نظــر

له ښوونځي نه تربګرامه (شپاړسمه برخه)

لیکوال: رحیم بریال

دوړې ورکې شوي وې خو، د باروتو تریخ بوی لاهم دوام درلود، مور مې د مولوي صیب په لیدو قرار ونه موند، دیوبل زخمي په لور یې ورمنډې کړې، دهغې هم سر له تنې څخه بېل شوی و او دبدن زیاتره غړي یې له لاسه ورکړي و،پیژندګلوي یې نه کیده، دا ځوان میرصاحب جان و چې، خپل روح یې لا د وخته د رب دربار ته سپارلی و.

میرصاحب جان دخوست ولایت دصبریو ولسوالی اړوند د خالبسات اوسیدونکی و، د پاخه عمرلرونکی،په ځواکمن او غښتلي وجود برسیره د قوي عزم څښتن و، دځوانی قد یې میانه اوغنمرنګی نوراني انسان و، ډیرې خبرې یې نه خوښیدې له چوپتیا څخه یې ښکاریده چې په سینه کې یې یوه دونیا رازونه پراته دي.

ده هم دخپل تېر ژوند ستړي ورځې د اسلام په خدمت او دفاع کې تېرې کړې وې، د اشغالګرو روسانو پر وړاندې یې ددې لپاره شپه ورځ په ځان یوه کړي وه چې له ګران هیواده مو د الحاد ټغر ټول شي او پرځای یې یو اسلامي نظام حاکم شي.

هو، هغه هیله یې پوره شوي وه سرې لښکرې له هیواده شړل شوي وې له یو څه وخت تیریدو وروسته یې دشرعي نظام ننداره هم وکړه، بلکه پراخه ونډه یې پکې واخیسته دطالبانو پرمهال یې د استخباراتو ریاست کې دنده لرله چې ترسکوت وروسته هم په ترینګلو حالاتوکې په همدې ریاست کې پاتې شو، په لومړیو کې حالات ګډوډ و په خوست کې میشتو قومونو چا په امنیه قوماندانی قبضه کړي وه او چا هم د ولایت په مقام او نورو بیلابیلو دولتي ودانیو،چا به د مخابراتو ریاست دعوه کوله او چا به هم دقومونواوقبایلو ریاست میراثي حق ګاڼه، هرچاچې دطالبانو له سکوته وروسته په څومره بیړه اوپه څومره زیاتو ریاستونو سرننباسلی شو بس هغه دده شخصي ملکیت و.

میرصاحب جان هم دخپل قوم دخلکو په غوښتنه ددې پرځای چې پښې سپکې کړي، په خپله پخوانی دنده کلک پاتي شو، دده په شتون کې هغه خلکو چې له سمییزو طالبانو څخه دغچ اخیستلو شیبې یې څارلي سوڼ نشو کولای، او نه هم چا دا اجرآت کولای شوو چې په سیمه کې دې د طالب، عالم او مجاهدپه نوم څوګ ونیول شي او یا هم وځورول شي ځکه چې دی په یوه داسې دولتي ارګان کې موجود و چې ددولت سترګې بلل کیدې هروخت به چې ددوی ادارې ته دکوم چا په اړه راپور وړاندې کیده نو لومړی به دده له عینکو تیریده وروسته به پرې لوړپوړوچارواکو احکام پلي کول،کله چې پدې اداره کې سیکولریزم مخ پر وړاندې وده وکړه په ځانګړي توګه کمونیزم نو میرصاحب جان هم یو له هغو مهمو اشخاصو څخه و چې امریکایانو ته وفادارو چارواکو دخپلو پلانونو پر وړاندې لوی خنډ باله،مخالفو له حقدې نه ډکو کړیو هیڅکله هم دانشول تحمل کولای چې دډیموکراسی په چوکاټ کې دننه په یوه مهم استخباراتي ارګان کې دې ددوو مخالفو نظریو خاوندان شتون ولري،له یوه اړخه پخواني زاړه کمونستان او له بلې خوا هغه جهادي څیرې وې چې هم یې ددوی په هیلو او ارمانونو خاورې اړولې وې، په کالونوکالونویې پرخلاف وسواله مبارزه کړي وه او هم په طالب ریژیم کې په دنده ترسره کولو متهم بلل کیدل.

