افغانستان

هرات: یو پولیس خپله نامزاده مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۱۶مه ۱۳۹۳ل): د هرات امنیتي مسوولین وايي چې تېره ورځ یو پولیس خپل نامزاده مېرمن په چاقوانو وهلې او وژلې ده.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالرووف احمدي د پېښې پخلي تر څنګ ویلي چې دغه پولیس عبدالرحمن نوميږي او له اصله د تورغنډۍ د سیمې اوسیدونکی دی.

هغه زیاته کړې چې یاد ساتنمن پولیس اوسمهال د هرات په اوومه ناحیه کې ژوند کوي.

د احمدي له قوله پرون د جمعې په ورځ نوموړی پولیس د خپل خسر کور ته چې ددغه ولایت په لسمه ناحیه کې د چارباغ فیروزه په سیمه کې دی، تللی و. هغه وویل چې پولیس تر لفظي شخړې وروسته خپله نامزاده مېرمن په چاقوانو وهلې او وژلې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې دغه پولیس د خپلې نامزادې مېرمن تر وژنې وروسته پولیسو ته ځان سپارلی دی.

تر دې دمه ددغې لفظي شخړې علت چې له کبله یې مېرمن ووژل شوه، څرګند نه دی.

پولیس وايي چې د پېښې په تړاو څېړنې کوي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې یو سړي خپله مېرمن، دوه بچیان او وروسته یې خپل ځان ووژاه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x