کابل کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ستره مسابقه ترسره شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۵مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د نهاد جوانان مسلمان «نجم» په نوم د ځوانانو یو بنسټ د کابل ښار په عیدګاه مسجد کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ستره مسابقه ترسره کړه.

د نجم یا نهاد جوانان مسلمان مسوولین وايي چې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم په ننۍ مسابقه کې شاوخوا ۶زرو کسانو ګډون کړی و چې تر زرو زیاتې يې ښځې وې.

دوی زیاتوي چې د سیرت مسابقې یې له دې کبله پر لاره اچولي څو خلک په ځانګړي ډول ځوانان د اسلام په اړه پوهاوي ته وهڅوي، د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه خبر شي او د هغه عملي پیروي وکړي.

د نجم مسوولینو له قوله دوی کوښښ کوي چې په اینده کې هم د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم درسونه او غونډې په کابل او نورو ولایتونو کې دایرې کړي.

په عین حال کې د کابل په ګانډي ولایت لوګر کې هم یاد بنسټ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم یوه غونډه دایره کړې وه چې کابو ۱،۰۰۰ تنو په کې ګډون کړی و.

د نجم مسوولینو ویلي چې دغه مسابقه یې د چارلي ابدو مجلې د توهینوونکو کارتونونو په بدل کې سولییز غبرګون دی.

هغوی زیاته کړې چې دوی په نظر کې لرله چې د مسابقې لومړي ګټونکی به عمرې ته لیږي خو د حج اوقاف وزارت وروسته اعلان کړه چې ګټونکی به سږ کال حج ته هم لیږي.

دوی وايي چې دوهم او درېیم ګټونکو ته یې موټر سایکل، لیپ ټاپ او مبایل په نظر کې نیولي دي.

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د جمعیت اصلاح افغانستان د ډلې د ځوانانو څانګه ده چې په ۱۳۹۰ز کال د کب د میاشتې په ۱۹ تاسیس شوې. د نجم له اهدافو، افغان ځوان نسل ته د اسلام صحیح پیغام رسول، د هيواد د هراړخيز پرمختګ لپاره د ځوانانو روزنه، د علم او پوهې د لاسته راوړلو لپاره د ځوانانو هڅونه او له افغاني ټولنې څخه د هر راز تبعیض او فساد د له مينځه وړلو لپاره د ځوانانو منظمول دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د