نظــر

«خر» د دوی پر ارزښتونو برابر نمانځونکی

لیکوال: دادمحمد ناوک

پرون – پنجشنبه – په کابل کې څو تنو مدني فعالانو د خره د خدمت د ستاینې په موخه د «خر: تصور او حقیقت» تر سرلیک لاندې د هغه نمانځغونډه جوړه کړې وه؛ د غونډې تر جوړېدو وړاندې مې هم د دې غونډې سنبالوونکو ته په یوه لیکنه کې سپارښتنې کړې وي چې له بده مرغه لکه په پام کې چې يې نه وې نیولې؛ ځکه د غونډې د جوړوونکو له لوري برېښناپاڼوته په لېږلو راپورونو او انځورونو کې هغه څه نه ترسترګو کېږي، چې باید وای، خو له دې خبر نه یم چې دوی د به د خره د ستاینې غونډه په قرآن کریم پیل کړې وي، که نه؟ ځکه کابل کې د قرآني نصوصو د څرګندو منکرینو غونډې هم په قرآن پیل کېږي.

د دې غونډې له جوړېدو د غونډې سنبالوونکو هدف دا ښود، چې موږ نړۍ ته ورښايو چې موږ ترهګر نه یو، په انسان خو څه، آن حیوان مو هم زړه سوځي  او د خدمت ستاینه يې کوو، خو زموږ رقم ټولنه کې دا ډول ګام په دې کچه پورته کول، دومره وړه پلمه نه غواړي او نه يې هم دا دلیل کېدای شي. که نور هیڅ نه وي له دې غونډې دا پیغام ورسول شو چې د انسان او خره توپیر نشته، بلکې خر لا ترې ښه هم ځکه دی، چې د هغه په ناخبرۍ او نیستۍ کې يې د خدمت نمانځنه کېږي. د دې خبرې لوی ثبوت دادی چې دغه غونډه د کتاب ښار د غونډو په تالار کې چې افغان ادبي هره جمعه او افغان ملي غورځنګ پکې هره پنجشنبه اونیزې ناسته ترسره کوي. په همدې سټیج د لویو ژوندیو او مړو شاعرانو، لیکوالو او پوهانو ستاینغونډې هم شوې دي او د «خره» غونډه هم وشوه.

«خر» بې ازاره حیوان دی، د ترحم وړ دی، خو د داسې پردیو افکارو او د را واردشویو دروغجنو غونډو جوړولو ته نه له عقلی اړخه اړتیا شته او نه يې د روا والي لپاره کوم ديني اصل. که د خره دغه غونډه په امریکا کې جوړه شوې وای، پراو يې نه لرله؛ ځکه هغوی خره ته په ځانګړي ارزښت قایل دي، آن د یوګوند رسمي نښان خر دی، خو دلته يې جوړول د ټولنې په ټولو ضرورتونو سترګې پټول، په روانه تپل شوې جګړه کې د قربانیانو زخمونه او کرېږې هېرول، د زندان په پنجرو کې تر وحشي تعذیب لاندې دانسان په کرېږو غوږونه کڼول، په ټولنه کې مو د لویو ارزښتونو په سپکاوي ځان خپ چوپ نیول دي او بس.

د همدې غونډې ډېری ګډونوالو ته به په فیسبوک کې نارې وهل کېدې، چې د خدای لپاره طلوع تلویزون زموږ د ارزښتونو مخالف دی، خو چا پرې غوږ نه ګراوه، خو کله چې يې د دوی په مصنوعي مفکري پسې خوله خلاصه کړه، ټولو نارې کړې چې دا تلویزون د پردیو غلام او زموږ دښمن دی، خو چې د ټاکنو بې شرمه لړۍ تېره شوه، اوس بیا نه د طلوع په سریالونو څوک څه وايي او نه يې هم د اسلام ضد نشراتو! دوی داسې انګېرې چې له دیني ارزښتونو دفاع د یو څو تنو ملایانو کار دی، هغه که يې په زور نیسي که د فیسبوک په پوسټونو او له ملي ارزښتونو – چې دوی ورته بېل تعریف لري – دفاع بیا نو د دوی کار هم دی او دوی به يې د غونډو او د دوی په خبره د – مدني حرکتونو – په وسیله مخ نیسي؛ خو د همدې خرپالو له خوا نه د ایکسپریس د کفر اړوند، نه د فیسبوک د بنسټګر د بنده د چټیاتو اړوند، نه د رولا غني د خرافاتو اړوند، نه د اوسپنیزو سینو د هزاره ګۍ اړوند او نه هم د حجاب د پسخند وهونکو پروژه يي مدني فعالانو اړوند کومه غونډه، کوم غږ، کومه نشراتي هڅه وشوه. ځکه د دوی لپاره ارزښتونه بېل دي، دوی په پورته ټولو مسوولیتونو خوله چوپه کړه او د خره ستاینه يې خپل لوی مسوولیت وباله، که څوک وايي  چې د خره له ملګرو د پورته شویو جنایاتو اړوند ولې د عکس العمل غوښتنه وشي؟ نو ځواب يې دادی چې د خره ملګري تر بل هرچا ځان بشردوست، ښه مسلمان، وطندوست او ملي ارزښتونو ته ژمن بولي، ځکه ګېله ترې پکار ده، يا ښايي دوی دې ټولو دوستیو ته بېل معیار او ځانګړی تعریف ولري!

سره له دې چې د خره ملګري د خره په ستاینه ستړي شول او تلویزونونو يې هم راپور ورکړ، خو خر به خپه ځکه وي، چې دې غونډې له نورو سره توپیر درلود، کله چې د خرو ملګرو د کوم انسان نمانځغونډه کوله، نو به يې:
نمانځونکی په غونډه کې حاضر و.
عسکونه به ورسره اخیستل کېدل.
په پای کې به پخپله ده خبرې کولې.
د غونډې ګډونوالو به یو ستاینلیک هم ور کړ.
له غونډې وروسته به يې په ګډه د نمانځل شوي په خوښه چای او کلچې خوړې.

خو په دې غونډه کې نه خر موجود و، نه ورسره عکسونه واخیستل شول، نه يې په پای کې خره ته د خبرو نوبت ورکړ، نه يې ستاینلیک ورکړ، چې په دې توګه د غونډې ګډونوالو سره له دې چې د حیوان او نسان تر منځ تبعیض وغانده، خو خره ته يې جوته وکړه چې لا هم ورسره تبعیض کوي، تر دې لا بده دا، چې د خر د خوښۍ لپاره يې له وښو، ریشقې یا شوتلې یو – یو خپ هم و نه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x