افغانستان

دوو عسکرو خپل قومندان او شپږ ملګري ووژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالي کې تېره شپه دوو عسکرو خپل قومندان او د پوستي شپږ نور ملګري وژلي او تښتېدلي دي.

دغه برید تېره شپه د یادې ولسوالي د ادم خان د ناقلو سیمه کې د سپین ږیري په پوسته کې شوی، چې د پوستې د قومندان په ګډون پکې ۷ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه بریدګر د دوی نفوذي ملګري و او له برید وروسته دوی ته له مهماتو سره روغ ور رسیدلي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې په برید کې د پوستې قومندان سیدولي او شپږ نور عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي.

په ورته وخت کې نن سهار د رزوګان په چهارچینو کې هم دوو پولیسو خپل دوه نور ملګري وژلي او طالبانو ته ورتښتېدلي دي.

یاده دې وي خپل منځي نښتو چې طالبان يې نفوذي بریدونه بولي په افغان عسکرو کې د بې باوري فضا غښتلې کړې ده، چې ښايي د عسکرو له لیکو د تېښتې یو علت هم همدا وي.

د سیګار د راپور له قوله په افغانستان کې د شاوخوا دریو لکو کسانو له خوا د پولیسو د دندې کارتونه اخیستي، خو يوازې یو سل اوه پنځوس زره يې په دنده بوخت دي او نږدې نیمايي يې نشته.

په ورته وخت کې دې ادارې د ملي اردو له لیکو هم د زرګونو عسکرو د تېښتې راپور ورکړل شوی، چې ملي دفاع وزارت يې تایید نه دی کړی.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي، ويلي خو تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د نورو امنیتو ارګانونو په اړه وویل چې دوی رسنیو ته معلومات نه شي ورکولای او د معلوماتو یواځينۍ سرچینه به د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x