
نيويارک: د مسلمانانو اخترونو لپاره به ښوونځي دوه ورځې رخصت وي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): نيويارک کې به د مسلمانانو د کوچني او لوی اختر په اوله او دوهمه ورځ ټول ښوونځي رخصت وي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د نيويارک د ښاروال بيل ډي بلاسيو له قوله ليکلي، چې د نيويارک مسلمانانو سره خپله ټاکنيزه وعده عملي کوي او له دې وروسته به د کوچني او لوی اخترونو په ورځو کې د نيويارک ټولې تعليمي ادارې تړلي وي.
له دې وړاندې پر مسلمانانو دا شرط و، چې يا به ښوونځي ته ځي او يا به د اختر رخصتي کوي.
د نيويارک ښاروال رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د مسلمانانو د اخترونو په ورځو کې به ۳۶٪ زدهکووننکي درسونو ته نه راتلل او د دې لپاره ښه پرېکړه دا ده، چې په دې ورځو کې ښوونځي رخصت شي.
له تېرو څو کالو راهيسې د امريکا ګڼو ايالتونو لکه نيوجرسي، ميشي ګن، ميسي چيوټس او څو نورو ايالتونو کې د کوچني او لوی اخترونو رخصتۍ لمنانځل کيږي.
د ۲۰۰۸ م کال د کولمبيا پوهنتون د سروې له مخې د نيويارک په ښوونځيو کې لس سلنه زدهکوونکي مسلمانان دي او له تېرو نهو کالو د نيويارک مسلمانانو هڅه کوله، چې د دوی دواړه اخترونه په رسمي توګه ومنل شي او د دواړو اخترونو په لومړۍ او دوهمه ورځ بايد تعليمي ادارې رخصت وي.
د نيويارک مسلمانانو ويل، چې حکومت د یهودانو او مسيحيانو اختر ته رسمي رخصتي اعلانوي او مسلمانان هم دا حق لري، چې د دوی اخترونو په ورځو کې تعليمي ادارې رسما رخصت شي.
يو شمېر سخت دريځو امريکايانو د نيويارک ښاروال په دې پرېکړه نيوکې کړي او زياته کړې يې ده، چې د مسلمانانو د اخترونو په ورځو کې بايد رسمي رخصتي اعلان نه شي.
د نيويارک ښاروال ښاغلی ډي بلاسيو د دې خلکو په ځواب کې وايي، چې دوی دې د امريکا اساسي قانون وګوري او د امريکا بنسټ هم د ګڼو اديانو په منلو کېښودل شوی دی او هېڅوک بايد د خپل هېواد له اساسي قانونه سرغړونه ونه کړي.