police with people

کندهار: پولیس په غلاوو کې پوره لاس لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار اوسېدونکي وايي چې د کندهار ښار پولیس په دې ښار کې له غلو سره نېغ لاس لري او ډېرې غلاوې د پولیسو په همکارې کېږي.

د کندهار د اوسېدونکو په وینا په دې ښار کې تل له په هغو سیمو کې غلاوې کېږي چې په څو مترۍ کې يې د پولیسو پوسته وي.

په کندهار ښار کې ګڼو اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دې ښار کې داسې ورځ یا شپه بېخې کمه وي چې غلا دې پکې نه کېږي.

دوی وايي چې د غلاوو ډېرې پېښې د پولیسو د پوستو تر څنګ کېږي، چې پولیس پولیس د خلکو چیغي اوري خو مرستې ته يې نه ورځي.

د دوی په خبره پولیس ځکه له غلو سره لار یوه کړې، چې خپل معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي.

د کندهار خلکو تر دې وړاندې هم د پولیسو له ناوړه چلند، بې ځایه ډبولو او د خلکو له ځورولو شکایت کړی و، چې له غلو سره د پولیسو د ملاتړ يې نوی شکایت دی.

وړاندې تر دې د کندهار د پولیسو په اړه دا شکایت هم شوی و، چې د ښوونځي ماشومان په زور په لاره کې پوستو ته ور ګرځوي او غیر اخلاقي ویډیوګانې پرې ګوري.

دا په داسې حال کې دی چې برتانوۍ ورځپاڼې د کندهار د پولیسو مشر جنرال رازق یو «وحشي» او د بشر ضد کړنو تورن کس بللی دی او په اړه يې یو وېروونکی راپور خپور کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د