افغانستان

د سید اباد ولسوالۍ اجراییه مدیر مړی وموندل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۱۵مه ۱۳۹۳ل): د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اجراییه مدیر چې ۳ ورځې وړاندې ناڅرګندو وسله‌والو له لوري تښتول شوی و، نن /جمعه، کب ۱۵مه/ يې مړی وموندل شو.

د میدان وردګ ولایت د مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې وسله‌والو نوموړی نن د جمعې په ورځ د دغه ولایت د چک ولسوالۍ په خواجه عمري سیمه کې وژلی دی.

عزت الله ۲۶ کلن و او د تېرو ۳ کلونو راهیسې د سید اباد ولسوالۍ اجراییه مدیر و.

نوموړی د کب پر ۱۲مه هغه مهال وتښتول شو چې د دندې څخه د کور پر لوري روان و.

طالبانو د اجراییه رییس د نیولو او بیا وژلو په اړه لا څرګندونې نه دي کړي.

داسې اندېښنې هم شته دی چې یاده پېښه د شخصي دښمنیو له کبله رامنځته شوې.

تر دې وړاندې وسله‌والو د جلریز ولسوالۍ اجراییه مدیر ظفر خان تېر کال د وږي په ۱۵مه وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x