یهود عقیده لري چې په اوږو د خره پورته کول ګناهونه رژوي

مسیحۍ رولا خو راباندې «خره» ولمانځل

عزیز مومند

له کومې ورځې چې مسیحۍ بي بي ګل واک ته رسیدلې، د اسلامي عقیدې او اسلامي هویت د مسخ کولو په هدف خطرناکې توطیې او خورا ژورې او پیچلې دسیسې پیل شوي دي. د اسلامي حجاب په اړه شکوک، د کابل په ورځپاڼو کې د اسلامي مقدساتو او پیغمبر علیه الصلاة والسلام توهین، په اسلامي شریعت کې د میراث په احکامو ملنډې او د نورو دیني شعایرو سپکاوی اوج ته رسیدلی. له بلې خوا د عیسویت او یهودیت د افکارو ترویج ځانګړې پاملرنه موندلې، د تنصیر او استشراق هڅې ګړندۍ شوي او په مختلفو لارو کوښښ کیږي چې په ځوانانو کې اسلامي تشخص کمزوری کړي او د یهودیت او نصرانیت زهرجن افکار یې په مغزو کې ننباسي.

د دغو خطرناکو توطیو په لړ کې تر ټولو وروستۍ پیښه هغه غونډه ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې دایره شوې وه، دا غونډه ظاهرا د څو تنو هغو لیکوالانو، شاعرانو، انځورګرانو او ژورنالیستانو له خوا، چې له امریکايي اشغال وروسته د مدني فعالانو په نامه ځلیدلي، د خره د لمانځنې په هدف جوړه شوې، خو دا چې د پردې تر شا د کومو کړیو لاس دی، په راتلونکو کرښو کې به واضحه شي.

ښايي لوستونکو ته پوښتنه پیدا شي چې د خره لمانځنه له عقیدې سره څه اړه لري؟ خو که څوک د خره د لمانځغونډې تاریخي شالید وګوري او په دې وپوهیږي چې خر په عیسویت او یهودیت کې څومره سپیڅلی حیوان دی او د یهودو او نصاراوو په عقیده کې تر کومه حده ارزښت لري، پورتنۍ پوښتنه به پخپله ځواب شي.

د اسرائیلو په بني براک ښار کې د خر په لمانځغونډه کې لسګونو زره کسانو ګډون کړی

د اسرائیلو په بني براک ښار کې د خر په لمانځغونډه کې لسګونو زره کسانو ګډون کړی

په یهودیت کې د خره لمانځغونډه:

يهودان په دې عقیده لري چې الله تعالی د ځمکې پر مخ تر ټولو وړاندې «خر» پیدا کړی دی، هغوی خره ته د «لومړني مخلوق» په صفت قایل دي. یهودان وايي ـ العیاذ بالله ـ چې خر له ډیرو انبیاوو څخه غوره دی نو ځکه یې باید درناوی وشي. د یهودانو په تحریف شوي کتاب (تورات) کې په لسګونه ځله د خرو ذکر راغلی. په تورات کې د یهودیزم ۶۱۳ قوانین ذکر شوي، په دغو قوانینو کې ټینګار شوی چې باید د خرو لمانځنه او قدردانی وشي. یهودان په دې عقیده لري چې خرو له اسرائیلو سره ډیرې ښیګڼې کړي.

له همدې کبله په یهودانو کې د «خره د ازادۍ» په نامه یو ډول مذهبي مراسم شتون لري، په دغو مراسمو کې متشدد یا په اصطلاح «متدین یهودان» رنګارنګ هیښوونکي طقوس تر سره کوي، یو له هغو څخه دا وي چې یهودان په دې ورځ د خره د لمانځنې لپاره غونډه جوړوي، په یهودانو کې هغه سخت دریځې ډله چې د خره د لمانځلو چارې سرته رسوي د «بنسک کارلن» په نامه یادیږي.

په دې غونډه کې د خره ډیر درناوی کیږي او له ډیره قدره په اوږو پورته کیږي. په اوږو د خره د پورته کولو پر مهال غونډې ته راغلي ټول یهودان مخصوص حرکات او ځانګړي مبهم کلمات زمزمه کوي. یهود عقیده لري چې خر د برکت مصدر دی او په اوږو پورته کول یې ګناهونه رژوي.

