غزني: د پولنډ پنځه تنه عسکر په یوه چاودنه کي ووژل شول

Polish_soldiers_killed_in_Ghazni_provinceنن ټکی آسیا: نن د چهار شنبې په ورځ د ایساف پنځه تنه پولنډي عسکر ووژل شول.

د ایساف د مطبوعاتی دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي، چي نن د افغانستان په ختیځه برخه کې د ماین چاودني له کبله د ایساف پنځه تنه عسکر ووژل شول.

ایساف دا نه ده څرګنده کړې چي وژل شوي عسکر د کوم هیواد اتباع دي، او یا پيښه په دقیقه توګه په کومه سیمه کي را منځته شوې ده.

د غزني ولایت د والي ویاند حضرت محمد غزنوي رسنیو ته ویلي چي نن له غرمې مخکي د غزني ښار اړوند د روضي په سیمه کې د پولنډي عسکرو پر یوه عراده موټر ماین وچاودېد چي له کبله يې درې تنه پولنډي عسکر ووژل شول، او یو ټپي شو.

خو عیني شاهدانو د نومړي دا خبري رد کړي او ویلي چي د پيښي په ځای کي پنځه تنه پولنډي عسکر وژل شوي ولیدل شول.

د بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په پيښه کې ۷ تنه سرتیري وژل شوي دي، او زیاته يې کړه چي د عسکرو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی.

پولنډ په افغانستان کي دوه نیم زره ۲۵۰۰ عسکر لري، او دا لومړی ځل دی چي په دومره شمېر يې عسکر په یوه پيښه کي وژل کیږي.

کتونکي په دې باور دي چي دا پيښه او په دومره شمېر د پولنډي عسکرو د مرګ اعلان به په پولنډ کي د جګړې په ضد او په افغانستان کي ددغه هیواد د عسکرو د شتون په ضد کرکه او نفرت را وپاروي.

NATO troops from the International Security Assistance Force (ISAF) investigate the site of a landmine in Ghazni province December 21, 2011. Three Polish soldiers were killed and one wounded when a landmine exploded in Afghanistan's central Ghazni province on Wednesday, a spokesman for the Ghazni governor's office said.

Polish soldiers with the NATO led International Security Assistance Force (ISAF) investigate the scene of a road side bomb in Ghazni, southwest of Kabul, Afghanistan, Wednesday, Dec. 21, 2011. Five Polish soldiers were killed Wednesday when the roadside bomb exploded , the alliance and a Polish official said. Poland is in the process of withdrawing some 100 out of the 2,600 troops it has in Afghanistan. So far this year, 532 NATO service members have been killed in Afghanistan. The attack on the Polish convoy brings the number of NATO troops killed in December to 16.

A destroyed military armored vehicle, right, belonging to Polish soldiers with the NATO led International Security Assistance Force (ISAF) is seen at the scene after it was hit by a road side bomb in Ghazni, southwest of Kabul, Afghanistan, Wednesday, Dec. 21, 2011. Five Polish soldiers were killed Wednesday when the roadside bomb exploded in eastern Afghanistan, the alliance and a Polish official said.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د