
کابل: مدني فعالانو د «حجاب» پر ضد لاریون وکړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه ۱۳۹۳ل): پلازمېنه کابل کې څو تنو پروژهيي نارینهو چې چادرۍ يې اغوستلې وې د چادرۍ پر ضد لاریون وکړ.
نېږدې ۲۰ کسان چې ځانونه یې د مدني ټولنې فعالان ښودل نن په کابل کې د چادرۍ اغوستلو سره د پل سرخ څلور لاري څخه د بشري حقوقو مستقل کمېسیون دفتر پورې د چادرۍ ضد لاریون وکړ.
د امریکا په مشرۍ په افغانستان د نېږدې ۵۰ هېوادونو یرغل نه یوازې افغانستان ځمکه اشغال کړه، بلکې د هېواد د کلتور، دین او رسم و رواجونو د لمنځه وړلو لپاره یې هم هلې ځلې پیل کړې.
د دیموکراسۍ په تېرو څو کلونو کې بهرنیو ځواکونو د رسنیو د لارې د افغان کلتور د لمنځه وړلو لپاره پراخه مصارف وکړل چې له کبله یې د پخوا په پرتله په هېواد کې فحشا ډيره رایج شوه. همدا راز يې سلګونه مدني ټولنې تاسیس کړې چې پر مټ یې ځېنې هغه کارونه وکړای شي چې دوی یې په ډيرو پیسو نه شي ترسره کولی.
په کابل کې د مدني فعالانو دغه نېږدې شل کسیزې ډلې ویل چې د چادرۍ په اغوستلو سره غواړي چې د ښځو سره همدردي وښيي.
دوی ویلي چې چادري په ښځو تحمیل شوې او هغوی په چادریو کې ډيرې ستونزې لیدلي دي.
د مدني فعالانو په نوم دغو کسانو د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د ښځو ستونزو ته جدي توجه وکړي، د ځانوژنې او د انجونو د اجباري واده مخه ونیسي.
دغه کسان چې زیاتره د مسیحي مبلغینو او بهرنیو سفارتونو لخوا د پیسو په بدل کې دغه کار ته هڅول کیږي وايي چې د چادرۍ اغوستل سخت دي او دوی د چادرۍ په اغوستلو داسې احساس کوي لکه بنديان چې وي.
بل پلو دیني علما او عام وګړي د چادرۍ پر ضد د مدني فعالانو دغه لاریون غندلی او دا یې د اسلام سره منافي عمل بللی دی.
دیني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن وايي چې د مدني فعالانو دغه ۲۰ کسیزې ډلې د قران او سنت په صریح امر «حجاب» اعتراض کړی دی.
هغه وايي څوک چې په حجاب اعتراض کوي، په صراحت سره په الله کافر دی او د اسلام د دایرې وتلی دی. فروتن وویل چې دغه کسان «د یوې ذرې په اندازه غیرت نه لری».
هغه ټینګار وکړ چې «دغه خلک بې غیرته دي، دوی د ښځو حقوق او ارزښتونه نه پيژني، حجاب هېڅ د زدهکړو سره ټکر نه لري، حجاب ظلم نه؛ بلکې بې حجابي او بې عفتي ظلم دی. حجاب د ښځو ساتنه کوي. څومره چې حجاب مراعات شي هومره اندازه ښځه محفوظه وي.»
فروتن له قوله چادري په افغانستان کې اوږد تاریخ لري او افغان مېرمنې ترې په حجاب کې ګټه اخلي.
هغه په دغو څو کسانو چې پر چادري یې اعتراض کړی، غږ کړی چې که ريښتیا د ښځو سره همدردي لري نو له خورګانو، مورګانو ، مېرمنو او ګاونډیانو سره دي ښه چلند وکړي.
ده زیاته کړه چې په هېواد کې فقر او غریبي اوج ته رسېدلې، دوی که د ښځو سره همدردي ښيي د کونډو رنډو سره دې مرسته وکړي.
په عین حال کې د ابو ریحان لیسې یوې استادې نظیفې ابراهیم پژواک خبري اژنس ته ویلي له پیله چادري اغوندي او په چادرۍ کې ډير سوکالي احساسوي.
همدا راز د قلعه زمان خان اوسیدونکې ۲۹ کلنې نیلاب ویلي چې په خپله خوښه چادري اغوندي، سوکالي احساسوي او هیچا پرې چادري نه ده تحمیل کړې.
نیلاب زیاته کړې چې «چادري له مور او نیا څخه په میراث راپاتې ده او څوک چې د چادري په اړه څه وايي ښه کار نه کوي. هر هېواد خپل کلتور او عنعنات لري او باید مسخرې پرې ونشي».
په ټولنیزو رسنیو کې هم دغه کار ډیر غندل شوی. فیسبوکي فعالانو دغه کار «پروژيي» او افغاني کلتور ته توهین ګڼلی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ګډحکومت ولسمشر مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) هم په فرانسه کې پر حجاب لګیدلی بندیز ستایلی و، چې د ولس له سخت غبرګون سره مخ شو.
د جان کیري په منځګړیتوب د ګډحکومت راتګ سره اسلامي شعایرو ته توهین زیات شوی دی خو د حکومت لخوا یې هېڅ مخه نه نیول کیږي.
لابه یې واوري ، داپه حقیقت کې مدني فعالان نه بلکه مدني حرامیان دي باید چې ټول ووژل شي ، چادرې چې دافغانیت اواسلام یو سیمبول دی باید پوره احترام ورته وشي
د ډيموکراسۍ په دوران کې به ډېرڅه لاووینۍ ، دامدني فعالان نه بلکه مدني حرامیان دي باید سرونه یې غوڅ شي ا چې د افغانانو په عنعاتو رشخند وهي
د تعجب او حیرانتیا وړ خبره خو داده چی تش په نامه پخوانیو جهادی رهبرانو او اوسنیو د آیساف او ناټو مفتیانو د کمونستانو او روسانو په مقابل کی خپل د جهاد مبرر دهغوی ضد اسلامی او ضد افغانی کړنی عنوانولی ولی اوس په خپلو سترگو وینی چی په اوسنی امریکایی حکومت کی د کمونستانو او روسانو له وخت نه لا خطرناکی ضد اسلامی او افغانی کړنی روانی دی ولی دوی یی په وړاندی چپه خوله ده او هیڅ هم نه وایی د آیساف مفتی ته خو همیشه په خپلو څرګندونو کی د طالبانو غندنه کوی او وایی چی دا… نور لوستل »
هغه مخکښي ورځ بیا ښځي خپل …. او ….ښکاره کړي وو.
صیبه دا زمني ټولنه ده مدني نه، ځکه چي مدني ټولنه کي ټول د هغه شیانو څیړنه کیږي کوم ته چي خلک ضرورت لري، دا خو د یو څو ډالرو په مقابل کي د یو کوچنۍ مودې لپاره کیږي او هدف یی صرف شهرت او د مشرانو هدف یی صرف په یو کلک اسلامي هیواد کي فحشا خپرول دي.
په دې اړه د اسلامي لارښود غبرګون
http://www.dawat610.com/archives/10625