په اداره کې دننه دا اختلافات ترډیره پټ پاتې نشول بلاخره ریاست په دووګروپونو وویشل شو،اسلامپالو به کوښښ کاوه چې د ولس پر وړاندې دمخالف ټولي دراروانو خطرونو مخه ډب کړي او مخالفو به کوښښ کاوه چې ددوی له پښو تیږي وباسي،پخوانی په زړه کې دکسات بل شوی اور مړ کړي او په یوه نه یونوم یې خارجیانوته دالقاعده او تروریست په نوم ورمعرفي کړي .

هو بلکل همداسې یې وکړل ډیری اسلامپال یې یو یو په نخښه کړل او له صحنې یې لیرې کړل څه یې خارجیانو ته په بیلوبېلو نومونو ورپه ګوته کړل او څه یې عملا په داسې توطیو کې ښکیل کړل چې ترننه یې دکورنی غړي هم سزا ګالي چې ددې له جملې څخه یو زه هم وم چې ترډیره په امن پاتې نشوم.

زما په موضوع به وروسته وغږیږو خو تردې وړاندې پاتې خبره بشپړول اړین بولم،په اسلامپالو باندې ددولت په دننه کې دفعالیت کړی ورو په ورو تنګه شوه،هغه پراخ بنسټه حکومت چې لویدیځو رسنیو به یې په ستاینه کې ښه په درز کې بابولالې غږولې، دیوڅوزرواکو او وخشي صفته خلکو استحقاق ګرځیدلی و او یوازې یو څو لوفرو بدمعاشانو کولای شول چې په خپلو ناوړه او خودسرانه کړنو خارجیانو ته خپله وفاداري ښکاره اودکار وړ ځان ثابت کړي .

مبارز او پاک زړي ځوانان ددې پرځای چې له ویرې ګاونډي هیوادپاکستان ته بیا پر کډه کولو اړ کړای شي، د یوه مهم پلان دعملي کولو په فکر کې شول،پلان دا و چې دخوست له ښاره لیري په یوه پرته سیمه ګربزو کې به دپخوانیومجاهدینو په نوم یو مرکز جوړ کړي چې، ترڅو داړتیا پروخت ورځینې کارواخلي،یانې کله چې دمجاهدضدکړیو لخوا څوګ خارجي ځواکونو ته ددوښمن په توګه ورمعرفي شي نو لومړی به یې دمرکزغړي دراپور صحت په اړه دقیق مالومات کوي اوبیا به خارجیان په عمل لاس پورې کوي .

دا مرکز جوړ شو غړي یې وټاکل شول اوپه خوست کې میشتوخارجي ځواکونوهم پخوانیومجاهدینوسره دخلوص نیت په توګه پدې مرکزتش په نوم غولوونکي موافقه وکړه،خو خارجیان دې توافق ته ترډیره ژمن پاتې نشول له پخوانیو مجاهدینو څخه یې خپل زاړه دوښمنان چې یو وخت دروس وفادارلاسپوڅي و غوره وبلل، ددوی په ایشارو یې مرکز وران کړ او غړي یې یو یو ونیول او څه یې په تېښته اړ کړای شول د جهادي مرکز له غړو څخه یو هم (…..) او میرصاحب جان و چې اوس مې پداسې حال کې لیده چې مخالفینو یې سینه ښه پرې یخه کړه.

دا دواړه مو لیدل،سرته یې ولاړوم خو مور مې دزوی په نه لیدو ناهیلي شوه،نارې یې کړې چې وا خدایه زوی مې څه شو؟!

