نظــر

د حوت دوولسمه د شاهیکوټ ویاړمنه، تاریخې معرکه !

خالد حسن

د ۱۳۸۰-لمریز کال د حوت په ۱۲- نیټه غربې یرغلګرو ځواکونو په شاهیکوټ کښې د مجاهدینو په سنګرونو بریدونه پیل کړه.

دا د کفر او ایمان تر منځ هغه لومړنۍ معرکه وه ، چه د نړۍ ټولو متزلزلو سیاستونو ته يې د امریکا په وړاندې نوې ساه ورکړه.

د امریکا د لوی قوت او پراخو دجالې تبلیغاتو په وړاندې د ځکمې به سر څوک ددې جوګه نه وه پاتې ، چه د امریکا له خوښې پرته یوې بلې خوا ته نظر وکړې.

دا هغه وخت ؤ ،چه د کفر زور دې پولې ته رسیدلی ؤ ،چه مسلمان د خپل ورور قاتل جوړ کړي ، له بل خوا مسلمان د اسلام په دښمنۍ کښې تر هر چا مخکښې کړي.

په دې وخت کښې د سیمې تش په نامه مسلمانانو د صلیب ملاتړ په خپله له صلیبیانو څخه هم ښه پر مخ روان کړی ؤ. دا او دیته ورته نور ډیر څه هغه حقائق دي ، چه په خپلو سترګو مو لیدلي او مشاهده کړې دي .

د کمزورو مخلصو مسلمانانو حوصلو هم نور ددې ځواب ورکړی ؤ ،چه بیا د څوک د اسلام د ګټلو سوچ وکړي ، یا دي دخدای جل جلاله له سپیڅلې دین څخه دفاع ته زړه ښه کړي .

هو ، د یو چا په طرف به چه کله د چا نظر ولګیده ، ورو ورو به ساه ور کښې څپانده شوه ،د یوې شیبې لپاره به يې د خوښۍ احساس وکړ، داسې به يې وانګیرله چه ، دغه کس خدای جل جلاله د یو لوی کار لپاره پیدا کړی،په دې به يې ځان ته ډاډ ورکړ ؛ چه دمظلومو اسویلیو لپاره وروستی د امید ځای همدغه ده.

همداسي وه،کله چه اسلامې امارت د هیواد په نورو برخو کښې سقوط وکړ،د هرې سیمې ،ولایت ،ولسوالۍ مربوط ټول مجاهدین خپلو سیمو ته ستانه شول ، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د امر په تعمیل يې د بیا مقاومت لپاره ځانونه چمتو کول .

د زرمت ولسوالۍ یو له هغو سیمو نه وه ، چه دصلیب په وړاندې له هر چا څخه مخکې د مقابلې تیاری ور کښې وشو، هو! دې اولنۍ مقابلې ته رښتیا هم ټینګ ایمان ،پخې عقیدې ،خدايې مینې ، دقربانۍ،ایثار جذبې، مضبوط عزم ،هوښیارتوب ،تدبیر او ډیر نور څه ته اړتیا درلوده؛چه دا په یو داسې امتحانې وخت کښې په چا کښې پیدا کول ، چه په دې مجاهدانه ،آمیرانه صفاتو متصف وي ډیر ستونزمند کار دی؛ خو لکه مخکې مو چه ورته اشاره وکړه ، چه دغه د مایوسیو په دوران کښې دیو چا په طرف دمجاهدینو او عامو مسلمانانو نظر متوجه ؤ.
شهید قومندان صاحب،([ملا سیف الرحمن منصور])هغه هیله، امید وه چې له ده نه سوا بل چا، دې سختیو ته د برداشت مقاومت قوه نه درلود، ځکه خو هم دهر چا هیلې تر ده پورې تړلي وي .

هلته له داسې ناخوالو سره مخامخ کیدل ؤ،چه دوستان ورځ په ورځ مخ په کمښت ؤ،هغه څوک چه ځان به يې د لومړۍ کرښې مجاهد باله ،په دې وخت کښې يې څرک نه لګیده؛که به پیدا شو هم ډیر دلایل ،اعذار ورسره وه،چه ځان پرې دکفرسره له مقابلې نه پرې برې کړي.

