

هغه ښځه یهودۍ لور نه ده چي د کور څخه د باندی وځی، پر هغه سړي دي لعنت وي چي د ښځې وېښتان یې څرګنده ښکاری؛ هغه ښځه چي د خپلې ښکلا لپاره خپل ویښتان ښکاره کوي دا د مسکينې سمبول دی، او دا ښځه به مسکينه او محتاجه شي.

ايا دا په واقعیت کي همداسي ده، چي هغه ښځه چي لوڅ سر ګرځي هغه به مسکينه وي؟؟ نه هیڅکله داسی نه ده، په میلیونهاوو ښځې په اروپا، آسیا او افریقا کي سرتوری ګرځي او حال دا چي اقتصاد يې هم ښه دی.

د يهودو شرعي قانون وايی:

که چيری د ښځې بربنډ سر وي، نو په داسی حالت کي د رحمت غوښتنه کول، یا دُعا کول، یا د خدای جل جلاله څخه څه غوښتل، دا ټول بې ځایه او منع دی، ۔ځکه سرتور سر لعنت دی.

وحجاب ته قایله یم، په یهودیت او اسلام کي پرحجاب باندی ډېر ټینګار شوی دی، زه منم، خو یوه ورځ مي له خپله پلار وپوښتل چي ایا که ښځه په عاجزۍ سره سر سرتور کړي او وخدای ته وژاړي دا به څنګه وي؟ پلار مي راته وویل چي ښځه چي هره ښځه وي هغه د خدای لعنت دی، که حوا نه وای نو آدم به چاله جنته پسې اخستی، په هغه شپه مي له ځانه سره ډېر وژړل، چي ای خدایه! که مي د پلار خبره رښتیا وي نو بیا دي موږ ښځې ولي پيداکولو؟ دا چي موږ ستا په هره اندازه سره عبادت وکړو بیا هم لعنت پر موږ دی نو زموږ راتګ ودې نړۍ ته بې معنادی.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x