افغانستان

بادغیس: چارواکي وايي ۲۷۵ تنه مخالفین د سولي د پروسې سره یو ځای شوي

peace_processنن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځ کې چارواکي وايي چي نن د یولسو تنو قوماندانانو په ګډون دوه سوه او پنځه اویا تنه مخالفین د سولي د پروسې سره یو ځای شول.

د بادغیس ولایت مرستیال والي عبد الغنی صابري په دې اړه وویل چي نن د ددې ولایت په مرکز قلعه نو کې په څو ګروپونو ویشل شوي دوه سوه او پنځه اویا تنه مخالفین د سولي د پروسې سره یو ځای شول.

د نومړي په وینا په دغه کسانو کې ۱۱ تنه قوماندانان هم شامل دي،

او هغوی له ځانه سره پنځه سوه او دو اویا (۲۷۵) میله ډول ډول وسلې هم تسلیم کړي دي.

صابري زیاته کړې چي دغه مخالفین د سپین ږیرو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دریو میاشتو راهیسي د مذاکراتو په حال کې وه، چي نن بالاخره دولت ته تسلیم شول، او د سولي د پروسې سره یو ځای شول.

په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x