له مانه هم وارپار خطا شو شاوخوا مې نظر واچوه څه مې ترسترګو نه شول.

اکبرجان نومي زمونږ یو ګاونډي و ترټولو وړاندې راورسید، ویې پوښتل:

هله ووایی پدې کوټه کې څو کسان و؟

ستونی مې وچ کلک و زړه مې ریږدیده،په ډیر زحمت مې وویل چې، دوه میلمانه. . .و چې هغه دلته دي او یو مې ورور دی چې درک یې نشته!

په ریږدیدلي لاس مې دکوټې په لورې ایشاره وکړه:

ــ کیدای شي چې دکوتې دچت لاندې ایسار شوی وي!

هو! همداسې شوي و، دکوټې څلور واړه طرفونه دبم دفشار له وجې یوې بلې خوا خواره واره پراته و خو پاسنی پوړ یې ځای پرځای راپریوتی و،خلک راډیر شوي و بیلچې او کولنګونه راورسیدل،خاورې او لوټې یوې او بلې خواته وغورځول شوې، ددو تیرونو ترمنځ مودبې هوښی په حالت کې ورور پیدا کړ،نور رک روغ وخو، په خاورو خړپړ دباروتو له وجې یې په بدن خال خال داغونه ښکاریدل، دچت په رالویدو سره یې له یوې پښې وینه روانه وه.

دا یوه ډیره حیرانوونکي او له عقل څخه لیري پېښه وه چې، ددومره لوی کانګریتي چت لاندې یو څوګ ژوندي پاتي کیږي.

دورور په لیدو مې په ډاډه زړه په ټول میلمستون او څلوردیوالی نظر واچاوه، پوی شوم چې دا هوایی برید نه بلکه یوه بمي چاودنه وه،شېبه وړاندې په هوا کې امریکایي هیلوکوپترو ګزمې کولې خو اوس مې شک په یقین بدل شوی و،پدې هم پوی شوم چې دا یو ډیرخطرناک بم و ځکه چې دڅلورو کوټو مزبوط کانګریټي تعمیر یې له منځه وړی و، شاوخوا پخې خښتې،مات سیخونه او کانګریټ خواره واره پراته و.

راغلي دوستان ډیر ستومانه شول،خوښ یم ترې، د زړه له تله ترې مننه کوم، په ځانګړي توګه زمونږ له سیمییزو خواخوږودوکاندارانو څخه چې، له مونږ سره یې پدې سخته کې ترپایه منډې ترړې وکړې.

د زخمیانو انتقال، د شهیدانو کفن دفن ټول مراسم یې په خورا سترې همدردی سرته ورسول.
زه هم دخپل زخمي ورور ترڅنګ چې په یو دولتي موټر کې بار شو کیناستم، موټرچلوونکی او دپولیسو ډلګی مشر نجیب الرحمان زمونږ دسیمې نیږدې کلیوال و، نوموړی ډیر دښو اخلاقو څښتن او ډیر نر ځوان و له هیچا څخه یې ویره ترهه نه کوله،په دولتي معاملو کې یې هم دکلیوالو ځانګړی مراعت کاوه، که څه هم زمونږ موضوع یوه ډیره پیچلي موضوع وه چې پداسې معاملو کې له یوچا سره معمولي خواخوږي هم دسر په بیعه تمامیږي.

لنډه داچې ورور مو دده په مرسته نیږدې عسکري روغتون ته ولیږداوه، ډاکټرانو تر تداوی لاندې ونیوه، ډاډ یې راکړ چې هیڅ د تشویش خبره نشته،

د چاپان تلویزیون د هاغه وخت ژورنالیست ډاکټرکمال سادات چې (اوسمهال دازادو مبصرینو دټولنې مشردی) د راپور جوړولو په موخه روغتون ته راغی، ویډیویي کیمرې او وساییل یې نصب کړل پوښتنې ګرویږنې یې شروع کړې، ډیر زر له له بیلابیلو رسنیو بي بي سي، ازادی او امریکاغږ راډیو څخه دا راپور نشرته وسپارل شو چې:
نن سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې دخوست ښار په زړه کې دیوکورپه میلمستون کې دالقاعده او طالبانو یو مهم مرکز ویجاړ کړل شو.

