دیني، سیرت او تاریخ

صلح د اسلامي شريعت په رڼا کې

الحاج احمد شاه پوپلزی

﴿لاَ خَيْرَ فِىْ كَثِيرٍ مِّنْ نَجْوٰهُمْ اِلاَّ مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوفٍ اَوْ اِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَنْ يَّفْعَلْ ذٰلِكَ ابْتِغَاۤءَ مَرْضَاةِ اللّٰهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ اَجْرًا عَظِيْمًا(114)﴾ النساۤء

ترجمه: نيشته خير په ډېرو پټوخبرو او جرګوکښي مګر هغه چي امر کوي په صدقه کولو او نېکو کارونو او اصلاح کولو په مينځ د خلکو کښي او هرڅوک چي وکړي داسي کار د پاره د غوښتني د رضا دالله ژر دى چي ور به کړل شي اجر د ثواب لوى.
﴿فَاتَّقُوا اللهَ وَاَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَاَطِيعُوا اللهَ وَرَسُولَهُ اِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ (1) ﴾ الانفال

ترجمه: و وېرېږئ د الله څخه او صلح وکړئ په خپلو مينځونو کښي او اطاعت وکړئ دالله او د رسول د هغه که چيري يي تاسي مؤمنين.

د حضرت ابوهرېرة (رض ) څخه روايت دى.
رسول الله (ص) فرمايلي دي:

د بنيادم په هريوه بنده صدقه واجب ده هر ورځ چي نمر په کښې را ووزي
که د دوو کسو ترمينځ په انصاف فيصله وکړي دا صدقه ده، که د چا سره په سورلى کښي امداد وکړي ( سپوريې کړي ) او که څه سامان ورسره پورته کړي داصدقه ده او خوږه( نرم ) خبره صدقه ده،او هر قدم چي د لمانځه دپاره مسجد ته ځي دا صدقه ده او د لاري څخه د تکليف شي د بيرته کولوعمل صدقه ده. ( متفق عليه )

له عمرو بن عوف مزني څخه روايت دى.
رسول الله (ص) فرمايلي دي:
د مسلمانانو ترمينځ صلح کول روا دي مګر داسي صلح روا نه ده چي
شرعي حلال شيان حرام وګرځوي او يا حرام شيان حلال و ګرځوي او په مسلمانانو باندي په هغه شرطونو التزام ضروري دى چي د صلح د تړون په مهال پرې لا زم کېږي.
( ابو داوود، ابن ماجه ، ترمذي )

په تعريف او معنا کښي د هر انسان د ذهن په څېړلو سره اړيکه کېږي خو! زموږ په نظر: صلح د درو تورو څخه جوړه شوېده ( ص، ل ، ح ).

ص: صله رحمي. صداقت .صفائي . ل: لورونکې . ح : حالت.
مجموعه يې د صله رحمى لورونکى حالت جوړوي.

د پروردګارعالم د رحمتونو په لړ کښي هغه قبوله شوې کړنلاره چي د زمان او مکان په ټولو حالا تو کښي خپل ځانته ځانګړى ځاى لري او د ترديد د پاره يې هيڅکله اکثريت نه دى راغونډ شوى پېژنو دا الهي رحمت يوازي د انسانانو په ټولنه کښي د عاقل او بادرکه انسانانو له لوري د مځکي پرموخه پلنه کېږي څو د حيواني او انساني بېلو طرزونو په خوا کښي خپل بارزيت د تفوق طلبى په چوکاټ کښي د انساني کړنلاري په پلو ښکاره کړي د شعور او عقل ترمينځ بېلوالى وښيي ، د علم او انسان دوستى بالادستي پر بې علمى او غضب باندي لوړه وساتي او هغه درجه ثابته کړي کوم چي د الهي رحمت په پلو کښي اختصاص لري.

په دې کړنلاره کښي د علمي ، فلسفي او ادبي فنونو مرکز د اتحاد په کړۍ کښي يوځاى شويدى چي د سبستې،نننى ورځي سياست او بې علمى موخه يې توره کړېده د ګډ ژوند،انساني برنامو او وحدت په پلوى يې داسي غښتلي ګامونه پورته کړيدي چي د شاته تللو امکان يې د تاريخ په ادوارو کښي چا نه دى ليدلى که څه هم د مؤقت زمان په غېږ کښي ناخوالو خپل کرغېړن اعمال پلي کړيدي خو د بقا او استقرار حالت يې نه دى موندلى له همدې کبله ويلاى شو صلح د مځکي پرموخه د يوې دوامداري او قبولي شوي کړنلاري حق و خپل ځانته خپل کړيدى چي د نوعيت له لحاظه په دوو برخو وېشل کېږي.

• دائيمي صلح
• مؤقت صلح

دا دواړه حالته بيا په خپل شتون کښي په خپل محوري اساس په دوو برخو وېشل شويدي.

لومړى: صلح د صادرولو په شکل کښي

دوهم: صلح دغوښتلو په شکل کښي

لومړى: صلح د صادرولو په شکل کښي

الف: د انساني غوښتنو په توجه . ب : د الهي رحمت په پلوکښي.

