افغانستان

د سالنګ لاره يو ځل بيا د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹ل): د سختو وارو او ورښتونو له امله د سالنګ لويه لاره يو ځل بيا د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

د هېواد شمال، چې د سالنګ تونل له لارې پلازمينې کابل سره تړل شوې، تېره شپه د سختو واورو او ورښتونو له امله تړل شوې ده.

د سالنګ د لويې لارې د امنيت مسؤول جنرال رجب رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې تېره شپه د سالنګ شمال او سويل کې د واورې ښوېدو له امله د سالنګ تونل لاره د وړو او لويو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

جنرال رجب نن سهار رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې اوس هم سخته واوره وريږي او کېدای شي نن يو ځل بيا واورې وښييږي او د ځايي خلکو په ګډون د وړو او بار وړونکو موټرو ستونزې به نورې هم زياتې شي.

د روانې مياشتې له پيله د سالنګ لاره د وارو ورېدو له امله تر نهمې نيټې تړل شوې وه، مګر تېره شپه يو ځل بيا د وارو ښويدو له امله دغه لاره يو ځل بيا د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

هر کال ژمي کې د واورو ښويدو له امله د سالنګ لاره د ترافيکو پر مخ وخت پر وخت تړل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x