دا راپور نه و بلکه یو اسماني تندر و چې زمونږ په سر راپرېوت، په راپور کې دا هم ویل شوي و چې:

د القاعده ددو مهمو غړو په شمول یو لوړ پوړی سخت دریځی قوماندان قاري مشهور هم سخت ټپې شوی چې، دډاکټرانو په وینا حالت یې ډیر نازک ښودل شوی.
دا راپور نه یواځې زمونږ دکورنی لپاره ویروونکی ثابت شو، بلکه زمونږ په ټولو نیږدې دوستانو یې یو بې خونده اغیز پرېښود، پداسې حال کې چې، مونږ دسخت ذهني کشمکش سره لاس و ګریوان و، زمونږ د کورنی له ټولو نارینه غړو څخه پوښتنې کرویږنې کیدې، دملي امنیت لخوا ډیری کسان پدې ګمارل شوي و چې، په هر قیمت وي باید له مونږ څخه د پېښې په اړه بیلابېل مالومات لاس ته راوړي.

دېته بیخي وخت نه پیدا کیده چې، مونږ دخپل زخمي ورور تداوی ته په خلاص مټ توجه کړي وای، دکوڅې په هره ګوهه کې راغلي دوستان او نیږدې خپلوان هم دامنیت موظفینو لخوا تر پوښتنو لاندې و، هرچا ترخپلې وسې پورې، څه چې ویلی شول په دراغو او ریښتیاو یې ایلا نه وه کړي.

آآ دچا خبره چې یو اور اخیستی و بل ترې د سیګریټ بلولو هیله کوله!

مونږ دځان په ویر اخته و دامنیت کارمندانو هیله درلوده چې، له مونږ څخه دخپلې خوښې مالومات راټول او مشرانو ته یې وړاندې کړي، هریو به کوښښ کاوه چې، په مالوماتو کې یو له بله وړاندېوالی وکړي ترڅو دخپلو مشرانو پر وړاندې ښه ریکارډ ولري.

نظرممد سوړ اسویلی وکیښ ویې ویل دا دملي امنیت والا څه دي، دا مې ډیر بدایسیږي له امریکایانو وړاندې ددوی مرګ روا دی!

آشه وایه وړاندې ځه!

ما وویل:

یواځې د ملي امنیت کارمندان نه بلکه، ددولت بیلابېل ارګانونه هریو، امنیه قومانداني، جنایي، تروریزم، او دولایت مقام استازي په وار، وار راغلل، دپېښې له ځایه به یې عکسونه واخیستل له یو درجن پوښتنو وروسته به بېرته ستانه شول، هیڅ دولتي ارګان هم په دې نیت دپېښې ځای ته سر راښکاره نکړ، چې لدې غمځپلو او دردمنو سره به دهمدردی او غمشریکی یو څو تش الفاظ شریک کړو، که څه هم دا دولت مسولیت دې چې، پداسې پېښو کې دزیانمنو له کورنی سره لږ ترلږه دهمدردی اظهار وکړي، مګر دوی برعکس له مونږ سره د یو دوښمن په څیر چلند کاوه، سختي، تشدد، پټکې، اخطارونه او. . . . دا ټول هغه څه و چې، مونږ په یو وخت او څو ساعتونو کې ورسره مخ شوو، دا څرګنده نه وه چې راتلونکي کې به له مونږ سره څه وړ معامله کیږي؟

خو پردې ټولو سربیره چې مونږ ته ډیر اړین و هغه داو چې، په هر قیمت وای باید ورور مو یوه خوندي ځای ته رسولی وای، له قاري صیب مې مشوره وغوښته چې، مونږ پدې حساسو او اړینو شيبو کې څه کولای شو؟!
قاري صیب هم دځان پر وړاندې دخطر احساس درک کړ، په ډیر زحمت یې وویل:

