فیسبوکي تبصرې امریکايي تبعه تر زندانه ورساوه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د متحده عربي اماراتو پولیسو یو امریکايي نژاد په فیسبوک کې د تبصرې کولو په جرم نیولی دی.

د چورلکو مستري راین پيټ د امریکا په فلوریډا یالت کې د «ګلوبل ایروسپيس لاجسټکس» شرکت څخه چې نوموړي په کې دنده کوله د مریضۍ رخصت غوښتی و او تر شخړو وروسته یې په فیسبوک کې خپله غوسه ویستې وه.

د فلوريډا څخه ابوظهبۍ ته د راتګ سره نوموړی د «سایبر قوانینو» څخه د سرغړونې په تور ونیول شو.

د نوموړي محاکمه به د مارچ په ۱۷مه پیل شي او که جرم پرې ثابت شي نو پنځه کلونو پرې بند او د زیاتو پیسو جرمانې سزا به ورکړل شي.

راین پيټ او د هغه د شرکت د مشر تر منځ په دسمبر کې میاشت کې هغه مهال لانجه پیدا شوه چې نوموړي د خپل ملا درد لپاره د مریضۍ رخصت زیاتول غوښتل خو په ابوظهبۍ کې دغه شرکت يې غوښتنه رد چې له کبله یې نوموړي په شرکت باندې خپله غوسه په فیسبوک کې په څرګندونو وویستله.

نوموړی په یاد شرکت او د هغوی په قراردادیانو ته ګواښونه کړي وو، عربي اماراتو کې ژوند یې بد او عربان يې په نژادي تعصب تورن کړي وو.

د سایبر قوانین په ۲۰۱۲ کې متحده عربي اماراتو تصویب کړل چې له مخې یې د کومې ادارې یا افرادو توهین د انترنیت د لارې جرم ګڼل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د