د بشري حقونو څار اداره: اته لوړپوړي افغان چارواکي د بشري حقونو ناقضین دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۱۴مه ۱۳۹۳ل): د بشري حقونو د څارې ادارې (Human Rights Watch) په خپل یو راپور کې د ګډحکومت اته لوړ پوړي چارواکي د بشري حقونو په نقض تورن کړي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې له ګډ حکومت څخه غوښتي چې خپل چارواکي او قومندانان چې بشري حقونه یې نقض کړي دي او تر دې دمه ورته هېڅ سزا نه ده ورکړل شوې باید د محاکمې مېز ته راکاږي.

د بشري حقونو د څار ادارې د راپور په اساس د حامد کرزي په مشرۍ تېر افغان حکومت او د امریکا متحده ایالتونو زور واکان، ناوړه، وحشي افراد او د هغوی وسله‌وال پرېښودل چې ظلم او وحشت وکړي او هېڅ پرې محاکمه نشي.

راپور زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو ځينې جنګسالاران او زورواکان حکومت ته رسولي.

د بشري حقونو د څار ادارې دغه راپور وايي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دغو جنګسالارانو او د دوی ځواکونو په محاکمه کې ناکام شوی.

د بشري حقونو د څار ادارې دغه راپور د ۱۲۵ مرکو پر اساس لیکل شوی چې په ۲۰۱۲ز کال کې له قربانیانو د کورنیو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو، قومي مشرانو، ژورنالیستان، مدني فعالانو، ملګرو ملتونو چارواکو او له افغان او نړیوالو ځواکونو سره شوي.

راپور کې لاندې اته امنیتي او دولتي چارواکي د جدي بشري حقونو ناقضین ګڼل شوي چې له منځه یې، جنسي تیري، شکنجه، خپلسري زندانونه او شوکي دي.

بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې پورته يې ځېنې ستر او نمونې په توګه وړاندې کړي، له دې پرته نور په اداري فساد، غصب او نورو بېلا بېلو جرمونو ککړ دي.

د راپور له مخې امریکا د دغو چارواکو ملاتړ کړی او ګډحکومت د دې پر ځای چې ويې نیسي واک او قوت ورکړی. افغان حکومت او امریکا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د دغو جنګسالارانو ملاتړ کړی او د دغه ملاتړ په پایله کې هغوی بشري حقونه نقض کړي.

بشري حقونو د څار ادارې د دغو اتو دولتي او امنیتي چارواکو نومونه دا ښودلي:

۱- عطامحمد نور – بلخ سرپرست والي؛

۲- عبدالحکیم شجاعي – په ارزګان کې سیمه ییز قومندان؛

۳- خیرمحمد تیمور – د تخار پخوانی امنیه قومندان؛

۴- حاجي نجیب الله – د تخار د ملي امنیت رییس؛

۵- اسدالله خالد – د ملي امنیت پخوانی رییس؛

۶- جنرال عبدالرازق – د کندهار امنیه قومندان؛

۷- عزیز الله – د پکتیکا اربکیانو قومندان؛

۸- میرعالم د بغلان پخوانی امنیه قومندان او په کندوز کې د اربکیانو مشر.

عطا محمد نورataa noor balkh 3

عطا محمد نور په شمال کې د جمعیت اسلامي لوړپوړی قومندان و. په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو د حکومت ړنګېدو سره د بلخ امنیه قومندان وټاکل شو. په ۲۰۰۳ز کال کې د دوستم له ملېشو سره تر جګړو او لانجو وروسته د بلخ والي شو او تر دې دمه د دغه ولایت والي دی. عطا په افغانستان کې داسې وال ګڼل کېږي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرو ته یې غوږ نه نیوه. د ګډ حکومت له منځ ته راتګ وړاندې يې اوسنی ولسمشر غني، د عبدالله عبدالله په ننګه تر نیوکو لاندې و.

