امریکايي پوځیان له افغاني څارويو سره هم دښمنانه برخورد کوي! – ویډیو

beating_a_sheapنن ټکی آسیا: امریکايي پوځیانو دهیواد په سهیل کې یو ښکرور وری یا مږ ترهغو پوري په یوې درنې وسپنیزې ډنډې وواهه تر څو ووژل شو.

دغه خواشینوونکې پیښه دتیر لوي اختر په میاشت کې هغه وخت رامنځته شوه چې کله یوه افغاني ماشوم یو ښکرور (وری) دامریکايي پوځیانو دلیدلو لپاره دهغوئ پوځي مرکزته ورووست اوهغه دخپل عادت له مخې دامریکايي پوځي په لیدو په لوړ غږکولو سره دهغه په لوري حرکت وروکړ،

خو امریکايي بیرحمه پوځي په خپل ټول ځواک سره دیوې درنې وسپنیزې ډنډې په وسیله یاد وری تر هغو پر ښکرانو واهه ترڅو یې ژوند له لاسه ورکړ.

د سخت زړه امریکايي دا بیرحمانه عمل دهغه نورو لسو تنو پوځي ملګرو هم دسر په سترګو لیدو او ددې په ځای چې هغه له دې کاره منع کړي دوژل کیدونکي مږ په چیغو اوفریاد يې په کړس کړس خندلو ، اودخپلو تصویري کمرو په وسیله يې دهمدي زړه بدوونکې صحنې عکاسي هم کوله .

کله چې دغه ويډیو په لایولیک ویډیويي پاڼه کې نشرشوه ډیرو لیدونکو ورباندې خپلې له نفرته ډکې تبصرې ولیکلې او له یوه بیوزله څاروي سره يې دامریکايي پوځیانو دغه وحشیانه عمل په کلکه وغانده .

هرڅوک ددغې صحنې دویډیو په لیدلو سره په افغانستان کې دامریکايي ځناورو وحشت په ښکاره ډول لیدلای شي او داهم ورته مالومیږي چې امریکايي یرغلګر له افغانانو سره دخپلې دښمنۍ له مخې آن دهغوئ له څارویو سره هم داشانې دښمنانه برخورد کوي.

{liveleak}4c2_1320671022{/liveleak}

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د