ننګرهار: شیرزادو کې د چت پریوتو له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹۳ل): ننګرهار ولایت په شیرزداو ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په یاده ولسوالۍ کې د چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمدضیاء عبدالزي ویلي چې دغه پېښه د شیرزادو ولسوالۍ په وډیسار سیمه کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې بېګا د شپې مهال په وډيسار کې د دوه ورونو د کوټو چتونه لویدلي چې له کبله یې ۸ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

عبدالزی له قوله د خوږیاڼو ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې هم د باران له امله د څلور کورونو چتونه غورځېدلي خو مرګ ژوبله نه لري.

په عین حال کې د شیرزادو ولسوال معلم معشوق هم تاییدوي چې ورښتونو ددغه ولسوالۍ د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي دي.

معشوق زیاته کړې چې سیمه د طالبانو په لاس کې ده او له همدې کبله نه دي توانیدلي چې کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ د وډيسار په سيمه کې د ملنګ په نامه ديوه تن د کور چت پرېوتى دى چې له کبله یې ۶ ماشومان او دوه ښځې مړې شوي، یو نارینه او یوه ښځه ټپي شوي دي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ په ننګرهار ولايت کې د سختو ورښتونو او سيلابونو له مله نېږدې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د