افغانستان

سږ کال د زړورتیا نړیواله جایزه افغان پيلوټې ته ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده، نن پنجشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د زړورتیا نړیواله جایزه افغان پيلوټې نیلوفر رحماني ته ورکړل شي.

دغه جایزه هر کال د ښځو د نړیوالې ورځې تر رارسېدو وړاندې د امریکا د حکومت له لوري هغو ښځو ته ورکول کېږي، چې د دوی پر ټاکلیو معیارونو پوره وخېژي.

د دوی په خبره د دې جایزې لپاره د نوماند ګټونکو لپاره معیارونه دا دي چې باید د ښځو د کار په برخه کې، د عدالت په تامین، سولې او بشري حقونو په برخه کې يې د دوی په ارزښتونو برابر کار کړی وي.

یو ویشت کلنه نیلوفر رحماني چې د افغان عسکرو په هوايي برخه کې پر دنده بوخته ده، سږ کال د غويي د میاشتې په دیارلسمه له خپلو زده کړو فارغه او پرخپله دنده يې عملاً پیل وکړ.

یو ویشت کلنه نیلوفر، د خپل بهرني همکار لکچر ته غوږ ده.
یو ویشت کلنه نیلوفر، له خپل بهرني همکار سره.

د امریکا له یرغل سره جوخت د زړورتیا نړیواله جایزه پرلپسې څو افغان مېرمنو ته ورکړل شوې ده، چې د دوی په خبره دې مېرمنو د ښځو د حقونو په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

دغه جایزه چې د نړۍ لسو تنو مېرمنو ته ور کول کېږي، تېر «۲۰۱۴م» کال هم افغان مېرمنې نسرین اوریاخېل دغه جایزه د مارچ په څلورمه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د مېرمن مېشل اوباما له لاسونو واخیسته.

نیلوفر له خپل بهرني استاد سره د دندې په مهال
نیلوفر له خپل بهرني استاد سره د دندې په مهال

تر دې وړاندې په «۲۰۱۳م» کال کې بیا یوې افغان مېرمنې او د ګډ حکومت د ښځو چارو وزارت لپاره ناکامې نوماند وزيرې نجیبې ایوبي  ته د خبریالي په برخه کې د زړورتیا نړیواله جایزه ورکړل شوه او تر هغه هم وړاندې په «2012م» کال کې د مریم درانۍ په نامه بلې افغان مېرمنې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زړورتیا نړیواله جایزه تر لاسه کړه.

د نیلوفر افغان ملګري د هغې له ازمايښتې الوتنې وروسته هرکلی کوي.
د نیلوفر افغان ملګري د هغې له ازمايښتې الوتنې وروسته هرکلی کوي.

مریم درانۍ چې د جایزې د ورکړې په وخت د کندهار د ولایتي شورا وکیله وه، د ۲۰۱۲م کال د مارچ په نهمه يې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن څخه دغه جایزه تر لاسه کړه.

یاده دې وي د زړورتیا دغه نړیواله جایزه او د دې جایزې لپاره ټاکلي معیارونه افغان ولس مناسب نه بولي او وايي چې دا د «غربیانو» یو دام دی.

د کابل ښار اوسېدونکی او داودخان په وخت پوځي کارکوونکی ډګروال صمدخان وايي چې د ده لپاره دا ډېره جالبه ده، چې په ټوله نړۍ کې هر کال یوې افغان مېرمنې ته هم دا جایزه ورکول کېږي. هغه وايي: «په دې کې ماته لوی چل ښکاري، کنه په دې دومره لویه دنیا کې هر کال د افغانستان یوه ښځه د دې جایزې وړونکې کېږي، دا زموږ په ارزښتونو پورې خاندي او غواړي ښځې مو د دوی په څېر کړي.»

په ورته وخت کې ډېری مدني فعالان دا د هېواد لپاره ویاړ بولي او تر ډېره په ټولنیزو رسنیو کې د جایزه ګټونکې افغان مېرمنې ستاینې او ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

لعنت الله علی الکافرين و اعوانهم

Hameed

دا خبر سره لدی مبتذلو عکسونو د آیساف مفتی ته ورولیږی چی وایی ما از خاک ، ارزشهای والا اسلامی و نوامیس کشور دفاع میکنیم ما آزاد هستیم و طالب مزدور اجانب است ښه نو د آیساف مفتی دفاع از ارزشهای والا اسلامی و نوامیس کشور همدغه ده چی د وطن ناموس دی په خپل ملک کی د امریکایانو په غیږ کی ده او ته یی له خپلی دی لس متره ږیری سره نظاره ګر یی آفرین همداشو منطق تف لعنت دی وی پدی شیطانی منطق او افسوس دی وی دهغو کسانو په حال چی اوس هم دده پدی خبرو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x