په یهودانو کې هغه کس ډیر دیندار او پرهیزګار ګڼل کیږي چې خرو ته زیات احترام لري. په اسرائیلو کې د یوې ترسره شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې د خره په لمانځلو کې د ځوانانو په پرتله لویان زیاته ونډه اخلي. څیړنه د دغه کار لامل دا په ګوته کوي چې له تیرو شلو کالو راهیسې د یهودانو په ځوان نسل کې دینداري کمزورې شوې.

یهودان وايي چې خر ډیر بې غرضه او خدمتګار ژوی دی، کټ مټ همدا خبره وړمه ورځ د کابل مدني فعالانو هم کوله

یهودان وايي چې خر ډیر بې غرضه او خدمتګار ژوی دی، کټ مټ همدا خبره وړمه ورځ د کابل مدني فعالانو هم کوله

د خرو د لمانځنې غونډه په یهودانو کې ډیر شهرت او محبوبیت لري، او دا غونډه هر کال په اسرائیل کې د سخت دریځو یهودانو لخوا دایریږي. د دې غونډې لپاره په اسرائیلو کې مخکې له مخکې چمتووالی نیول کیږي او عام یهودان دغې ورځ ته په ډیرې تلوسې انتظار باسي. د تیر میلادي کال په اګست کې اسرائیلي مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره کړل چې د اسرائیلو حکومت له مصر څخه د خرو د پیرودلو غوښتنه کړې او د خرو د لمانځغونډې په مناسبت یې سل زره خره له مصر څخه وارد کړي دي.

د یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې «یورشلم» پر اساس، اسرائیلو په (۱۲/ ۹/ ۱۹۷۲م) کال له ایثوبیا هیواد څخه یو خر په ۹۰ زره ډالره واخیست او اسرائیل ته یې انتقال کړ. د نوموړي خره په باره کې یهودان په دې عقیده دي چې د هغه خره له نسله دی په کوم چې عزیر (علیه السلام) سپور شوی. یهودان د خرو دغه نسل «توراتي خر» بولي ځکه چې د دوی په تحریف شوي تورات کې یې یادونه شوې.

د خره د لمانځغونډې ورځ د یهودانو لپاره د اختر مثال لري، هغوی په دې ورځ خوښي څرګندوي او سندرې زمزمه کوي. د دې ورځې په مناسبت د یهودانو یوه مشهوره سندره داسې ده:

«زه له خره سره د زړه له تله مینه لرم، ځکه چې خر شپه او ورځ زمونږ لپاره ځان ستړی کوي، په لارو او کوڅو کې ډیر خره تر سترګو کیږي، خو خر په هیچا ظلم نه کوي، خر په ماڼیو او قصرونو کې نه اوسیږي، خر د هر چا خبره مني، زه له خره سره مینه لرم، زه له خره سره مینه لرم».

که وګورو په دې شعر کې کټ مټ هغه نظریات منعکس شوي چې وړمه ورځ مدني فعالانو او لیکوالانو په کابل کې د سټیج په سر زمزمه کول.

خر لکه څرنګه چې د یهودو په عقیده کې د تبرک، سپیڅلتیا او درناوۍ مقام لري، دارنګه د عیسویانو په عقیده کې هم ځانګړی اهمیت لري. عیسویان خرو ته دومره په درنه سترګه ګوري، چې په انځورونو کې ډیری وخت عیسی علیه السلام په خره سپور انځوروي.

د یهودیت او عیسویت په منحرفو ادیانو کې د خرو د احترام او درناوۍ ګڼې نورې بې شمیره بېلګې او مثالونه موندلی شو چې د ټولو رانقلول د دې لیکنې تر وسې وتلې ده. پورتنۍ څو بیلګې د دې لپاره ذکر شوې چې لوستونکو ته د خرو د لمانځنې د هغو غونډو اصلي هدف څرګند شي چې تازه دم یې په افغانستان کې رواج موندلی.

