د افغانستان پارلماني پلاوي د پاکستان دملی شوری ته ورغلل، او د یوشمېر پاکستاني چارواکو سره يې ولیدل

https://i0.wp.com/pakistan.onepakistan.com/photogallery/var/resizes/News-%26-Politics/Day-in-pic%3A-21st-December/Pakistan-/111221-49.jpg?w=620نن ټکی آسیا: د افغانستان د پارلمان یو درویشت کسیز پلاوي د پاکستان د ملي شوری څخه لیدنه وکړه، او هم یې د یو شمېر چارواکو سره ولیدل.

د افغانستان د پلاوي مشري چي بسم الله افغان مل او عبد اللطیف پدرام يې کوي، د ملي شوری د لیدني وروسته يې د پاکستان د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره ولیدل.

په دغه غونډه کي ګیلاني ویلي چي پاکستان یو خپلواک او خوشحاله افغانستان لیدل غواړي،

او ژمنه يې کړي چي په بلخ ولایت کې یو د انجینیرۍ پوهنتون او د پکتیا په مرکز ګردیز کې به یو روغتون جوړوي، او په نورو بیلا بیلو سیمو کې به پنځوس ښوونځي او پنځوس واړه روغتونونه جوړ کړي.

نومړي زیاته کړه چي پاکستان د افغانستان په ابادونه کي د پام وړ رول لوبوي، او اوس هم د ۳۰۰ ملیونه ډالرو په لګښت مختلفي پروژې تر لاس لاندي لري.

د افغانستان د پارلمان د پلاوي او پاکستاني چارواکو تر منځ تر لیدنو او کتنو وروسته یو اعلامیه خپره شوې چي په کښي د پارلماني هیئتونو تر منځ د سفرونو او اړیکو زیاتوالی، د تروریم او نشه يې توکو پر ضد مبارزه، پر ګډه پوله د اړیکو د نظام فعاله ول، او همداسي په ولسي سطحه د اړیکو زیاتوالي باندي ټینګار سوی دی.

په دې اعلامیه کې دا هم ویل سوي چي باید ددواړو هیوادو تر منځ د ویزو تر لاسه کول اسانه سي، د استخباراتي معلومات شریک سي، د مجرمانو د تبادلې تړون لاسلیک سي، د پارلمان د غړو د سفر لپاره ویزې شرط لغوه سي، ادبي او کلتوري هلو ځلو ته وده ورکړه سي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د