ــ څومره زر چې کولای شی لدې ځایه مې وباسی، ایشاره یې د پېښور په لورې وه، دچا خبره، دوه مې خپلې کړې او دوه پردی، د یوه چا په مرسته مې دولایت مقام پورې ځان ورساوه دهغه وخت مرستیال ابراهیم مشفق ته عارض شوم، ترې ومې غوښتل چې مونږ غواړو خپل مریض د تداوی لپاره پېښور ته انتقال کړو، د مهربانی له مخې دې ساتونکو ته امر وکړه چې زمونږ لاره خوشي کړي!

نظرممد وپوښتل:

د والی (والي) مرستیال ته پخپله ورغلې یانې مخامخ دې عریضه وروړه؟!

ما وویل:

هو!!

له ماسره چې څوګ د واسطې په توګه تللی و ددوی پخوانی د شلو کالو امام و، چې د مشفق له کورنی، وړو، زړو ان له زنانوو سره یې هم پیژندل، ددوی بوډا پلار یې څو کاله په شا مسجد ته وړی را وړی و.

مشفق سر ترپایه په ما نظر واچوو زما آمرانه لهجې خوند ورنکړ خو په څنګ کې مې داسې څوګ ولاړ و چې ده یې پر وړاندې، مخامخ هیڅ نشول کولای،په اوږده ږیره یې لاس راتېر کړ بلاخره خوله یې خبروته چوله کړه ویې ویل:

ستاسو موضوع ډیره پیچلي ده، دا اوس یوازې زمونږ په لاس کې نده بلکه خارجې ځواکونو ته هم رسیدلي نو ځکه خو زه نشم کولای چې پخپل اختیار تاسو ته اجازت درکړم تر څو مریض بهر ته انتقال کړی!

زما ملګري ورته وویل:

مشفق صیب خارجیان مارجیان پریږده! دمریض حالت نازک دی، دلته وسایل نشته دروغتون سرطبیب امان الله ویلي چې مریض مو اکسیجن او نورو وسایلو ته اړتیا لري نو ځکه خو یې باید زر تر زره بل ځای ته انتقال کړو، که خدای مکړه هسې په خبرو وخت ضایع کړو نو مریض به د مرګ له خطر سره مواجع شي، ته مهرباني وکړه عسکرو ته امر وکړه چې لاره پرنیزي او زمونږ په مخ کې خنډ نشي!

مشفق په تونده لهجه وویل:

ــ عجیبه خلک یې په تاسو ولاړ پیراداران خو یواځې زما عسکر ندي، په یو خوست کې څو حکومتونه دي له یوې خوا دبادشاخان نفر دي له بل خوا دامنیه قوماندانی چې پدې ټولو کې دخارجیانو خاص راپورچیان شتون لرې، که مو یو قدم هم پخپل سر واخیست نو ماته به په لوی لاس مشکل وګوری، زه په هیڅ صورت هم نشم کولای چې له تاسو سره پدې کار کې مرسته وکړم ورځې وخت مې مه ضایع کوی چې زه له یو چا سره مهمه ناسته لرم!!

مونږ د مشفق خبرې واوریدې نا هیلې بیرته روغتون ته راستانه شو، ملګري مې وویل چې داو زما دشلو کالو مقتدي چې بوډا پلار مې یې په کالونو، کالونو په شا مسجد ته وړی راوړی و، ریښتیا هم چې په سخته کې ډیر نیږدې دوست هم نه پکاریږي، ماته مې دسراجي دا شعر راپه یاد شو چې:

چې په سختی کې په درد ونخوري اشنا څه پکار ،
چې پس له مرګه یې راوړي، هغه دوا څه پکار.

