
د ملي شورا وروستی کال نن پیلېږې
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د ملي شورا پنځم کال نن د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري پیل کېږي.
د ملي شورا وروستی کال چې څو شېبې وروسته به د اشرف غني له لوري پیل شي، د ۱۳۹۴ کال تر وږي دوام کوي.
د اساسي قانون د ۱۰۷مې مادې له مخې د ملي شورا کاري کال نهه میاشتې دی، چې پکې یوه نیمه میاشت ژمنۍ رخصتي هم شاملې دي.
د ولسي جرګې په دې وروستي کال کې به د ګډ حکومت دواړه مشران د کابینې پاتې برخه ور معرفي کوي او د ولسي جرګې د مرستیال منشي له قوله دې نوماند وزیرانو ته رایه ورکول به يې په کاري لومړيتوبونو کې وي.
د ولسي جرګې غړي پخپلو ژمنیو رخصتیو کې له خپلو مؤکلینو سره ګوري او ستونزې يې اوري، خو د ولسي جرګې د غړو له قوله دا رخصتي ډېری وکیلان بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو تېروي.
د ولسي جرګې غړې ارین یون افغان اسلامي اژانس ته وړاندې ویلي و، چې د ولسي جرګې نږدې ۱۰۰ وکیلان بهرنیو هېوادونو ته په سفر تللي دي.
یاده دې وي د ګډ حکومت له لوري د مرغومي په ۲۲مه ولسي جرګې ته پنځه ویشت نوماند وزیران او دوه نوماند رییسان ور وپېژند شول، چې یواځې اوه وزیرانو او یو رییس يې د باور رایه ترلاسه کړه او پاتې نورې ټولې ادارې لا هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي