طالبانو دمحلي ملیشودجوړیدو پلان په کلکه وغندی

.یوه تازه اعلامیه چې دطالبانو په رسمي ویب پاڼه (الاماره )کې خپره شوې ،طالبانو ویلي دخارجي ځواکونو له لوري په هیواد کې په یوه او بل نامه دبې مسولیته محلي ملیشودلازیاتولوله پلان نه دا څرګندیږي چې دښمن له سختې کمزوري او ضعف سره مخ دي ،په اعلامیه کې دخارجي ځواکونو داپلان په کلکه غندل شوی. داعلامیه چې دایمیل له لاري ګڼو رسنیو ته لیږل شوي یوه کافي یې دنن ټکي اسیا ادرې هم ترلاسه کړې چې کټ مټ یې نشر ته سپاري.

په هيوادکې ديرغلګرولخوادمحلي مليشو دلازياتولوپه اړه داسلامی امارت  اعلامیه

داچې په دا ورستيو کې دبهرنيو يرغلګرو دځینو جنرالانو څخه واوريدل شول چې دوی غواړې په هيواد کې په يوه او بل نامه دټوپکي مليشوجوړولو پروګرام ته لاهم پراختيا ورکړي او محلي بې مسئوليته مليشې جوړې کړي  دا ددي خبري څرګندونه کوي چې يرغلګرڅومره دضعف اوکمزوري سره مخ دي ځکه په محلي مليشوباندې دامنيت ساتل دنهايت مایوسۍ او کمزوري نښه ده ،په داسي حال کې چي دوی خپله لس کاله مخکې همدا ملیشې د(ډي ډي ار)په نامه بې وسلې کولي خونن بیرته ځان ورته مجبوره بولي او تقویه کوي یې داپه دي معنی چي په افغانستان کې نورو ټولوحربواوتاکتيکونوکارندی ورکړی،اودتیرولسوکلونوپه دوران کې داشغالګروټولي ستراتیژۍ اوپلانونه،نه تنها ناکامه شوي بلکي دومره په شاتللي چی اوس دپخواني شوروي اتحاد دړنګیدوپه حالت کې دهغوی ناکامه تجربي تکراروي اودمحلي مليشوپه جوړولواو ډيرولوسره په ښکاره توګه  دمحلي اختلافونو راټوکيدلوته زمینه برابره وي اوداسي ښکاري چي هغوی نور په افغانستان کې خپله راتلونکې روښانه نه ویني چي دايي په کامل شاته تګ او ضعف ښکاره دلالت کوي ،ځکه خودشکست په حالت کې له افغانانو څخه دوروستي انتقام په غرض  ددې هیواد دوروڼوقومونو ترمنځ  دنفاق په شیندلو سره غواړي چي هغوئ یودبل په خلاف استعمال  اوددې کار لپاره  مختلفې دسیسې په کارواچوي چې    یوه يي هم  په هیوادکې دغه داربکي جوړولو بدنامه پروسه ده کومه  چې دشوروي داشغال پرمهال دوخت ګوډاګیورژیمونو هم دخپلې بقاء او دیوموټي افغان ولس دټوټې کولولپاره ترې د یوې حر بې په توګه کار اخیستی وو ،هغه چې  هر افغان ته  يي دګیلم جمو اونورو مزدرو ملیشو په نوم  ترسره شوي جنایات ښه وریاد دي .

دغه  مزدورې ملیشې که پرون روسانو دقومي کنډکونو ترنامه لاندې  ایجاد کړې وې نن یې ماتې خوړلې امریکایان  دنوم په تغیر سره داربکیو اومحلي پولیسو ترنامه لاندې دایجادولو او پراخولو په لټه کې دي ،ددغې استعماري پروسې له ایجاد نه  دپخوانیو شورویانو اوننیو یرغلګرو امریکایانو هدف یو دی او هغه  دافغانانو په لاس دافغانانو وهل،دخپلوغلاموحکومتونوساتل اوبیاورباندې هغه جنایتونه ترسره کول کوم  چې دوئ یې نور  له ترسره کولو عاجزه شوي دي، خوڅرنګه چي هغوملیشوله خپلوټولوظلمونواووحشتونوسره سره کمونیستي مزدور ریژیمونه ونه شوای ساتلی  نو داننئ ملیشي به یې هم ونشي ساتلای ،  انشاءالله تعالی.

ددغې  بدنامې  پروسې په مخنیوي کې  زموږ دهيواد دیني عالمان،ولسي مخور سپین ږیري اوټول نفوذلرونکي شخصیتونه لويه ونډه لرلای شي ،داچې دهیواد وضعیت له ډیر نازک پړاو نه تیریږي دوطن بانفوذه شخصیتونه باید دمکاردښمن ټولو شوموپلانونواو دسیسو ته په پوره جدیت سره متوجه اوسئ او هیڅ کله اجازه ورنکړي چې  دخپلې  مربوطې سیمې تنکي ځوانان يې دڅوډالرو په مقابل کې  یرغلګرو امریکایانو ته  ذلیلانه چوپړ ووهي اوبیايې مرګ اوژوند دخپلوکورنیولپاره  پیغور شي  .

اسلامی امارت  ديرغلګرو  دغه  شوم پلان په سختو ټکو غندي  او دا زموږ دهيواد دبربادۍ کندې ته دلا ورټيل وهلو په معنی بولي ،او دمخنيوي لپاره به يي خپلې ټولې لازمې کړنې ترسره کړي  ددې سره په څنګ کې موږ په نړيوالو حقوقي ادارو او بشر پالوسازمانونو باندې هم غږ کوو چې نور يرغلګر هيوادونه پري نږدي چې دخپل شکست په حالت کې زموږپه وطن کې دغه بدمرغه فتنه ترشاپریږدي او دبي مسئوليته اوپه نشواخته افرادو په لاس کې دټوپک په ورکولوسره دخلکو ژوند ته نوي تهديدونه ايجاد کړي ،ترڅودخلکو سر ،مال او عزت ته لاهم دزيان اړولو پروسه پرمخ يوړل شي ،ځکه ددغه شوم پلان په عملي کولواو لاپياوړي کولوسره دعاموبي دفاع ملکي خلکو ژوند اوسکون لاډير دخطرسره مخ کيږي او ددغو محلي بدنامومليشو لومړني قربانيان په مخامخ توګه زموږ بي دفاع  ملکی خلک دی  .  

دافغانستان اسلامی امارت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د