بشري حقونو د څار اداره وايي چې عطا نور خپلسري وسله‌والې ډلې لري، چې د دغو ملېشو زیات شمېر یې بشري حقوق نقض کړي.

د راپور له مخې د عطا نور تر مشرۍ لاندې لږ تر لږه دوه وسله والې ډلې چې د ټولو کسانو شمېر ۴۵۲ تنو ته رسیږي کار کوي. یو بل راپور وايي چې عطا نور په بلخ کې ۱۵۰۰ اربکیان لري او دا یې د دې لپاره جوړ کړي چې په شمال کې خپل واک او دبدبه تلپاتې کړي.

بشري حقونو څار اداره وايي چې عطا نور د ودود په نوم خپل یو قومندان ته چې اوس د بلخ امنیه قومندان هم دی هره میاشت ۳۰زره ډالر ورکوي چې د ده د شبکې ملاتړ وکړي.

له ۲۰۰۱ز کال راهیسې عطا د یوې وسله‌والې شبکې ملاتړ کوي چې زیاتره یې ناقانونه وسله‌وال دي. یوې سرچېنې بشري حقونو ادارې ته ویلي چې په بلخ ولایت کې ۸۰ سلنه سیمه‌ییز پولیس د عطا وسله‌وال دي. دغو وسله‌والو د تعلیم د نشت له کبله بشري حقوق نقض کړي.

ځايي خلک وايي چې د عطا وسله‌وال له خلکو څخه غلاوې کوي، وژنې او ناقانونه نیونې کوي. د دې سربېره ښځې ځوروي او خلک تښتوي. د خلکو له قوله د عطا نور اربکیانو په ۲۰۱۱ کې یو بېګنا وګړی وواژه، دوی چې عطا ته شکایت وکړ هغه ورته وویل چې «قاتل وبخښئ، دا محض یوه تېروتنه وه». د هغو وژنو په اړه هېڅوک محاکمه نشول.

یو شمېر نور راپورونه هم ښيي چې د عطا نور شبکه په زیات شمېر جنایتونو کې ککړه ده او بشري حقوق یې نقض کړي.

بشري حقوقو د څار اداره وايي چې دوی ته ځېنو چارواکو ویلي د عطا نور قومندانان په تښتونو، وژنو او نورو جرمونو ککړ دي. هغوی بانډونه لري او پر مټ یې هر هغه څه کوي چې زړه یې غواړي.

یوازې دا نه د عطا نېږدې خپلوان په تښتونو کې ککړ دي. د نوموړي اوښي سید شاه او جنرال عزیز چې د عطا ملګری دی په مزار شریف کې ستر جرمونه کړي دي.

د جمعیت یو قومندان حبیب الرحمن د یو ځوان په تښتونه او بیا وژنه تورن و. هغه پولیسو ونیولو، خو وروسته عطا نور د خپل واک څخه په استفادې د هغه قضیه کابل ته له لېږلو منع کړه اوس هغه په ۱۷ کلونو بند محکوم دی، خو د هغه بانډ لا هم د عطا نور تر څارنې لاندې خپل جرمونه کوي.

حکیم شجاعيhakeem shujaee

عبدالحکیم شجاعي هزاره دی او له اصله د غزني د مالستان ولسوالۍ دی. شجاعي د حزب وحدت ګوند یو ټيټ رتبه قومندان و او روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه.

حکیم شجاعي چې په سترو جنایتونو ککړ دی، لویې څارنوالۍ يې د نیولو امر کړی. نوموړي په خاص روزګان کې د امریکايي سپیشل فورس ځواکونو سره کار کاوه.

وروسته په دغه سیمه کې د امریکا لخوا د اربکیانو قومندان وټاکل شو. که څه هم کورنیو چارو وزارت دا رد کړې چې شجاعي د دوی د سیمه‌ییزو پولیسو قومندان دی خو بشري حقوقو د څار اداره وايي چې ځايي خلکو ورته ویلي چې هغه د پولیسو یونیفارم او موټر درلودل او له حکومته یې معاشونه هم اخېستل.