مونږ پخپل سر فیصله وکړه چې له هرچا پټ په پنا پرده کې به مریض انتقالوو خو روغتون ته په رسیدو معامله بل ډول وه،زمونږ پدې پلان موجودو پیرادارانو له هرڅه مخکې سوچ کړی و، وړاندې لدې چې مونږ طرحه شوي پلان ته دعمل جامه ورواغوندو، د چارواکو لخوا امر وشو چې، تاسو باید زر تر زره ملکي روغتون ته انتقال شی!!

مونږ ډیر زر پوه شوو چې له ملکي روغتونه ددوی موخه څه ده، هالته په ملکي روغتون کې مولوي صیب رحیم الله هم تر څار لاندې و چې یو درجن عسکر یې پرې ګمارلي و.

زمونږ هڅو نتیجه ورنکړه اړ یې کړو چې ملکي روغتون ته انتقال شو، پس له شلو دقیقو مې مریض دروغتون په عاجله خونه کې واچاوه، پوره یو ساعت ووتو چې ډاکټران نه پیدا کیدل، کله به مو په یوه ډاکټر پسې منډې وهلې او ترلمنې به مو نیولې و او کله بل، بلاخره مریض مو د مولوي صیب رحیم الله ترڅنک په یوه کوټه کې بسترکړ، مولوي صیب مې لیده چې، همداسې یې په سختو دردونو کې دقران تلاوت کاوه،مولوي صیب دواړه پښې ماتې شوي وي په سپینو پټیو سرتر پایه پوښل شوي و خو له دردونو یې ډیر ویرکاوه،

زړه مې نه صبریده کله به مې یوې خوا منډې وهلې او کلې بلې خوا همداسې په ډاکټرانو پسې تلم راتلم زمونږ دمریض حالت هم نازک و خو دومره نه و چې دمرګ ویره مې احساس کړي وای چارواکې باربار راتلل او له ډاکټرانو سره یې پټ پټ پس پسکي کول، یو ډاکټر راغی ماته یې په یوه وړوکې پارچه څو ستنې ولیکلې زه ددواخانې په لورې په ستنو پسې ولاړم چې راتلم دمریض حالت ډیر نازک و، اکسیجن ورته چالان و او وروستی سلګی یې کولې، دا وخت د مازدیګر شاوخوا څلور بجې وې هلته په اسمان کې لمر په ډوبیدو و دلته قارې صیب له دونیا سره خدای پامانې کوله بلاخره دا لمر هم د تل لپاره ډوب شوو!

نظرممد (انالله وانا الیه راجعون !)

روح دې یې ښاد او یاد دې یې ژوندی وي. وویل.

یوه شیبه دواړه غلي و، چوپه پتیا شوه، ریږدیدلي غږ یې چوپتیا ماته کړه په اواز کې یې سلګی وې ویې پوښتل چې وروردې څومره عمر و؟ دژوند په اړه یې لږ وغږیږه، خیردی په تکلیف به شې!

ما هم انکار ونکړ ومې ویل:

دشهید قاري مشهور تقبله الله لنډ ژوندلیک!

د اوو وروڼو ورور دپلار نازولی مشر زوی قاري مشهورپه ۱۹۷۵ز کال دخوست ولایت دصبریو ولسوالی دزمبر په نورالدین کلي کې دحاجي امیرجان په یوه غریبه، دینداره کورنی کې دونیا ته سترګې وغړولې.

لومړنی عصري زدکړې یې دمهاجرت په دیار او دیني زدکړې یې دخوست په بیلابیلو مدرسو کې کړي وي خو، دیني زدکړې یې لابشپړي شوي نه وي چې د وخت ظلمونو او وخشتونو اړ کړ چې د حق پلویانو په صف کې ودریږي او له خپل ولس څخه په ننګه او دفاع لاس پورې کړي.

قاري صیب یو تکړه،مبارزاو باجرآته ځوان وپه څیره کې یې ریښتینوالي او میړانه له ورایه ښکاریدل،دنګې ځوانی او نوراني څیرې یې دخلکو په زړونو کې یو ځانکړی ځای درلود.

