نن ټکی آسیا: د پښتو ادب ستر لیکوال، څیړونکی، تحلیل ګر، تاریخ پوه، او د افغان ملت ګوند پخوانی مشر قدرت الله حداد فرهاد تیره ورځ ماښام ۲۰۱۱-۱۲-۱۵ د امریکا په ویرجینیا ښار کي وفات سو.
قدرت الله حداد د یوې اوږدې ناروغی وروسته د اتیا کالو په عمر په پردیسی کي ددې فاني دنیا څخه سترګي پټي کړې.
مرحوم قدرت الله حداد فرهاد د افغان ملت ګوند د مؤسس غلام محمد فرهاد ورور وو، هغه په ۱۹۳۷ کال د اکتوبر د میاشتي په لومړی نیټه په کابل کي زیږدیلی ؤ.
هغه د انیس په جریده، د پامیر په جریده او د اقتصاد مجله کي دنده تر سره کړې، او دافغاني سرې میاشتې د تبلیغاتو د مدیر په توګه له کار کولو وروسته په ۱۳۴۵ هجري شمسې کال د افغان ملت د جرېدې د مسئول په توګه وټاکل شو.
قدرت الله حداد د ثور دکودتا پر مهال بندي او تر اتلس میاشتو بند تیرولو وروسته د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت ته مهاجرت وکړ، او بیا له هغه ځایه دامریکا ایالت کالیفورنیا ته ولاړ.
نومړي د افغانستان د تاریخ په اړه خورا زیاتي لیکني او څیړني کړي، او هم يې په نورو برخو کې ستر ادبي خدمتونه سرته رسولي دي.. او هم یې د هیواد په روان سیاسي بهیر ډیري لیکني کړي چي وخت ناوخته په مختلفو پاڼو او جریدو کي نشر شوي دي.