fbpx

ارګ د محبت زانګو…

لیکوال: هیواد خپلواک

موږ هم عجیبه خلک یو، ټول عمر مو خولې وشکېدې، ارګ موږ مرګ وباله، ارګ ته مو د کشتارګاه لقب ورکړ، ارګ مو د قصاوتونو او نفرتونو د چينې په نوم ونوماوه، چې ګویا نفرتونه ورنه را خوټکیږي.

ابله ورځ کوم بل الیټریټ لیکوال ! هم ارګ د عقاشو له ځالې سره ورته بللی وو، ته به وایې چې عشق یې کور وران کړی، رحمان بابا خو څه پاګل نه وو، چې ویل به یې :

دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې
د جمله وو، مخلوقاتو پلار دی دا

عشق چاته څه بد رسولي ؟ عشق خو عشق دی، زه هم خوشاله، ته هم خوشاله او بادار هم خوشاله … او دا چې اوس هماغه کرغېړن او خونخور ارګ، هماغه دوزخ رنګې د زمبر کلا په جنت نشانه تاج محل بدله شویده، مونږ باید شکر وباسو، زه حیران یم، چې ددومره شکوو او سرټکونو وروسته، چې په ارګ کې یو پراخ ( بازارِ حُسن ) جوړ دی، هیچا نه شونډې پرانیستې، نه یې د ستاینې لپاره یو دوه کرښې تورې کړې، او نه یې دغه تاریخي اوښتون په نیک شګون ولمانځه، ته به وایې چې زموږ ولس له نفرتونو سره عادي څه چې، معتاد شوی وي … بس ته وا په ( وّلَاِ ن شَکَرتُم فَلَیَزِدَنْکُم ) باندې باور نه لري، نو پدې کې به سړی څه ووايي، بس دا بدمرغئ په موږ باندې ملامتې ندي …

زما خو تر هر چا بیا ډاکټر غني ته ډېره غصه راځي، څومره چې ارګ په مینه کې ډوبیږي، همدومره دی په تفکر کې غرقیږي، خو خیر دده کوچیانی رګ لکه چې لا هم له خیرنې وینې ډک دی او دا وینه یې مینې ته اډو پریږدي نه …

د ارګ رحیمي، نوشیر خان، حمدالله محب، سیما جانه غني، ویکتوریا جانه او خاورې عاطف جان مشعل خو ملامت ندي، چې د یوه قوم د تقرر لپاره یې، د ارګ په دروازه کې فلتر لګولی دی … پخدای ریښتیا وايي، کوچیان ګوره او د ارګ په عاشقانه او رندانه چاپیریال کې اخوا دیخوا زغلیدل ګوره. اصلا چی حق دارد …
نن له یوې بلې ناپړیتې خبر سوم، څو ورځې وړاندې احمدزیو له ډاکټر غني څخه په عاجزانه انداز وغوښتل، چې ترکومه به په میږو پسې روان یو، موږ بیچاره ګان خو هم ددې وطن اوسیدونکي یو، واخله دا یو لست، چې کابو پنځوس تنه پکې د ( پي ایچ ډي) او ماسټري والا هم شته، که هلته او دلته یې راته مقرر کړې نو ښه به وي.

غني له ژور فکر نه وروسته لست سترعاشق عبدالسلام رحیمي ته وسپاره، سلام رحیمي لست په داسې انداز را واخیسته، تا به ویل، چې سکروټه يې په منګلو کې نیولې ده او په منډه منډه خپل دفتر ته راغی … ارجنټ میټینګ یې دایر کړ، او ټولو سرکرده عشاقو اعم از ذکور و اناث ته یې بلنه ورکړه، چې د نوې بښکَولې په اړه ورسره سلا مشورې وکړي، نظر به اهمیت موضوع په لږ وخت کې مشهور عاشقان هر یو، عتیق نوشیر، سیما جانه غني، حمدالله جان محب، ویکتوریا جانه، او عاطف مشعل غونډې ته حاضر شول. څه کم او زیات یو نیم ساعت به په غونډه کې مصروف ول، د ارجینټ میټنګ پایله دا را ووته، چې ټولو مینانو په یوه خوله پریکړه وکړه . چې دا کوچیان مشهور به احمدزایی ها، که څه هم دوکتوراوې او ماسټړئ لري، خو د عشق په مکتب کې مبتدي طالب العلمان هم نشي ګڼل کیدای. په همدې توګه د عشق په ازموینه کې ټول ناکام اعلان شول … او امر وشو، چې دوی دې خپلې دوکتوراوې په ملا پورې وتړي، خپلې میږې دې سمبال کړي او په راتلونکي کې دې په کلکه د دا ډول وروسته پاتې افرادو د دخول مخنیوی وشي… او د دوی پر ځای دې، غزال جان تخاري، مریم جان ابراهیمي او عادله جان بیک که څه هم چې ددولسم ټولګي اسناد نلري، خو د عشق او محبت په پوهنتون کې د استادئ لیاقت لري، مقررې شي، بلکه مقررې هم شوې . د غونډې په پایله کې ټولو په یوه اواز چیغه کړه … ما یک افغانستان غنی میخواهیم …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د