هلمند: د ټولنیزي شوری غړی عبد الصمد په خپل کور کي ووژل شو

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د ټولنیزي شوری یو تن غړي په خپل کور کې ووژل شو.

د هلمند د ټولنیزي شوری مشر حاجي نظر محمد رسینو ته ویلي چی پيښه تیره شپه د لښکرګاه د ښار په ختیځه برخه د لښکرګاه په بازار کي هغه وخت را منځته شول، کله چي وسلوالو کسانو د نومړي پر کور برید وکړ.

حاجي نظر محمد وویل تیره شپه وسله د عبد الصمد کور ته ورغلل، او نومړی یی په ډزو وواژه.

ویل کیږي چي وژل شوي عبد الصمد ته ددې تر مخه هم ګواښ شوی وو، چي باید په دغه شوری کي خپل عضویت لغوه کړي، او ددې کار څخه لاس واخلي، او نه منلو په صورت کې په مرګ ګواښل شوی وو.

که څه هم تر اوسه ددې پيښي مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو ددې تر مخه ددې شوری ځیني غړي د طالبانو له خوا وژل شوي او مسئولیت يې هم اخیستل شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د