ورزش

پاکستان په نړیوال جام کې پرلپسې درېیمه لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د نیوزیلینډ په ښار اکلینډ کې د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې نن پاکستان جنوبي افریقا ته په ۲۹منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې په روان نړیوال جام کې درېیمه بریا ثبت کړه.

پاکستان جنوبي افریقا پر خلاف ۲۲۲ منډې جوړې کړې خو د D/L Methode قانون لاندې جنوبي افریقا باید ۲۳۲ منډې جوړې کړې وې.

د ۲۳۲ منډو په ځواب کې جنوبي افریقا ۲۰۲ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د جنوبي افریقا پیاوړي لوبغاړي او کپتان ای بي ډي ویلیرز په ننۍ لوبه کې پاکستان تر خورا فشار لاندې راوست. هغه د تېرو لوبو په څېر نن هم پیاوړې لوبه وکړه. ډي ویلیرز په یوازې ۵۸ بالونو د ۷ څلوریزو او ۵ شپږیزو پر مټ ۷۷ منډې وکړې خو د نوموړي د سوځېدو سره د پاکستان د ګټلو هیلې زیاتې شوې

د لوبې ښه لوبغاړی سرفراز احمد وټاکل شو. هغه په ۴۹ بالونو ۴۹ منډې او ۶ کېچونه واخېستل.

د پاکستان له لوري محمد عرفان، راحت علي او وهاب ریاض ۳-۳ ویکټې او سهیل خان یوه خو مهمه «ډي ویلیرز» ویکټ واخېستله.

د جنوبي افریقا پیل ښه نه و. ډي کوک په صفر وسوځېد. نوموړی په روان نړیوال جام کې تر دې مهاله نه دی چلیدلی.

هاشم امله تېزه توپوهنه وکړه. هغه د ۹ څلوریزو په مرسته په یوازې ۲۶ بالونو ۳۸ منډې جوړې کړې.

د ډي ویلیرز په سوځېدو پاکستانی بالر سهیل خان خوښي کوي.

جنوبي افریقا په لوبغاړو کې تر ډي ویلیرز (۷۷)، هاشم امله (۳۸) او ډي پلیسز (۲۷) پرته نور هېڅ یو لوبغاړي د پاموړ لوبه ونه کړله.

د پاکستان له لوري کپتان مصباح الحق ۵۶، سرفراز احمد ۴۹، یونس خان ۳۷ او شاهد افریدي ۲۲ منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا په بالرانو کې سټين ۳، اباټ او مورکل دوه دوه او عمران طاهر او ډي ویلیرز یوه یوه ویکټ واخېستله.

په نړیوال جام کې د پاکستان پیل خراب و. هغوی دوه پرلپسې لوبې وبایللې چې له کبله یې په نړیوال جام کې د پاتې کېدو چانس کم شو. خو وروستیو درې پرلپسې لوبو ګټل د یادې لوبډلې د پاتې کېدو چانس نور هم زیات کړ.

پاکستان بله لوبه د آير لینډ سره لري. آيرلینډ په ۲۰۰۷ کې پاکستان ته رسوا کوونکي ماتې ورکړې وه. ددغې ماتې له کبله د پاکستان روزونکي باب ولمر د خفګانه ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x