افغانستان

افغاني علماء: د لويي جرګې پریکړي غیر اسلامي او غیر شرعي دي

loyajirga2011_1نن ټکی آسیا: د پاکستان په پښتونخوا ایالت کې میشتو یو شمېر افغاني مشهور علماؤ او مشایخو په افغانستان کې د وروستۍ لويي جرګې په اړه یوه غونډه کړې او د دغي جرګې ټولي پریکړي يې غیر شرعي او غیر اسلامي بللي دي.

هغوی په دې اړه یوه پریکړه لیک هم رسنیو ته لیږلی چي د ګڼ شمېر مشهورو علماؤ چي د افغانستان د مختلفو ولایاتو سره تړاو لري، لاسلیکونه هم پر شوي.

ددغه پریکړه لیک یوه کاپي نن ټکی آسیا ته هم را رسیدلې، چي دادی مونږ يې په خپل وار د اهمیت له وجي خپلو درنو مینوالو ته کټ مټ نشرو..


د افغاني علماوو او مشايخو پريکړه

الحمد لله الذي عز سلطانه ، والصلوة والسلام علي من اظهر برهانه وبعد:

افغاني مهاجرو علماؤ او مشايخو په صوبه پښتونخوا کي د ګران افغانستان په اوسني حساسو پړاونو او شيبو کي د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د سپيڅلي شريعت په رڼا کي او د ملي ګټوپه نظر کي نيولو سره هر اړخيز علمي او فقهي جر او بحث وکړ او پدي لاندي نتيجه ورسيدل .

اول : د اشغال شوي افغانستان د نجات او آزادي لپاره اوسني جاري شرعي مقدس جهاد ته تر هغه وخته دوام ورکوو تر څو د افغانستان د مقدسي خاوري نه آخرني متجاوز عسکر وتلي نه وي او د افغانستان اشغال ته رسما خاتمه ورکړاي شوي نوي او پدي مبارکه خاوره کي يو اسلامي شرعي افغان شموله حکومت جوړ شوي نوي.

الله تعالى فرمايې (وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ) الانفال ٣٩ .

دوهم : الله تعالى له کفارو سره موالات او د هغوي هر قسم حاکميت منل پر مسلمانو منع کړي او د هغوي سره دوستي کونکي يې منافقين بللې.

الله تعالى فرمائې (بشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا، الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) النساء [١٣٩/١٣٨]

او بل ايت شريف کي فرمائې (وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا) [النساء ١٤١]

د کفري اشغالګرو متجاوزينو لنډ مهاله او دائمي شتون د افغانستان په خاوره کي تر هر نامه او عنوان لاندي چې وي غير شرعي او غير اسلامي ده ، او زمونږ د عزت، وقار او ملي حيثيت نه لري او زمونږ د ملي ګټو په خلاف ګڼل کيږي :

نو هر څوک او هر ډله او اجتماع چې په انفرادي او اجتماعي ډول د اشغالګرو کفري قواوو لپاره په افغانستان کي لاري او چاري لټوي او د هغوي دشتون لپاره فيصلي کوي د اسلامي شريعت خلاف کار کوي او د افغانانو په ملي غيرت او شجاعت باندي سخت ګذار کوي ، نو داسي منحوسي ډلي او افراد د اسلامي شريعت خلاف او د ملي گټو پر ضد عمل کوي ، او د سختو شرعي مجازاتو مستحق ګڼل کيږي چې د دي ډول غير اسلامي او غير ملي کرغيړن عمل څرګنده نمونه په کابل کي د لويي جرګي په نامه جوړه شوي بد مرغه جرګه ګۍ ده ، چې د افغانانو له محترمي عنعني (لويي جرګي) نه يې د بهرني اشغالګرو په لمسون ډيره بده استفاده وکړه ، او د متجاوزو اشغالګرو لپاره يې وغوښتل چې قانوني لاره ولټوي او هغوي ته د نظامي اډو په ورکولو سره غير شرعي ، غير ملي او غير اخلاقي فيصله وکړه او ځان ته يې د الله تعالى غضب او د مجاهد او آزاد افغان ولس قهر او غوصه وپاروله او طوفاني يې کړه، چې ان شاء الله تعالي پدغه طوفاني څپو کي به دوي او د دوي خارجي متجاوز باداران ژر تر ژره لاهو شي .

