طالبان: افغانان په اسلامي او ملي روحيه تړلی ولس دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په دې وروستيو کې د ګډ حکومت او امريکايي چارواکو تر منځ د بهرنيو عسکرو د پاتې کولو خبرې او ټينګار د رسنيو مهم خبرونه دي او د ګډ حکومت مشر اشرف غني له امريکايي چارواکو غوښتي، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو په وېستو کې بيړه ونه کړي او په دې پرېکړه بايد بيا کته وکړي.

د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر هم د اشرف غني د ټينګار او غوښتنې په ځواب کې ويلي، چې دوی به هېڅکله خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي.

طالبانو په خپله اونيزه تبصره کې د ګډ حکومت او امريکايي چارواکو پر دغو څرګندونو نيوکې کړي او زياتوي، چې هېواد کې د بهرنيو عسکرو شتون او دغه ډول څرګندونې د اشغال د دوام هڅې دي او افغانانو ته هېڅکله په هېڅ صورت د خپل هېواد اشغال د منلو نه دی.

تبصره زياتوي، چې ګډ حکومت هېڅ ولسي ملاتړ نه لري او ښه ثبوت يې ولسمشريزې ټاکنې دي. « د انتخاباتو امریکایي او دروغژنه پروسه هم له رسوایي سره مخ شوه، هغوی په دي حقیقت هم پوهیږي چې یوازې او یوازې اشغالګرې قواوې دي چې د لاسپوڅي ادارې د پایښت او بقا ضمانت کولای شي.»

طالبان وايي، چې د امريکايي چارواکو له لوري د ۲۳۰۰ نورو امريکايي عسکرو رالېږل د ګډ حکومت په غوښتنه شوي او دواړه لوري غواړي، چې د افغانستان حالات د خپلو ګټو لپاره کړکېچن او تاوجن کړي او له دې لارې د هېواد اشغال ته دوام ورکړي.

طالبانو د خپلې اونيزې تبصرې په ترڅ کې ډاډ ورکړی، چې افغان ملت د ايمان، دوستۍ او افغانيت په مزو تړل شوي او سوونو کاله يې د اسلام تر سيوري لاندې ارام ژوندی کړی دی.

د تبصرې په پای کې راغلي: « دښمن ته پکار ده چې ځان ښه پوه کړي چې د افغانستان ټول قومونه او ټبرونه د الله جل جلاله په فضل او رحمت د خپلمنځي اړیکو د جوړیدو خورا ښې تجربې لري، زموږ په مینځ کې د الهي اتصال مزي د رغیدو په حال کې دي، موږ ټول اراده لرو چې د الله پاک په مرسته د دښمن وروستنۍ هڅئې هم شنډې کړو.»

د څارونکو په اند طالبان غواړي، چې افغان ولس ته ډاډ ورکړي، چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته به افغانستان کې هېڅ ډول ستونزې او قومي جګړې نه وي او افغانان کولای شي، چې د اسلامي او ملي روحيې په حاکمولو داسې يو نظام رامنځته کړي، چې ټول ولس ته د منلو وړ وي او د دغه نظام تر سيوري لاندې افغانان په سوله او ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Khalid
میلمه
Khalid

we really proud of nunn.com it is the real voice of afghan people