نیمروز زندان کې د بندیانو او د مسوولینو تر منځ وسله‌واله نښته شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۵مه ۱۳۹ل): د نیمروز ولایت په یوه زندان کې د بندیانو د زندان مسوولینو تر منځ وسله‌واله نښته شوې.

د نیمروز ولایت امنیتي سرچېنې وايي چې دا نښته نن ماښام وروسته شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې.

د زندان دننه سرچینو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د بندیانو یو تن پيواز بې اوازه تمانچه زندان ته دننه وړلې وه او دننه یې یو زنداني سپارلې وه.

دا لا معلومه نه ده چې پیواز څنګه توانیدلی چې بې اوازه تمانچه د زندان دننه ننباسي.

سرچېنې زیاتوي چې چې دغه بندي د زندان د لوجستیک پر مدیر ډزې وکړې او هغه یې سخت ټپي کړ، وروسته د زندان د ساتونکو او بریدګر زنداني تر منځ نښته رامنځته شوه.

په نښتو کې بریدګر بندي وژل شوی او یو بل بندي ټپي شوی دی.

پژواک خبري اژانس د یوې بلې امنیتي سرچېنې له قوله لیکلي چې په نښته کې دوه بندیان وژل شوي او د یو افسر په ګډون ۲ نور ژوبل دي.

د نیمروز ولایت سرپرست والي امیر محمد اخندزاده هم پېښه تایید کړې او زیاته کړې يې ده چې په نښته کې یو زنداني وژل شوی او د زندان یو کارکوونکی ټپي شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د