نړۍ

سويلي کوريا کې د امريکا پر سفير بريد شوی

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د سويلي کوريا پلازمېنه سيول کې د امريکا پر سفير مارک ليپرټ بريد شوی.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، چې پر امريکايي سفير د چړې بريد په داسې حال کې شوی، چې نوموړي نن سهار وختي پر ځايي وخت اووه بجې د سويلي کوريا پلازمېنې سيول «سويک مرکز» کې يوې غونډې ته وينا کوله. «سيوک مرکز د شمالي او سويلي کوريا د يو ځای کېدو لپاره هڅې کوي»

امريکايي چارواکي زياتوي، چې د سفير ټپونه ډېر ژور نه دي او دمګړۍ د سيول په ځايي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د سويلي کوريا پلازمېنې پوليس زياتوي، چې شکمن بريدګر يې نيولی او وايي، چې نوموړي پر امريکايي سفير مارک ليپريټ پر مخ او لاس د چړې بريد وکړ.

رسنۍ د پېښې د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې بريدګر د بريد پر مهال چيغې وهلې، «د جګړې تمريونه نه منو»

عيني شاهدان زياتوي، چې بريدګر له بريده وړاندې امريکايي سفير ته په ډېره عاجزۍ خبرې کولې، چې سويلي او شمالي کوريا بايد سره يو شي او دغه مهال يې پر نوموړي بريد وکړ.

سيول کې د بي بي سي خبريال سټيفن اوانز وايي، چې بريدګر د شمالي کوريا دی او سويلي کوريا کې دا خبرې ډېرې عامې دي، چې سيمه کې د امريکا حضور د شمالي او سويلي کوريا د يو ځای کېدو پر وړاندې خنډ دی.

مارک ليپريټ له دې وړاندې د امريکا دفاع وزارت «پينټاګون» لوړپوړی چارواکی او د بهرنۍ پاليسي سلاکار و او ۲۰۱۴م کال کې سويلي کوريا کې د امريکا د سفير په توګه وګومارل شو.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پر ليپريټ ياد بريد غندلی او د ټيليفون په ليکه د هغه د روغتيايي حالت پوښتنه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې د ده دعا او خواخوږي ورسره ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري هم په خپل ټويټر پيغام کې پر امريکايي ډيپلومات دغه بريد غندلی او د سويلي کوريا له خلکو يې مننه کړې، چې د دوی ډپيلومات يې ژرغولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x