طالبان : په زابل کې مونن بله چورلکه نسکوره کړه

.

نن ټکی اسیا : وسله والو طالبانو دزابل ولایت کې دشاجوی ولسوالۍ کې دیوې بلې امریکایې هلیکوپترې درانسکورولو خبر ورکړ .

 

دوسله والو طالبانوویاند قاري محمدیوسف احمدي رسنیو ته ویلې چې (تیره شپه نهه بجې دشاه جوي ولسوالي دغلام رباط په سیمه کې دامریکایي ځواکونه یوه  دوه څرخه هلیکوپتردمجاهدینوله لوري تربریدلاندي راغله او راوغورځیده،او په الوتکه کې ناست کسان ټول ووژل شول ) .

ویاندویلې چې الوتکه هغه مهال وویشتل شوه کله چې امریکایې ځواکونو دتېرې ورځې رانسکورې شوې الوتکې ټوټې لیږدولې چې دمجاهدینو له لوري چې وار لمخه یې لا کمین نیولی وو ، راوپرځول شوه .

تردې دمه په افغانستان کې دخارجي ځواکونو ددفتر له خوا دپېښې په اړه څه ندې ویل شوي .

عابرمسافر / نن ټکی اسیا

 

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د