الف: د انساني تشبثاتو او د وخت د ضرورت په تقاضاسره صلح په انساني مختصه ټولنه ، کورنۍ او چاپېريال کښي چي د ګډ وډى ميدان وي په داسي ډول پلي کېږي چي د حقوقو د تضمين مراعات د بارز قدرت په ګټه ښکاره وي کمزوره ځکه د صلح قاعده غوره ګڼي چي د ژوند تاء مين يې وشي او يا هم د راتلونکي ژوند د پاره يې د ځان جوړولو قدرت تضمين يا وساتل شي.ځکه د تفوق طلبى فکر د هر انسان په تخيل کښي يو نغښتل شوى راز دى په داسي حال کښي چي د خپلي کړنلاري احساس د صلح په پلوشو کښي و ويني سمدلاسه و همدې کړنلاري ته رجعت کوي او که د ماءيوسى تصوير په کښې انګازې و کړي نو خپله موخه ترې اړوي.

په همدې ډول داسي صلح د يوې خاصي مرام نامې د پاره د اختصاصي برنامو تر عنوان لاندي پلي کېږي نه د وحدت او يو والي په لحاظ ځکه نو د مؤقت وخت په دوران کښي يې د پلي کېدلوامکان شته خو د تل پاتي قاعدې له مزاياو څخه بهره نه لري ځکه د انساني قدرت لاس په لاس کېدل د نظام د يوه حالت نمايندګي نه کوي وروسته به پرې بحث وشي.

ب: دالهي رحمت په پلو کښي

د تل پاتي قانون په حيث د مؤقت او دايم دور د پاره.

کله چي انسان د مځکي پرموخه د خپل ژوند تګلاره و ټاکل او داطاعت سجود يې و خپل رب ته په ځاى کړ نو رب العالمين هم د خپل رحمت لړۍ پرې بنده نه کړه بلکه تر هرڅه نه ډېر يې د انسان توجه د علم لورته وګرځول او په دې يې ورته پوهه ورکړه چي د علمي دنيا له لوري د حقايقو لاس ته راوړنه د تل پاتي ثمر په درلودلو سره دالهي ذات په پېژندګلوى کښي اهم رول لري

.کله چي دا دوه مقصده ترلاسه شول د صلح تګلاره په خپله د پلي کېدلو په پلو حرکت سمبالوي چي نتيجه يې د انساني ټولني پياوړتوب د نوروغيرانساني مخلوقا تو په پرتله صعودي قوس ته پيمايش ورکوي.

خاص قوم او منطقې ته يې توجه د ضرورت په بنياد راموخي ته کېږي حال داچي په اساس کښي يې تهداب د مځکي پرموخه دټولو مخلوقاتو په وړاندي يوشانتي دى ځکه د ضرر او ګټي کومه رابطه يې د الله پاک سره نه تړل کېږي او نه هم په دې لاره کښي ورته د مجبوريت احساس شته هرڅه چي پېشنهاد شويدي ټول د انسانانو ترمينځ د ښه ژوند تضمين کوي او د تل پاتي قانون په ماحول کښي دمؤقت او دايم دور په جريان کښي تطبيق وړ ګرځي له همدې کبله يوازنى غوره کړل شوې فورموله صلح ده چي د علمي دنيا نمايندګي کوي .

صلح د معنا له رويه د اسلامي او غير اسلامي قانون په غېږ کښي يو شانتي ځلېږي خو دقوانينو په ځانګړي خصوصياتو سره يې پياده کول خپل ځانته شرايط وضع کړيدي ځکه د نن ورځي تود بحث ګرځېدلى دى په حقيقت کښي د اسلامي قوانينو په بنياد صلح د ټولني خيرخواهي او د فرد مصؤنيت ته په کلکه توجه ګرځولې ده او د دې لاري جزئيات يې له نظره نه دي غورځولي په داسي حال کښي چي د عقيدوي حقايقو او تپل شوي خرافاتو ترمينځ بېل والى د سالم عقل او پاک وجدان په درلودلو سره انزواکېږي نو ځکه د بشري غير اسلامي وارداتي صلح سره يې تړون ممکن نه دى او د رديف هم قطاري نه شي کولاى.

• صلح د خپل نوم څخه د هر انسان روح ته د آرام او نېک ژوند پوره
پيغام لري ځکه خو دککړ لاس په ضد تګلاره ده.

• صلح د انساني ګډ ژوند يو مبرم ضرورت دى د تخيل او شاعرى ليکه نه ده.
• صلح د لاس لاندي او لاس بري ترمينځ توپير نه لري او نه هم داقرباء پرستى شعار قبلوي.

صلح بايد د صلح په قوانينو ولاړ تهداب ولري نه د غرض او ګټي پرمبنا.

له همدې کبله صلح د خپل تعريف او قاعدې په چوکاټ کښي هغه الهي لارښودنه ده چي د انتقام اوشيطاني غوښتنو په ضد د عدالتي نظام او انساني پوره واکمنى رول له خپله ځانه سره لري اود پلي کولو د پاره يې سالم عقل د پاک وجدان سره د دې ارمان پوره کول د مځکي پرموخه په ارمغان راوړلاى شي نه هغه تشريفاتي دستورالعملونه چي د مستۍ په حال
کښي يې واکمن په انفرادي ډول د هپنوتېزم په حالت سره ښکاره کوي .

د غير اسلامي قوانينو تر شعار لاندي د صلح د تاء مين پايداري په اسلامي نړۍ کښي کېداى ځکه نه شي چي هلته دحلا ل او حرامو،حق او باطل ، ظالم اومظلوم کړنلارو ته د عدالت په سترګه نه کتل کېږي بلکه د شخصي ګټي په خاطر د مظلوم په سر د تېشې وهلو او يا هم دوارد شوي قوانينو د پلي کولو د پاره ګامونه پورته کېږي د عمومي قاعدې او يا هم د لاس برى په دور کښي د صلح لفظ او پلي کول هيڅکله د توجه وړ خبره نه ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x