نو مونږ د افغانستان مهاجر علماء او مشايخ دغه کرغيړنه جرګه ګۍ چې د يو تعداد معلوم الهويه سابقه خونخوارو کمونستانو او د ګوتو په شمار منحرف شويو سابقه جهادي مشرانو او د يو تعداد مجهول الهوية افرادو لخوا جوړه شوي وه او په هغي کي يې د کفري اشغالګرانو لپاره په افغانستان کي نظامي اډي او تاسيسات منظور کړل د شرعيت ، ملي ګټو او د افغانستان د استقلال پر ضد ګڼو او د افغانستان پر مجاهد ملت باندي غږ کوو چې دغه کرغيړنه فيصله غير شرعي او غير اسلامي ده او هيڅ نوعه شرعي مجوز او قانوني حيثيت نلري او يو خاينانه عمل ګڼل کيږي، نو له هغي نه خپل برائت او بيزاري اعلان کړئ او هر څوک چې د دغي کرغيړني فيصلي ننگه او پلوي کوي عند الله او د شريعت په وړاندي مجرم او خائن ګڼل کيږي.

دريم . خارجي متجاوزو اشغالګرو ته وايو تاسي به زمونږ په وژلو ستړي شئ خو مونږ به له مرګ او شهادت څخه ستومانه نشو ، ځکه چې مونږ شهادت او پر تاسي غلبه دواړه خپله کاميابي او افتخار بولو.

الله تعالى فرمائې (قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْبِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ) [التوبه ٥٢]

نو تاسي ته ډير عاجل په کار دي چې د خپل لس کلن ظالمانه او کرغيړن شتون او ناکامي تجربي نه په استفادي سره زمونږ د مقدسي خاوري نه پښي سپکي کړي ، او نور د افغانانو له قتل عام ، او د هغوي د عام المنفعه د تاسيساتو له ويجاړولو او د شخصي شتمنيو له لوټولو نه لاس په سر شي ، او د خپل مالونو او سرنو له درانده تاريخي تلفاتو نه ځان وژغوري ، او پدي پوه شي چې د افغانستان مجاهد ولس جهاد او پاڅون يو عقيدوي ، ديني او ملي صبغه او رنګ لري ، او د هري ورځي په تيريدو سره نور هم ګرم او طوفاني کيږي ، او د غزا او شهادت جذبات حتي زمونږ په ماشومانو کي هم اثر کوي :

نو د تاسو او د تاسو د ګوډاګيانو هيڅ چل ، فريب او توطئه چې هغه د لويي جرګي تر عنوان لاندي وي ، يا د نورو نومونو او عناوينو لاندي ستاسو د لنډ مهال او اوږد مهال، شتون لپاره لاره هواره ولاي نشي :

نو تاسو ته به ښه وي ، چې زمونږ د ګران اسلامي وياړلي وطن (افغانستان) نه خپلي بستري پشا کړئ ، خپله ذليلانه ماتي او شکست ومنئ ، او د افغانستان د مجاهد ولس نه عفوه اوبښنه وغواړئ ، او د يوي باوقاره او په برابر متقابل سياسي تعامل باندي استوار دوه اړخيزه روابطو جوړولو لپار ځانونه چمتو کړئ او پخپل د تاسي په ګمان نه ماتيدونکي ايتلاف او بي ساري تيکنالوجي مه خطاء کيږئ ، ځکه چې الله تعالى فرمائې (سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ) [القمر ٤٥]

ومن الله تعالي التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x