په څیره کې یې نه یوازې ښکلا موجوده وه بلکه، دحیا او وقارډکه مجسمه وه تل به له خپلو ماتحتو او همزولو سره په ورین تندي مخامخ کیده،په ښکلو ګلابي شونډو به یې تل مسکا خوره وه، سترڅښتن تعالی چې کوم صفات ده ته ورکړي و په ډیرو کې یې ساری نه لیدل کیده، په ډیره لږه موده کې یې دخپلو اکابرو په زړونو کې ځای پیدا کړ، د طالبانو د امارت پرمهال یې دخوست په بیلابیلو ولسوالیو (درګي، نادرشاکوټ، علیشیر، ځاځي میدان، صبریو او. . . ) په وروستیوکې د ننګرهارپه اچین ولسوالی کې ښه په پوره امانتداری دامنیه قوماندان په توګه دخپل ولس خدمت کړی او پدې برخه کې یې ښې لاس ته راوړنې درلودې، چې ښه بېلګه یې ددندې پرمهال اړوندو قومونو اوطالبانو ترمنځ ښې اړیکې او پراخ اعتماد و، دده په شتون کې هیڅ زورواکې، باغي او خپلسري نشوای کولای چې د امنیت پر وړاندې خنډ جوړشي، بې لدې هم دامارت پرمهال چا سر نشو پورته کولای خو ده پخپلو صمیمانه اخلاقو د ولس زړه خپل کړی و.

قاري صیب داخلاقو یوه داسې نمونه وه چې، دوستان لاڅه چې مخالفو یې هم په دیانت او ریښتینوالی ښکاره اعتراف کاوه خو، دصداقت همدغه ډیوه ترډیره بله پاتې نه شوه.

له ښاغلي قاري مشهور نه یې یوه لور پاتې شوه، کوم کمالات او صفات چې الله ده ته وربخښلي له هغې زیات یې دده په یتیمه لور پیزرو کړي چې پدې کم عمری کې یې ددیني علم ستر سعادت په برخه شو.
دده له شهادت څخه دوه میاشتې وروسته یې زوی ابراهیم مشهور دونیا ته راغی، ابراهیم مشهور نه یوازې زمونږ دکورنی دغم ټغر ورټول کړ بلکه دټولو نیږدې دوستانو لپاره د خوشالی زیری و، هیڅ داسې دوست او ملګری نه و چې په خوښۍ یې دشکرانې اوښکې نه وي توی کړي.

ددې خواږه زیرې په اوریدو به یې تل یوه بل ته زیري ورکول،او ولې به نه و چې د یو داسې چا دژوند وروستی ډالی وه چې بې لدې یې بل کوم نارینه اولاد نه درلود.

دهغه چا سترګې چې څومیاشتې وړاندې یې د ویر اوښکې تویولې نن د خوښی او شکرانې له اوښکو ډکې وې،

هغه چا چې پرون یې په څیره کې دغم او خفګان نښانې لیدل کیدې نن یې په شونډو له ورایه مسکا ښکاریده او څوګ چې موده وړاندې دغمرازی او غمشریکی په موخه راغلي و نن یې دمبارکې له پیغامونو سره دده داوږده عمر هیله څرګندوله خو په ډیر تآسف چې وړوکي ابراهیم هم ددونیا غمونو ته ځان ټینګ نکړ په ډیره کم عمری یې دخپل شهید پلار په لور حرکت وکړ او ده هم د تل لپاره لدې غمګیني دونیاګی سترګې پټې کړې!.

نظرممد سلګیو واخیست ویې ویل: وروره بس یې کړه نور به بل وخت ووایې، مانه دې خپل ټول غمونه هیرکړل، زه هم غلی شوم مازدیګر اذان وشو، لمونځ مو وکړ، ورپسې یوـ دوه سیپارې تلاوت، او دماښام اذان ته په تمه په دوعا کې بوخت شوم.

نور بیا . . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x