نړۍ

بريتانيا کې يهودانو ضد فعاليتونه او افکار زيات شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹ل): يوې مرستندويه ټولنې په خپله تازه سروې کې ويلي، چې د تېر ۲۰۱۴کال په ترڅ کې بريتانيا کې د يهودانو ضد افکار او فعاليتونه زيات شوي او لامل يې پر غزه د اسراييلي ښکېلاک بريدونه او ټولوژنه بلل شوې ده.

بريتانيا کې د ټولنيز امنيت صندوق په خپل کلني راپور کې ويلي، چې ۲۰۱۴م کال کې د بريتانيا په لر و بر کې د يهودانو پر ضد ۱،۱۶۸ بريدونه او د تاوترپخوالي پېښې شوي او دا شمېر د ۲۰۱۳م کال په پرتله بيخي زيات دی.
۲۰۱۳م کال کې ۵۳۵ پېښې شوې وې.

۱۹۸۴م کال راهيسې، چې د يهوادانو پر ضد کوم فعاليتونه پيل شوي ۲۰۰۹ کال څخه ۲۰۱۴ پورې دغه يهوديت ضد افکارو کې ۲۵٪ زياتوالی راغلی دی.

د ټولنيز امنيتي صندوق وياند مارک ګارډنر تېره مياشت رسنيو ته وويل، چې د پاريس له بريدونو وروسته يې له ګڼو بريتانيا مېشتو يهودانو اورېدلي، چې د بريتانيا هر يهودي تل په دې وېره کې دی، چې څوک به پرې بريد وکړي او دا وېره د بريتانيا په ګډون ګردې اروپا کې خپره شوې ده.

بريتانيا کې د پوليسو يو افسر ګاري شيوان، چې د يهودي ټولنو د امنيت مسؤول دی وايي، چې تېرو څو اونيو کې د يهوديت ضد بريدونه او فعاليتونه په بې ساري توګه زيات شوي دي.

راپور زياتوي، چې د تېر کال په ترڅ کې يې ۸۱ داسې تفيصلي راپورونه تر لاسه کړي، چې د يهودانو پر ضد د سختې کرکې او نفرت نښې ګڼل کيږي. په دغو بريدونو کې يهودانو ته ښکنځل، ډبول، په ګيلاسونو او باسکيټ بال ويشتل هم شامل دي.

« د يهودانو پر ضد ډېری بريدونه او پېښې لفظي شخړې، ښکنځل، په عامه ځايونو کې ټول يهودي ملت ته سپکې سپورې بريتانيا کې عادي خبرې دي او د دې پېښو قربانيان د بريتانيا عام يهودان دي.»

د دې تر څنګ بريښنا ليکونو، ټولنيزو شبکو او انټرنيټي پاڼو کې يهودانو ته سپکې سپورې او ښکنځل د پخوا په پرتله بيخي زيات شوي او عام خلک هم پر ديوالونو او عامه ځايونو د يهودانو پر ضد خپلې څرګندونې کوي او خلک هڅه کوي، چې يهودي املاکو ته زيانونه واړوي.

دا پېښې لندن او مانچيسټر ښارونو کې زياتې تر سترګو کيږي او يهودي ټولنې هم په دغو ښارونو کې زيات فعاليتونه لري.

د يادې ټولنې اجراييه رييس ډيويډ ډيلو وايي: « بريتانيا کې د يهودانو ضد فعاليتونه اصل کې پر غزه د اسراييلو له بريدونو سرچينه نيسي او هېواد کې پر يهودانو له بريدونو وړاندې لفظي شخړې او کرکې زياتې شوې وې.»

په نوي راپور کې راغلي، چې د تېرو دوو کالو په ترڅ کې بريتانيا مېشتو يهودانو څلورمه برخه يې له بريتانيا تللي او دغه يهودان په دې اند دي، چې راتلونکي وختونه بريتانيا کې د يهودانو لپاره د خير نه دي.

سروې کې راغلي، چې ۴۵٪ بريتانويان د يهوديت ضد افکارو ملاتړ کوي.

پاريس کې د يهودانو پر مرکز له بريد وروسته بريتانيا کې د يهودي مرکزونو امنيت د پخوا په پرتله قوي شوی دی.

د تروريزم ضد محکمې يو لوړپوړی چارواکی وايي، چې بريتانيا کې پر يهودانو د بريدونو اندېښنې د پخوا په پرتله ډېرې زياتې شوي دي.

د بريتانيا لومړي وزير ډيويډ کيمرون تېره چهار شنبه برتانوي پارلمان ته وويل، چې د یهودانو د امنيت په موخه به دوی هر ګام پورته کوي، تر څو دغه ټولنه په هېواد کې سوکاله ژوند وکړي. «زه په دې خبره ډېر خواشينی کېږم، چې يهودان دې بريتانيا کې ځانونه اندېښمن او له امنيتي ګواښونو سره مخ وويني.»

راپور کې راغلي، چې د يهودانو ستونزې او اندېښنې لا هغه مهال زياتې شوې، چې ښي اړخي سخت دريځي ګوند تېره اونۍ اعلان وکړ، چې دوی به د يهوديت ضد فعاليتونه نور هم قوي کوي او وايي، چې «سټامفورډ بايد له يهودانو پاک شي» سټامفورډ هغه سيمه ده، چې ډېری اوسېدونکي يې يهودان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x