fbpx

خوږیاڼو: طالبانو څلور غلو ته په عام محضر کې سزا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې طالبانو څلور غلو ته په عام محضر کې سزا ورکړله.

د خوږیاڼو ولسوالۍ یو تن د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو پرون د جمعې په ورځ د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړخیلو سیمه کې څلور تنه غلو ته په عام محضر کې شرعي سزا ورکړه.

سرچېنې زیاته کړه چې شپږ ورځې وړاندې طالبانو څلور غله د غلا شوي سامان سره یوځای ونیول او محکمې ته د «شرعي پریکړې» لپاره وسپارل شول.

یادې سرچېنې د غلو نومونه قیوم د سید نظیم زوی، مصباح الله د ننګیال زوی، نقیب الله د روح الله زوی او فرهاد د شفیق الله زوی ښودلي دي.

سرچېنې په باور غلو د تحقیق او څېړنو پر مهال په خپل جرم د طالبانو «شرعي محکمې» ته اعتراف کړی و.

هغه وویل چې طالبانو له دې کبله چې حدود د وړې شبهې له کبله هم نه نافذیږي یاد کسان تعزیرا د جمعې د لمونځ وروسته د نکړخیلو ستر جومات مخې ته ۲۸ – ۲۸ درې ووهل شول.

طالبانو تر دې وړاندې هم په زیاتو سیمو کې دغه ډول شرعي حدود نافذ کړي چې له مخې يې په جرمونو کې د پاموړ کمی راغلی دی.

نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي وو چې خلک له دې کبله هم د طالبانو محاکمو ته ډیر ورځي چې پریکړه ژر کوي، بډې نه اخلي او خپلې پریکړې حتمي نافذوي.

اوسمهال د هېواد په لر او بر کې طالبان محکمې لري او د دولتي چارواکو له قوله خلک تر دوی زیاتې مسئلې طالبانو محکمو ته وروړي او په هغوی یې حل او فصل کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د