ټولنیزه برخه

د پيدايښت حقیقت – د ډاروین د نظريې رد – نهمه برخه

ژباړه: دادمحمد ناوک

فوسیلونه

هغوی چې د ژوند د سرچينې د موندنې په تمه يې د تکامل فرضيې ته سترګې نيولې دي، د همدې فرضيې د اثبات لپاره او دا چې تاریخ په معلومو دورو کې کله هم د تکامل پېښه نه ده یاده کړې، فوسیلونو ته مخ اړولی؛ ډاروین هم همداسې کړي. هغه د یو شتمن سړي زوی و، لومړی يې په طب کې زده کړې پیل کړې، خو وروسته وتښتېده او درس يې پرېښود، په غرونو او ځنګلونو کې يې له وښو او نباتاتو سره جوړه شوه او زړه يې وشو، چې په الهیاتو کې زده کړه وکړي. د هغه نظري وړتیا پخپل ځای، خو د علمي وړتیا خونده يې نه وه، په الهیاتو کې يې هم سختې ستونزې ګاللې دي. وروسته د انګلیستان د دولت په مرسته د کښتۍ په وسیله، د لوی اقیانوس ټاپوګانو، جنوبي امریکا، افریقا، او استرلیا ته د مطالعې لپاره لاړ؛ هلته او په ګالاپاګوس ټاپوګانو کې يې حیوانات او د هغوی فوسیلونه مطالعه کړل، اورغورځوونکي غورونه يې ولیدل او د حویاناتو او نباتاتو نمونې يې سره راټولې کړي.
لنډه دا چې ډاروین د دې لپاره چې د انسان او بيزوګي د یو پلار دعوه ثابته کړي، دی اړ و چې د انسان او بیزوګي ترمنځ د درېیم حیوان ډول هم پیدا کړي، چې پرې ثابته کړي چې څنګه یو ډول (نوع) پر بل ډول بدل شوی دی، ځکه خو يې د فوسیلونو مطالعې ته ډډه ووهله. په دې اړه د فوسیل علماء ( پالینتولوګ) یا فوسیل پېژندونکي څېړنه کولای شي، که رښتینو فوسیل پېژندونکو د انسان او بيزوګي د فوسیلونو ترمنځ دا سې فوسیلونه پیدا کړل چې د دې دواړو نوعو تر منځ يې اړیکه قایمولای شوای او جینین پوهنې هم ورسره تایید کړه، نو وروسته له هغه دا نظریه د دې وړ ده چې په علمي کړیو کې پرې بحث وشي. تر څو چې داسې ونه شي، دا هیڅ امکان نه لري چې د تکامل دعوه دې د علمي تیوري په ډول ومنل شي.

د الوتونکو فوسیلونه
تر اوسه پورې ویل کېږي چې د الوتونکو فوسیلونه کشف شوي دي، چې اوږده لکۍ، غاښونه او پنجه لرونکي وزرونه لري، چې د «Archaeopteryx» په نامه يادېږي، چې د همدې فوسیلونو په اړه دوی دعوه کوي چې دا د الوتکو او خزنده ګانو ترمنځ فوسیلونه دي. د تکامل پلویان پر همدې خوښ دي او وايي چې داسې فوسیلونه به پیدا کړي چې د انسان او د لومړني ځمکني کرم ترمنځ به اړیکه ثابته کړي او په دې توګه به دوی دا هم ثابته کړي چې د انسان او بېزوګي ترمنځ هم فوسیلونه شته، چې یو ډول پر بل ډول بدلوي.

په داسې حال کې چې د کشف شویو فوسیلونو په اړه هیح دلیل نه لري چې الوتونکو او خزنده ګانو ترمنځ پرې خپلوي ثابته کړي. د «تکامل» کتاب لیکوال او د تکامل د فرضيې کلک ملاتړی عاطف شنګون وايي پخپل کتاب کې لیکي: « دا فوسیلونه داسې دلیل نه شي کېدلای، چې په علمي کړیو کې دې یاد شي.»  که چېرته کشف شوي فوسیلونه د دوی له دعوې سره سم د یو منځنۍ نوعې تایید کړلای، نو دا بېخې سخته نه وه، چې کونګ هم په دې برخه کې مطالعه شوی وای، دا چې کونګ یو تي لرونکی الوتونکی دی، کولای يې شوای په اسانۍ يې د الوتونکو او تي لرونکو ترمنځ منځني فوسیلونه (کونګ)  موندلي وای.

په داسې حال کې چې د کونګ په اړه ډېرې یادونې شوې دي او کونګ چې پیدا شوی همدا ډول دی، هیڅ تغیر يې نه دی کړی، پخپله د ډاروینستانو هم ورته نه دي پام شوي، چې د تکامل په فرضیه کې ترې کار واخلي. لکه په کونګ کې چې کوم فوسیلونه شته، همدارنګه غاښ لرونکي الوتونکي او هم پنجه لرونکي الوتونکي هم شته، چې د امازون په ځنګلونو کې اوسېږي او د «Opisthocomus hoatzin» په نامه یادېږي.

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x