شجاعي په صحرايي محاکمو کې د خلکو په وژنه، د خاص روزګان کې د عامو خلکو په ټولوژنې، غلا، لارو شکونې، شوکو، جنسي تیریو او نورو جرمونو تورن دی.

بشري حقونو د څار ادارې د خاص روزګان د سیمې له یو اوسیدونکي څخه پوښتلي هغه ویلي چې د شجاعي په خاص روزګان کې لسګونه کسان وژلي.

د راپور له مخې شجاعي ډير نور جرمونه هم کړي؛ خو نه دی محاکمه شوی. په ۲۰۱۲ اګست کې يې له ۹ تر ۱۷ کسان ووژل. تر هغې وړاندې یې په خاص روزګان کې لسګونه کسان وژلي.

راپور وايي چې د شجاعي کسانو له ۲۰۰۹ز کال راهیسې ۱۲۱ کسان بې ګناه وژلي او د دغو کسانو لست پارلمان ته هم ورکړل شوی.

ځايي خلکو ویلي چې د شجاعي تر شا بهرنیان ولاړ دي. د امریکا سپيشل فورس ډير ټینګار کاوه چې شجاعي په خاص روزګان کې قومندان وټاکل شي او په ولسوال او نورو قومي مشرانو هم حاکم وي.

قومندان عزیز اللهAzizullah-Karwan1-288x300 (1)

قومندان عزیز الله په ۱۹۸۰ کې د پکتیکا په ارګون کې زیږیدلی. په قوم تاجک او په ۲۰۱۴ کې په ارګون کې د اربکیانو مشر وټاکل شو.

د ملګرو ملتونو راپورونه چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کې تیار شوي، عزیز الله یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی. بشري حقونو د څار اداره وايي چې عزیز الله په عملیاتو کې غلاوې کولې، ماشومان یې نیول او شکنجه کول او په عملیاتو کې یې قصدا د ماشومانو په شمول ملکي وګړي وژل.

د عزیز الله جنایتونو له منځه بشري حقوقو د څار ادارې لیکلي چې په ۲۰۰۹ز کال کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په نظام خیل سیمه کې ۹ بې ګنا خلک ونیول چې ۳ یې ماشومان و او عمرونه یې له ۶ تر ۱۰ کلونو پورې وو. عزیز الله دغه ټول بې ګناه کسان ووژل.

همدا راز يې د برمل ولسوالۍ په جنوب کې ۳ ملکي وکړي د طالبانو په تور ونیول او د نومبر په ۳۰مه (۲۰۰۹ز) کال یې ووژل.

راپور وايي چې د قومندان عزیر الله ملګرو په ۲۰۰۹ سپټمبر/اکتوبر کې په برمل ولسوالۍ ۳ کسان احمد ګل، ورور یې عمر خان او یو بل تن چې په پټیو کې یې دهقاني کوله، ووژل.

عزیز الله نه یواځې د دغو کسانو په وژنه اکتفا ونه کړه بلکې مړي یې په موټر پسې وتړل او د یادې ولسوالۍ مارګ منډيي بازار پورې کش کړل. همدا راز یې اته ورځې کورنیو ته ورنه ورکړل تر هغې چې د مړو جسدونه نور خرابېدل پیل کړل نو دوی بیا جسدونه کورنیو ته وسپارل.

ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړي چې عزیز الله خپلسري نیول، پر هغوی ظلم کول، خپلسري وژنې او محاکمې او ماشومان یې په زور د عسکرو په لیکو کې اچول.

