
طالبان: د ۳۰ تښتول شویو هزارهګانو په اړه مو څېړنې وکړې؛ د تښتوونکو په اړه معلومات نه لرو
نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۵مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغو ۳۰ کسانو چې تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره ناڅرګندو وسلهوالو له موټره ښکته کړل او له ځانه سره یې بوتلل، په اړه يې نا خبري ښودلې ده.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې «اسلامي امارت» ددغې تښتونې په اړه د څېړنو لپاره سیمې ته پلاوی ولېږلو.
هغه زیاته کړې چې یاد کسان نا معلومو کسانو د «نامعلوم هدف» لپاره وړي، دوی يې په اړه څېړنې کړي خو هېڅ معلومات او شواهد په لاس نه دي ورغلي.
احمدي ویلي چې په دغه پېښه کې د دوی ملګري لاس نه لري او نه هم ددغو کسانو په اړه معلومات لري.
د یادونې وړ ده چې ۹ ورځې وړاندې ناڅرګندو وسلهوالو ۳۰ کسان چې ویل کیږي ټول هزارهګان دي او تازه له ایرانه راغلي وو د شاجوی او جنډې تر منځ په پښ مانده سیمه کې له موټره کوز کړل.
یو شمېر سرچېنې وايي چې تښتول شوي کسان هغه سرتېري دي چې په هلمند کې د وروستيو عملیاتو د ترسره کېدو وروسته په رخصت تلل؛ خو امنيتي ادارو لا دا نه ده تایید کړې.
څه چی کری هغه به ریبی