fbpx

کابل کې مدني فعالانو «خر» ولمانځه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۱۴مه ۱۳۹۳ل): په پلازمېنه کابل کې یو شمېر مدني فعالانو «خر» ولمانځلو.

دغه ناسته نن /پنجشنبه، کب ۱۴مه/ په کابل کې څو تنو مدني فعالانو دایره کړې وه.

مدني فعالانو ویل چې افغانان په نړۍ کې د «ترهګرو او د تمدن ضد» معرفي شوي؛ خو د افغانستان خلک په حیوان هم ظلم نه مني.

افغانستان چې هره ورځ ترې نړۍ ته یوازې د جګړو خبرونه رسیږي، د زورواکانو لخوا پر اشرف المخلوقات ظلمونه کیږي، د خرو لمانځل یو نادر او له منطقه لرې کار بلل کیږي.

د افغان ملي غورځنګ یو غړي عطاء الله حیران نننۍ غونډې ته ویلي چې دوی په نړۍ کې د ترهګرو، د پوهنې، تمدن او پرمختګ دښمنانو په توګه مشهور شوي دي او دوی د «خر» نمانځغونډه په دې خاطر جوړه کړه چې د افغانستان خلک ولو که پر «خر» هم وي، د ظلم تحمل نه لري.

هغه زیاته کړه چې دوی «خر» ځکه لمانځي چې معلومه کړي چا خدمت کړی او چا خدمت نه دی کړی. «دا چې خر بار وړي او کار کوي دا حیوان دی او د ده ملګری دی، ظلم پرې نه مني او کارونه یې د درناوي وړ دي».

د «خر» دغه لمانځونکي وايي چې په فیسبوک کې يې یو ملګري لیکلي وو چې «خر یو بې قدره خدمتګار دی»، له هغې ورځې دی مجبور شو چې ۳ میاشتې پرلپسې د بېلابېلو کتابونو او انترنیت څخه په استفادې معلومات ترلاسه کړي او ویې غوښتل چې د دغه حیوان دفاع کې یو غونډه جوړه کړي.

یاد مدني فعال په فاتحانه انداز غونډې ته وویل چې «دا کړنه زما لپاره ډیر ستر کار دی، داسې لکه اټک مې چې فتح کړی وي، داسې لکه تهران مې چې فتح کړی وي».

یادې غونډې ته د «خره» نورو پلویانو هم ویناوې اورولي دي.

بل پلو دیني علماوو او په ټولنیزو رسنیو کې فیسبوکي فعالینو دغه کار غندلی او دا یې بې فایدې کار ګڼلی دی.

دیني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن وايي چې دغه ډول غونډې جوړول هېڅ شرعي توجیه نه لري. هغه وايي چې هره ورځ سلګونه کسان تر واورو لاندې کیږي او سلګونه کسان په جګړو کې وژل کیږي او دوی د «خر» په غم کې دي.

«په هېواد کې مو د انسان حقوقو کوم پر ځای شوي چې دوی د خرو حقوق پر ځای کوي»

دغه عالم وايي چې دا د «دښمنانانو دسیسې دي چې افغانان نړۍ ته داسې معرفي کړي چې هېڅ منطق نه لري. هره ورځ لسګونه کسان وژل کیږي او تاسو وايئ چې په خر ظلم مه کوئ، نن ورځ چې څومره ظلم په انسانانو کیږي په خرو نه کیږي».

مولوي فروتن له قوله د اسلام په مقدس دین کې په هر ډول ژوندي انسان وي که حیوان، الوتونکی وي یا حشرات حرام دي. د حیواناتو پیدا کولو انسان ته د فایدې رسولو په خاطر شوي.

بل پلو په فیسبوک کې مدني فعالان یاد کار غندي. دوی وايي چې په دغه ځای کې پوهان لمانځل کیږي ولې نننۍ غونډې پوهان او نور خدمتګاران د «خرو» سره برابر وښودل.

د یادونې وړ ده چې یاده غونډه په کتاب ښار کې شوې، چېرې چې تر دې وړاندې ډیری پوهان، لیکوال او شاعران لمانځل شوي دي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

وایمه چی ټوله دنیا مو تروریستان وګڼی خو چی الله (ج) تروریستان نه یو ګڼلی نو پروا یی نه راځی حسبی الله ونعم الوکیل افغانیت یعنی اسلامیت، غیرت، میړانه او په شرعی چوکاټ کی آزادی او استقلال طلبی دا تش په نامه افغان مدنی فعالان دی نور اصیل افغانان نه شرموی او له خپلو دی خرتوبیو او خر لمانځلو نه دی لاس واخلی کنی په ضرر به یی تمامه شی

عارف
میلمه
عارف

زه خو وایم دا چا چې خر نمانځلی په حقیقت کشې خپله تر خره کم نه دي، دلته د انسان قدر نشته او په انسانانو څوک رحم نه کوي خو دوی پیا په خره زړه سوځوي او مانځي یې کاشکي چې خر په د پوهیدلی او د دوی نه یې مننه کړې وای په د وروستیو کې د مدني فعالانو هڅې زیاتې شوې دي لکه څو ورځې مخکې چې یوې مدني فعالې خپلې کونې او سینې ته زغره وراغوستې وه او نن دا دي په یوه ورځ شلو تنو ځوانو مدني فعالانو د حجاب په ضد لاریون وکړ او تاسې… نور لوستل »

حق جو
میلمه
حق جو

خر او خرپالنه په متلونو کې خر مې دې هم ورک وي چې دخرڅګیر مخ نه وینم خره ګوره په سارا شپه ګوره خر د کشمالو په بوی څه پوهیږي خرپال چې تر خره کم شي غوږ یي د پریکېدو دی . خرپال ته چې ووایې د خره زو… نو جنګ درسره کوي په کومه ډله کې چې د سړو کاختي شي نو بیا خره لمانځي. خرپالان هم خره دي خو پر لکۍ کم خر په اته خرپال یي په شپیته خر په لمانځنه نه آس کیږي خره ته یي ویل زوی دې وشو ، ویل یي : خپل بار… نور لوستل »

سعيدالرحمن لبيب
میلمه
سعيدالرحمن لبيب

د عربي د لغت متل دي (الجنس يميل الي جنسه )
دا هم خره دي نو زكه يي ورسره د خرو غم دي .

کندهار
میلمه
کندهار

بیا یی کور ودان مدنی فعالانو ددوی خپل پلا ر ته په درنه سترګه وکتل

عبدالرحمن منگل
میلمه
عبدالرحمن منگل

دلته تولو چارواکو د افغانستان لپاره کوم ځانګری کار نه دی تر سره کری او تل یی خیانت ورته کری او خپل ځانونه یی ماړه کړی دی په سلګونه خلک یی وژلی دی د افغانستان خلکو په مرګ او ژبله کی لاس لری چې د هغوی حخه لمانځنه کیژی خو وایم خر پرته له دی چی تولنی ته ضرر ورسوی خیر رسوی خیر دی که حیوان دی له هغو فاسدو غلو ، قاتلو ، خاینو خلکو څخه چی لمانځنه کیژی نو د خره څخه د هم لمانځنه وشی .