عزیز الله په ۲۰۱۲ جون کې یوازې له یوې کورنۍ څخه په عملیاتو کې نېږدې ۲ میلیونه افغانیو په اندازه پیسې او سره زر غلا کړي وو. وروسته یې د دغې کورنۍ غړي بندیان کړي وو او له ۳۳ ورځو وروسته يې د ۲۵زره کلدارو په بدل کې خوشې کړل.

بشري حقونو د څار ادارې نور هم دې ته ورته د خلکو مرکې په خپل راپور کې یادې کړي چې عزیز الله بې ګناه ملکي وګړي نیول، زندان ته یې اچول او وروسته یې د پیسو بدل کې خوشې کول.

خیر محمد تیمور «چیریک»khair_mohammad_qataghanee

خیرمحمد تیمور چې په چیریک مشهور دی په ۲۰۱۱ کې د تخار ولایت امنیه قومندان وټاکل شو. د کورنیو چارو وزارت لخوا د ځايي خلکو د شکایت له کبله په ۲۰۱۳ د مۍ په ۱۱مه له دندې ګوښه کړای شو.

تیمور ازبک دی او د تخار د کلفګان د سیمې اوسیدونکی دی. د جمعیت اسلامي یو ټيټ رتبه قومندان و.

وروسته د اشرف غني لومړي مرستیال او جنګسالار رشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند ته ورغی. رشید دوستم هم په کورنیو جګړو او بشر ضد جرایمو تورن دی او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د انتقالي عدالت په لیست کې ثبت دی.

دی د خلکو په شکنجو او تښتونو تورن دی. بشري حقونو د څار ادارې ځينو تجارانو سره په دې اړه مرکه کړې چې چیریک تښتولي او بیا یې د واک څخه په استفادې تر مرګه شکنجه کړي دي.

حاجي نجیب الله کاپيسا

نجیب الله کاپیسا په تخار کې د ملي امنیت رییس او تر ۲۰۰۱ وړاندې د جمعیت اسلامي قومندان و. تر هغه وروسته چې نوموړی په ۲۰۱۰ کې په تخار کې د ملي امنیت رییس شو، ملي امنیت کسانو ستر ستر جنایتونه وکړل. د نجیب الله د جنایتونو له منځه په زندان کې تر شکنجو لاندې د خلکو وژل دي. په وروستیو کې نجیب الله دوه ۱۷ کلنې پيغلې «نجلا» او «فوزیه» ونیولې او له هغوی سره یې ناوړه چلند وکړ. هغوی يې په زندان کې شکنجه کړلې. (د نجلا او فوزیې قضیه ډيره مشهور او اوږده ده)

له هر څه سره سره د جنرال داوود په قضیه کې نجیب الله ځېنې کسان ونیول او تر شکنجې لاندې یې د ملي امنیت په زندان کې ووژل.

میر عالم

میرعالم د جمعیت قومندان دی. هغه که څه هم په کندوز کې دولتي دنده نه درلودله خو په یاد ولایت کې له تر ټولو قوي کسانو څخه و. هغه د فقید مارشال قسیم فهیم نېږدی ملګری و او د هغه لخوا يې ملاتړ کېده. په کندوز کې له ۴،۵۰۰ تر ۱۰،۰۰۰ پورې وسله‌والې ډلې موجودې دي چې د زیاترو ملاتړ د امریکا لخوا کیږي.
په ټولو کې د میرعالم وسله‌والې ډلې تر ټولو بدنامې دي. میرعالم له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د بغلان امنیه قومندان و. هغه د نشيي توکو د قاچاقیانو ملګری او په اداري فساد ککړ و.

په لنډه توګه یې ووایو هغه زیاتره شمېر ناقانونه وسله‌والې ډلې لري، خپل سري له خلکو عشرونه، زکاتونه ټولوي. یوازې د ۲۰۱۲ په سپټمبر کې ۱۲ ملکي بې ګناه وګړي ووژل. یوازې دا نه په راپور کې نور هم داسې جنایتونه یاد شوي چې میرعالم په کې لاس درلود.

