نړۍټکنالوژي

ګوګل د اسراییلو په غوښتنه له ګوګل پلی سټور څخه فلسطینی «ګیم» لرې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۵مه ۱۳۹۳ل): ګوګل امریکايي شرکت د اسراییلو د فشار له کبله (( GAZA MAN)) په نوم یو فلسطینی ګیم (لوبه) له ګوګل پلی سټور څخه لرې کړې.

بریډج فیو په نوم شرکت وايي چې ګوګل دغه لوبه په داسې حال کې لرې کړه چې د راوتلو یې ۳ ورځې لا نه وې پوره شوې. ګوګل د ګیم یا لوبې د لرې کولو دلیل دا ښودلی چې دا د یوې ځانګړې ډلې او خلکو پر ضد نفرت خپروي.

د دغه ګیم جوړول شرکت په یوې خبرپاڼه کې د ګوګل دغه پریکړې لامل «سیاسي فشار» ښودلی دی.

بریډج فیو شرکت د ګوګل دا څرګندونې رد کړي چې ګواکې دغه لوبه سختدریځي یا د یوې ډلې پر ضد نفرت خپروي او یا هم خلک ملکي وګړو وژلو ته هڅوي. هغوی په دې ټينګار کړی چې دغه لوبه د ملکي وګړو څخه د فاع، مظلومانو سره د مرستې او هغوی ته د حقونو د ورکړې په خاطر جوړه شوې.

دغه شرکت همدا راز ویلي چې د لوبې په جوړولو کې دوی ټول نړیوال معیارونه په نظر کې نیولي. دوی له ګوګل غوښتي چې د خپلې پریکړې څخه وګرځي.

یاد شرکت ادعا کوي چې په تېرو ۳ ورځو کې زرګونو کسان د ګوګل پلی سټور له لارې یاده لوبه مبایلونو، آي پيډونو، ټيبلیټس او نورو ته ښکته کړې.

بریډج فیو شرکت وايي چې ددغه ګیم څخه د اسراییلو ویره دا ښيي چې دوی دومره ضعیف دي چې د یوې لوبې زغم هم نه لري.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې فیسبوک د اسراییلو خوښولو لپاره د هغوی په غوښتنه د فلسطین یوه مشهوره وېبپاڼه شهاب بنده کړله.

د یادونې وړ ده چې ګوګل او یوټیوب تر دې دمه هغه فلمونه او انځورونه چې اسلام، قران او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په کې توهین شوی، د ډیری غوښتنو سربېره نه لرې کوي او دا د بیا ازادي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x