د منطقې د اکثره علمآؤ رجحان د نه مقاومت په اړخ ؤ،په دې برخه کښې يې ډیر کرته له شهید قومندان صاحب سره ،د قناعت ورکولو په موخه ناستې وکړي.

خو شهید قومندان صاحب ورته وویل چه موږ هر وخت ستاسې په فتوا جهاد کړی او بند کړی،اوس هم تاسي موږ شرعاً له دې ذمې نه خلاص کړئ زه شاهیکوټ ته نه خیږم.

د نمونې په ډول لاندې څو لنډې خبرې يې ورته دشرعې فتوا لپاره وړاندې کړې.

۱- روسان هم کفار وه،امریکایان هم کفار دي،چه د امریکایانو په وړاندې جهاد فرض عین نه ده،له روسانو سره مو ولې وجنګولو،هلته به مو هم دجهاد فتوا نه ورکوله تر اوسه به مو وطن ښه جوړ شوی وه؟

۲-له موږ سره په زر هاؤ خارجې مجاهدین کونډي ،یتیمان دي،که زه مقابله ونکړم ،دغه به ټول یا نیسې ،یا به يې شهیدانوي،او تورسرۍ به يې بې عزته کوي،او چه څه يې زړه غواړي هغه عمل به ورسره تر سره کوي،سره له دې چه د امارت له امریکایانو سره خبره ددوی په سر دې ځای ته را ورسیده؛اوس که دوی زما په سر نجات مومې زه خپل سر ترې قربان نکړم؟او زما وجود له دوی ټولو نه غوره ده؟

۳-که زه له امریکایانو سره مقابله ونکړمه ،تاسې مې ددې تضمین کوئ چه امریکایان به موږ ته هیڅ هم نه وايې؟

دا هغه څه ؤ،چه هر څوک يې پټه خوله کړه،بیا چا ددې جرئت ونکړ چه نور څه ویلو ته اړتیا ووينې . له دې سره یو مخیزه زور په دې شو ،چه مجاهدین باید شپه او ورځ خپل کارته متوجه و اوسي ،سنګرونه محکم کړي .

یوه خبره د پام وړ ده کله چه فیصله په دې وشوه ،چه دصلیبې کفر په وړاندې جهاد او مقابله حتمې ده ؛د ولسوالۍ په یوه کوچنې جومات کښې يې څو تنه علمآء طالبان او مجاهدین راټول کړه؛په ځینو نورو موضوعاتو له رڼا اچولو وروسته ټولو ته وویل چه شاهیکوټ ته زموږ ختل په دې طمعه نه دې چه بیا به موږ را کوزیږو.

په شهادت باندې بیعت ده ،هر څوک چه اماده وي و دي خیږي. رشتیا هم خپله وعده يې پوره کړه ،د قول ،عمل نمونه وه،څومره خلوص رښتینولې ـ صداقت سپینه پاکه خبر ،ښایسته نورانې چهره ،متواضع ،مینناک ،ددرنو ،سنګینو اخلاقو څښتن وو. له ده سره چه دقومندان لقب ،صفت څومره موزون ؤ،له بل چاسره مې و نه لیده.

کله چه په ذهن کښې را تیر شې،چه داسي څوک می لیدلای وای،چه رښتیا هم مجاهد وي ،بس دی مي سترګو ته ولاړ وي. نورې ډیري داسي ځانګړتیاوي دي ،چه وغواړې په چا کښې يې نمونه ووینې ، له ده نه به دي نظر وا نه اوړي. د ده د اخلاص ،قربانۍ په برکت دښمن ته دسر او مال درانه تلفات وا وښتل ،هلیکوپټرې ، طیارې يې نسکورې شوي،په سلهاو عسکر يې مردار شوه.

د دې کفر ځپونکې معرکې په برکت الله تعالی دهیواد په هرګوټ کښې جهادې خوځښتون پیل کړه،مړژواندي اولس یو وار بیاپه دې طمعه ژوند پیل کړ ،چه زموږ له آسمان څخه لا تر اوسه هغه ستورې نه دي لویدلې چه ددوی دځلا په برکت سهار را نږدې کیدونکی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x