نظــر

تاسې جنرال عبدالرازق هم پېژنئ!

سهار

زه د ملي خایین حامد کرزي له واکمنۍ را پدې خوا د کندهار سیمې په اړوند د قوماندان عبدالرازق او جنرال عبدالرازق نومونه د عامه رسنیو له خولی اورم، چه کله د قندهار د امنیه قوماندان او کله هم د کندهار د سرحدی پولیسو د قوماندان په القابو معرفي کېږي.

د ۲۰۱۵ کال په سر کې می یوه ورځ د تلویزیون په صفحه د هغه څیره ولیده چه د پاکستان د سرحدی پوستو خواته یی توغندی ور غورځولی وو. ده خپل ځان پدغه کار سره خورا وطنپرست ښودلو، خدای شاهد دی چه دده له وطنپرستی سره زما هم علاقه پیداشوه. ځکه مې د هغه د ښو کارنامو په هکله خپل معلوماتونه له خپل یوه دوست سره شریک کړل . خو زما دوست له ما وپوښتل چه ایا زه هغه سم پیژنم، ما انکار وکړ، هغه راته وویل راځه چه لومړی له خلکو وپوښتو او بیا قضاوت وکړو . همدا علت وو چه دده په هکله د ځینې معلوماتو را ټولو ته اړ شوم، ځکه اوس غواړم دغه معلوماتونه له تاسو سره هم شریک کړم.

ما وموندل چه جنرال عبدالرازق لومړی د قندهار امنیه قوماندان او بیا وروسته د سرحدی قواوو قوماندان ټاکل شوی ، دغه لنډئ جنرال د قوماندان منصور له خپلوانو څخه دی کوم چه د طالبانو په واسطه د هغوی د راتلو په لومړیو ورځو کې په دار ځړول شوی وو. جنرال عبدالرازق د خایین حامد کرزي د خاینې کورنۍ او شمال ټلوالې یو وفاداره نوکر دی . هغه د کندهار د امنیه قومادان په صفت د کرزي د کورنۍ ټول مخالفین او د کندهار دقومونو لکه الکوزو، اڅکزو او نورو درانه مشران ترور کړل، داچه هغه د کرزی د خاینې کورنۍ په چوپړ کې وو. ځکه برسیره پردې چه هغه کومې لوړې نظامي زده کړې هم ندي کړې مفته جفته جنرالی یې هم تر لاسه کړیده . داسې ښکاری چه هغه له طالبانو سره خپله کورنی لیونی عقده  لري. قوماندان عبدالرازق سره لدې چه د کرزیانو یو ځنځیري جنرال وو

په هر صورت جنرال عبدالرازق دومره ظالم او وحشي قومادان وو چه هر کله به په کندهار کې د کانادا هیواد میشته قواوو پخپلو عملیاتو کې بیګنا افغانان ( قندهاریان) د خپلو عملیاتو په وخت کې ونیول ، په کندهار کې د کاناډایی پوځیانو دا اصول وو چه بندیان به یی د کندهار واکمنوته سپارل . هغه تورن کندهاریان به چه کله د کندهار محبس ته راوړل شول نو د شپې له خوا به مخکې تر د چه محاکمه شی ددغه وحشي جنرال یعنی قوماندان عبدالرازق له خوا په ډله ایز ډول ایستل کېدل او ورباندی به نښه نیول زده کول کېدل او مرمی باران کېدل به. چه یوه ورځ مې په انترنیټ کې په د هکله د یوه چا لیکلی مضمون هم لوستلی وو پدغه مضمون لیکل شوی وو چه د هغه بندیانو له ډلې څخه چه قوماندان عبدارازق ور باندې د شپې په نښه نیولو کې ډزې کړې ، کوم څوک وو چه دده په نښه ویشتلو کې زخمی شوی وو او مړ شوی نه وو، خو ځان یی مړ اچولی وو چه بیا وروسته په تیښته بریالی شوی وو.

همدارانګه کله چه ددغه وحشي جنرال د وژنو خبره توده او بیرون ته ووتله، نو د کانادا پارلمان پخپل دولت باندی سختی نیوکې ځکه وکړی ، چه پداسی حال کې چه دا پوځیان پوهیږی چه سپارل شوی بندیان مخکې تر د چه محاکمه شي ، د افغان واکمنو له خوا په ډله ایز ډول وژل کېږي . نو د کاناډا پوځ ولې په عملیاتو کې هغه نیول شوی کسان چه لا تراوسه یې جرم ندی ثابت شوی د افغان حکومت واکمنو ته سپاری چه بیا د هغه له خوا د شپې مرمي باران کېږي . د کاناډا پارالمان خپل حکومت وهڅولو چه نور بندیان د افغانستان دغه ځناورو واکمنو ته ونه سپاری.

دغه وحشي جنرال د کرزی د خاینی کورنی تر ډیر نوازش لاندې وو دا جنرال د ورځې پوره یو لک ډالره عاید درلود او لري یې ، چه ددغه عاید په سر د کندهار د والی یا د کرزی د خاینې کورنی د یوه بل غلام توریالی ویسا سره په جنجال هم اخته شوی وو ، چه توریالی ویسا هم ورڅخه ونډه غوښتله ترڅو په اخر کې یی هغه ته هم یوه اندازه ونډه ورکول ومنل.

دا وحشي جنرال ، هغه د خایین محقق په اصطلاح دری رسمی ښځې لري . د هری ښځې څخه اولادونه لري ، چه اولادونه یی په دوبی کې د ورور دښځو په واسطه ساتل کېږي او دا خاین جنرال شمالی ټلوالی ته ډیر محترم او منلی کس دی ځکه چه د پښتنو په وژلو کې د هغوی د ارمانونو تر سره کوونکې دی . ددې خاين جنرال تر شا په حامد کرزي برسیره د بهرنیانو کلک ملاتړ هم موجود وو.

جنرال خبدالرازق یوازی قاتل نه بلکه یو کلک ډاکو او غل هم دی چه هغه د فساد او لوټماریو له برکته ډیره شتمنی هم تر لاسه کړیده . جنرال عبدالرازق د عربی عماراتو د شارجی ښار په الانور ټاور کې درې داسی ښکلی اپارتمانونه لري چه بیه یی میلیونونو ډالرو ته رسیږی. همدارنګه په دوبی کې د موټرانوڅو دانی دومره لوی شورمونه هم لري چه د شیخانو پلار ورپسې نه شي رسیدلای .

دغه خایین جنرال د اشرف غنی د واکمني په لومړنیو وختونو کې ځکه ځان د تلویزیون په مخ پاکستان ته د توپونو په وروارولو سره غوښتل ځان وطنپرسته وښیی او د اشرف غنی څخه د وزارت دفاع لپاره د وزیر امتیاز تر لاسه کړی . خو تا سو دغه خایین جنرال باید وپیژنی، چه هغه زموږ د لکونو بیګناه هیوادوالو د وژلو قاتل او یو ملی خایین دی. تاسو کولای شی پدغه معلوماتو نور معلومات هم ورزیات کړی.
همدا اوس می یو بل مضمون ولوست چه د کندهار ولسی وګړی وایی چه په غلاوو کې د پولیسو لاس دی نوچه په کندهار کې دا ډول خاین جنرالان د قوماندانانو دنده و  لري غلاوې او داړې به ولې دوام ونه  لري.

په پای کې د ملی خاینانو د رسوایی په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x