اسد الله خالدasadullah khalid

خالد په ۲۰۱۲ په سپټمبر میاشت کې د ملي امنیت رییس وټاکل شو. په ۲۰۱۲ دسمبر کې په یوه سرتیري برید کې سخت ټپي شو.

نوموړی تر دې وړاندې د سرحداتو او قبایلو وزیر، کندهار او غزني والي او د جنوبي زون قومندان و.

بشري حقوقو څار اداره وايي چې اسدالله خالد په وژنو، په ښځو او انجونو جنسي تیرو او نورو جرمونو ککړ دی. دغې ادارې له امریکا سره د نوموړي نېږدې والي په اړه ویلي چې د ټپي کېدنې پر مهال یې اوباما او د وخت د دفاع وزیر، لیون پنېټا روغتون ته پوښتنې ته ورغلي وو. (د خالد جنایتونو په اړه نور معلومات په یوې جلا لیکنه کې ذکر شي)

جنرال رازقraziq komandan

ډګر جنرال عبدالرازق د کندهار امنیه قومندان دی. هغه په قوم اڅکزی دی او د کندهار د سپین بولدک دی. جنرال رازق په ۲۰۱۱ کې مۍ میاشت کې د کندهار امنیه قومندان وټاکل شو.

جنرال رازق هم په وژنو، تښتونو، غلاوو او شوکو کې ښکېل دی. هغه په زغرده اعلان کړی و چې څوک د طالب په نوم نیول کېږي، باید هماغه ساعت ووژل شي.

جنرال رازق په اړه ویل کیږي چې تر خپلې دندې زیات خپل قومیت ډیر پالي، له نوموړي څخه د کندهار بل ستر قوم نورزي ښه خاطره نه لري او هغوی ته د یو دښمن په سترګه ګوري، چې له کبله یې زیات شمیر مخالفین هم د همدې قوم څخه دی.

(د نوموړي د جنایتونو په اړه نور معلومات په یوې جلا لیکنه کې به ذکر شي)

د بشري حقونو د څار ادارې له ګډحکومت څخه غوښتي چې پورته جنګسالاران ونیسي او محکمې ته یې راکاږي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابن شهید ين
میلمه

داهسي خبري دي او هيس معني نه لري
همدا ستر هيوادونه جي اصلا دبشري حقو قو ادراه دوي جوره كري او دويي تميله وي
له لدمي عطا اسد او رازق نه…….. اوس هم كلكه دفاع كوي او بلكه دوي ورته به ملينهاو دالره بيسي ور كي
دا تولي هيسي بي معني خبري دي او نه دا را بور ددي ادراي سه معني لري انه فايده
…………………………

عبدالله
میلمه
عبدالله

ددی میکروب لپاره بهترین انتی بیوتیک طالب جان دی. تاسی باوروکړی چی ډیر داسی میکروبونه یی ډیر زر ترزره تداوی کول.

یتیم زابلی
میلمه

غلامی هم دی ته وایی او دلته ده یو غلام ښه انځور لیدلی شو کافران لمړی ګوډاګیان و ناروا او وحشی کړنو ته تشویقوی او په بدل کی امتیازات او میډالونه ورکوی ولی په کومه ورځ چی ددوی ضرورت بل پلو پیداشی بیا دا هرڅه هیروی او د بشرضد ، ظالم ، وحشی ، غل او غدوی ، قاچاقبر او تروریست یی معرفی کړی او ګوډاګی بیا دځان په دفاع کی هیڅ نشی ویلای ښایی دغه راز د ذکرشویو اشخاصو په هکله واقعیت ویل یی د طالبانو و مذاکراتو ته جلبول وی هسی هم اسدالله له فعالیته ولیدلی او درازق… نور لوستل »

mha
میلمه
mha

It is just a joke and Bull Shits, why not the Human Rights Watch department calls the Interpol department to bring these criminals to justice?????