یو یهودي د خر په ویاړ جوړ شوي جشن پر مهال خر په ګلانو ښایسته کوي

یو یهودي د خر په ویاړ جوړ شوي جشن پر مهال خر په ګلانو ښایسته کوي

یهود او نصارا د نړۍ په ډیرو هیوادو کې خپل دیني معتقدات او مذهبي رواجونه د خلکو په سترګو کې درنوي، غوږونه یې ورسره اشنا کوي، ذهنونه یې منلو ته اماده کوي او هغه کرکه او نفرت چې خلک یې د هغوی له ادیانو څخه لري د یو ځانګړي پلان له مخې له منځه وړي، چې یوازې په تیره یوه اونۍ کې د اسلامي حجاب پر خلاف لاریون او د خرو د لمانځنې او د درناوۍ په ویاړ غونډه یې یوه کوچنۍ بیلګه ده.

له تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د هر دین او مذهب مبلغینو د افغان مسلمان ولس عقیده په نښه کړې. شیعه، یهود، نصارا او لا دینه سیکولرستان په دې لار کې په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو بوخت دي، راډیوګانې او ټلویزونونه یې شپه او ورځ د همدې هدف لپاره تسخیر کړي، او د سیاستوال، دیني عالم، مدني فعال، کارپوه او سیاسي شنونکي تر نامه لاندې په اسلامي فکر او عقیدې له هرې خوا بریدونه کیږي او پر ضد یې خطرناک تبلیغات روان دي. دا لړۍ هغه وخت ګړندۍ او یا هم مخ پر بربنډیدو شوه، چې کله د لبنان مسیحۍ رولا «بي بي ګل» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د منډو ترړو په نتیجه کې ارګ ته لار ومونده او د دیرش میلیونه مسلمانانو پر سر د واکمنې په توګه مقرره شوه.

په دې کې شک نشته چې د رولا دین او مذهب به هیڅکله د هغې تر شخص پورې محدود پاتې نه شي، بلکې د یو اسلامي هیواد د «لومړۍ میرمن» په توګه یې د فکر او دین اغیزې لکه د ساري مرض په څیر ټول افغان ولس ته سرایت کوي. د اسلامي نړۍ مشهور داعي شیخ احمد دیدات د مسلمانانو هغه مشران چې ښځې یې عیسویانې وي، د مسلمانانو لپاره لوی ګواښ بولي. د نوموړي هغه وینا د یادونې وړ ده چې وايي:

«د اندونیزیا د ولسمشر “سوهارتو” میرمن یوه کاتولیکه مسیحۍ ده، د حسني مبارک او انور سادات میرمنې عیسوۍ وې، د اردن پاچا حسین له نصرانۍ ښځې سره واده کړی؛ که څه هم اندونیزیا د نفوس له لحاظه تر ټولو لوی اسلامي هیواد دی خو واک یې د عیسویانو په لاس کې دی او مسلمانان تش په نامه مسلمانان ساتل کیږي، د الله نوم څوک نه شي اخیستی، هغې موسسې یا ادارې ته د کار اجازه نشته چې په نامه کې یې د “اسلامي” کلمه راځي؛ دا هر څه د ولسمشر د عیسوۍ میرمنې نتیجه ده. دغه مشران چې کله غرب ته تللي هلته پرې له یوې خوا شهوت غالب وي او بلې خوا عیسوۍ ښځې پریمانه وي، نو په دام کې يې ګیر شي. اندلس هغه وخت سقوط وکړ چې کله مسلمانانو له عیسویانو ښځو سره ودونه وکړل. دا ډیره خطرناکه چاره ده، زه تاسو ټولو ته وایم: که چیرته مو یو ولسمشر وموند چې له کافرې ښځې سره یې واده کړی وي، نو وپوهیږئ چې په عقیدوي لحاظ نیمه خصي دی».

په هر صورت، مسیحۍ رولا خو د خپل دین او عقیدې په حکم مکلفه ده چې خپل مذهبي مراسم په مونږ هم ترسره کړي، او په دې لړ کې يې دا دی «خره» هم راباندې ولمانځل، خو افسوس د هغه چا په حال دی چې لا هم د مسیحۍ رولا واکمني د اسلام او مسلمان افغان ولس په خیر بولي او د تحول او تداوم خوبونه ويني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
saifullah Mayar
میلمه
saifullah Mayar

حقیقت وایه. دا د هر مسلمان وظیفه ده.