افغانستان

پاکستان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل ښه ګام بللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): پاکستان د امریکا وروستۍ پریکړه ستایلي چې غواړي د خپلو ځواکونو د ایستلو په مهال ویش له سره غور وکړي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر جلیل عباس په دې اړه کابل ته د امریکا د وزیر دفاع اشټون کارټر سفر او هلته د ځواکونو د ایستلو په مهال ویش له سره د غور پریکړي ته په اشاره سره وویل، چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا هر هغه اقدام او پریکړه ستايي چې له کبله یې د دغه هیواد ځواکونو ته په افغانستان کې د پاته کیدو موقع برابریږي.

باید وویل شي چې تیره میاشت د امریکا نوي وزیر دفاع د خپلې دندې تر لاسه کولو وروسته کابل ته یو ناڅاپۍ سفر وکړ او د خپل سفر پر مهال يې د ګډ حکومت مشر سره په خبري کانفرانس کې وویل چې اشرف غني له غوښتي چې د امریکایي عسکرو د ایستلو پر پلان دې له سره غور وکړي او دوی به خپل عسکر په بيړه له افغانستانه نه باسي، مګر وروستۍ پریکړه به د روان مارچ کې هغه وخت وکړي کله چې اشرف غني امریکا ته سفر وکړي، او د امریکايي چارواکو سره په دې اړه بحث وکړي.

اشرف غني واک ته د رسېدو په دوهمه ورځ امریکا سره جنجالي امنيتي تړون لاسلیک کړ کوم چې حامد کرزي د غلامۍ تړون بللی وو، او د هغه پر نه لاسلیکولو یې ټینګار درلود، اشرف غني همدا راز امریکايي عسکرو ته یو ځل بیا اجازه ورکړه چې په مشتبه کسانو په سي د افغانانو کورونو باندي د شپې له خوا چاپې ووهي، او همدا راز ویل کیږي چې د حامد کرزي په وخت کې ناقانونه بلل شوي د بګرام بندي خانې ته یو ځل بیا د بندیانو د لېږد پروسه پيل شوې ده او هغه بندیان چې په تیر حکومت کې پل چرخي زندان ته انتقال شوي وه، یو ځل بیا بګرام ته وړل شوي.

نوموړي پر اوباما غږ کړی چې د افغانستان څخه دې د خپلو عسکرو د ایستلو پلان وروستی پلان نه بولي، بلکي هغه دې داسي یو پلان وبولي، چې هر وخت غور باندي کیدلای شي، او هر وخت ادلون بدلون په کښي راوستلای سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یتیم زابلی

له پاکستان نه هم دا طمع کیدله څکه د امریکایانو په شتون کی به افغانستان نا ارامه او د دوی من او سلوی به جاری وی او د ځینو ګټو تضمین به یی سهامی دولت کړی وی او د اسلام پالو په ځپلو کی به مرسته ورسره وکړی طالبان باید ددی عکس له دولت سره د خپلو شرائطو په منلو د پاکستان له حضوره پرته مذاکرات وکړی او په پاکستان کی د اسلام پالو کلکه ننګه وکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x