هرات: په چاودنه کې د امنیتي شرکت دوه تنه ساتونکي مړه او دوه نور ټپیان شول
نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د ماین چاودني له کبله د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان دوه تنه ساتونکي مړه او دوه نور ټپیان شول.
ویل کیږي چي دغه وژل شوي کسان د اریا امنیتي شرکت کارکونکي وه، چي د شینډنډ ولسوالۍ اړوند د شوز په سیمه کې يې د سپرلۍ پر موټر ماین وچاودېد، چي له کبله يې یاده مرګ ژوبله ورسیدله.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي چي په دې پيښه کې د بهرنیو د اکمالاتي کاروان څلور تنه ساتونکي مړه او درې نور ټپیان شول.
د نومړي په وینا پر دې سربیره د اکمالاتي کاروان د ساتونکو دوه عرادې سرف ډوله موټر هم تخریب شوي.