غزني: د بهرنیانو په ډزو یوه پيغله انجلۍ ووژل شول
نن ټکی آسیا: تیره ورځ د بهرنیو عسکرو په ډزو دغزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې یوه پیغله انجلۍ ووژل شول.
پیښه هغه مهال را منځته شول، کله چي د بهرنیانو پر یوه عراده موټر ماین وچاودېد، او هغه ویجاړ شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او دسیمي اوسیدونکو هم د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي په دغه چاودنه کي بهرنیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
خو د غزني ولایت د والي ویاند حضرت غزنوي رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ بهرنیو ځواکونو د غزني ولایت د روزي په کلي کي عملیات تر سره کړل، چي په ترڅ کې د ایتلافي ځواکونو په ډزو یوه پيغله ښځه ووژل شوه، او د طالبانو د بم جوړوني یو تن ماهر د چاودېدونکو توکو سره نیول شوی دی.
نومړي د چاودني ذکر نه دی کړی.