هلمند: د خانشین ولسوال د خپلو دوو تنو ساتونکو په ګډون ووژل شو
نن ټکی آسیا: د خانشین ولسوالۍ ولسوال د خپلو دوو تنو ساتونکو سره په یوه چاودنه کي ووژل شو، او درې تنه نور ساتونکي يې ټپیان شول.
پيښه نن سهار د خانشین ولسوالۍ اړوند د تاغز حبیب الله خان په سیمه کې هغه مهال را منځته شول، کله چي ولسوال مسعود بلوچ د خپلو ساتونکو سره د دیشو ولسوالۍ څخه خانشین ته د راستېدو په حال کې وو.
د هلمند ولایت د والي ویاند محمد داود احمدي ویلي چي یو ښخ کړه شوی ماین د ولسوال د سپرلۍ پر موټر وچاودېد،
چي له کبله يې د ولسوال په ګډون دوه تنه ساتونکي مړه او درې نور ټپیان شول.
هغه زیاته کړې چي ټپيان روغتون ته د درملني لپاره لیږل شوي.
تر اوسه طالبانو ددې پيښي په اړه کوم ډول معلومات نه دي خپاره کړي.